افغانستان
له ستانکزي سره د امریکا نړیوالې پراختیا د مالي همکارۍ اجرائیه رئيس لیدنه

په قطر کې د طالبانو ویاند وايي، د امریکا د نړیوالې پراختیا لپاره د مالي همکارۍ اجرائیه رئيس اډم بولر د طالبانو د قطر د دفتر له مرستیال سره کتلي دي.
د طالبانو ویاند محمد نعیم وايي، اډم بولر له شېر محمد عباس ستانکزي سره په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.
محمد نعیم نور جزئیات نهدي څرګند کړي.
بولر او نورو امریکايي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ځینې افغانان چې د طالبانو له ویرې بریټانیا ته تللي وو په رخصتیو کې خپل وطن ته سفر کړی

بریټانوي رسنیو راپور ورکړی ځینې افغانان چې د طالبانو له ویرې بریټانیا ته راغلي وو په رخصتیو کې خپل وطن ته تللي دي.
ټلګراف او سکای خبر ورکړی دا افغانان په رخصتیو کې له بریټانیا څخه ایران او بیا له هغه ځایه افغانستان ته تللي چې په دې کار سره یې د بریټانیا د پناه غوښتنې پروګرام تر پوښتنې لاندې راوستی.
له دې ټولو سره سره پر بریټانیا لا هم پراخې نیوکې دي چې د هغو ټولو افغانانو په ایستلو کې پاتې راغلې کوم چې له بريټانوي ځواکونو یا موسسو سره یې په افغانستان کې کار کړی.
تېر جولای په بریټانیا کې د اتلسو زرو هغو عسکرو د معلوماتو درز هم غوغا جوړه کړه چې د افغانستان په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.
افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د پټو سفرونو نیوکې یواځې په بریټانیا نه خلاصیږي بلکې په جرمني کې هم حکومتي چارواکو د هغو افغان پناه غوښتونکو په سفرونو کلکې نیوکې کړې وې چې هلته یې د سیاسي او امنیتي ملحوظاتو په خاطر پناه غوښتې.
طالبانو له اوو میاشتو بند وروسته دوه تنه بریتانوي وګړي خوشي کړل

دوه تنه بريتانوي اتباع چې طالبانو له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې په افغانستان کې نیولي وو له بنده خوشي شول.
رویټرز اژانس ته یوه چارواکي نن ویلي دي چې دا جوړه بریتانیایان د قطر په منځګړیتوب ازاد شوي او د پلازمینې دوحې ته رسیدلې دي.
۸۰ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه باربي رینولډز د روان کال په فبروري میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول.
دا برتانوي جوړه ۱۸ کاله په افغانستان کې اوسېده او د تعلیم او ماشومانو د ساتنې په برخو کې یې کار کاوه.
د پاکستان دفاع وزیر وايي د اړتیا په صورت کې به سعودي عربستان د پاکستان اټومي وړتیاوو ته لاسرسی ولري

د پاکستان د دفاع وزیر وايي «د اړتیا په صورت کې» به سعودي عربستان د پاکستان اټومي وړتیاوو ته لاسرسی ولري.
خواجه اصف دا خبره تېره شپه د پاکستان د جیو تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.
پاکستان او سعودي عربستان د چهارشنبې په ورځ یو دفاعي تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې په یوه هېواد برید به په دواړو هېوادونو برید وګڼل شي.
د پاکستان دفاع وزیر وویل د تړون له مخې، "هر هغه وړتیا چې موږ یې لرو د سعودي عربستان په واک کې به ورکړل شي".
امریکا د افغانستان د پراختیا اړوند پر ایران ځینې معافیتونه لغوه کړل

د امریکا متحده ایالتونو پر ایران هغه معافیتونه لغوه کړل چې د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د مرستې لپاره یې دغه هېواد سره منلي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د معافیت لغوه کول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د ایران د رژیم د ګوښه کولو لپاره د اعظمي فشار پالیسۍ یوه برخه ده او د سپتمبر له ۲۹مې نافذیږي.
د بیان له مخې، دا معافیتونه په ۲۰۱۸ کال کې د ایران د ازادۍ او د وسلو د وېش د مخنیوي د قانون په اساس صادر شوي وو ترڅو د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا کې مرسته وکړي.
په دې کې ویل شوي چې د معافیت لغوه کیدو وروسته، هغه اشخاص چې په چابهار بندر کې فعالیت کوي یا په IFCA کې یاد شویو نورو فعالیتونو ښکیل دي ممکن د قانون له مخې له بندیزونو سره مخ شي.
د امریکا د معافیتونو په اساس ایران ته اجازه ورکړل شوې وه چې د چابهار په څېر پراختیايي پروژو کې چې افغانستان ته یې هم ګټه رسیږي فعالیت وکړي.
قطر ته د ۳ زره مسلکي کارګرو د لیږلو په موخه د نوم لیکنې لړۍ پای ته ورسېده

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۳ زره افغان مسلکي کارګرو د استولو لپاره یې د نوم لیکنې لړۍ بشپړه کړه.
دغه وزارت پرون پنجشنبه ( د سنبلې ۲۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شاوخوا څلویښت زره کارګرانو دغو بستونو ته نوم لیکنه کړې چې په وینا یې، د بریالیو کسانو غوره کول به وخت ونیسي.
قطر تر دې وړاندې هم سلګونه مسلکي افغان کارګرو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د ځوانانو د قاچاقي سفرونو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې سعودي عربستان، ازبکستان او د سیمې نورو هېوادونو کې افغانانو ته د قانوني کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې بیکاري د افغان ځوانانو یو لوی رنځ دی او لا یې هم اوسنۍ کچه د اندیښنې وړ ده.
طالبانو د ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې د ښځو په وړاندې اقدامات یې (احمقانه) بللي

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیریش هغه څرګندونې غندلي چې افغانستان کې یې د ښځو په وړاندې اقدامات " احمقانه" بللي و.
ګوتیریش د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته ویلي" هغه څه چې افغانستان کې روان دي، نه یوازې دا چې د منلو نه دي، بلکه احمقانه دي".
ګوتیریش دغه څرګندونې د مرستې رسونې په چارو کې د دوی د ښځینه کارکوونکو پر کار د طالبانو له خوا تازه لګول شوي بندیز ته په اشارې کړې دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېرماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي چې" د ملګروملتونو مشر باید د خپلو خبرو او الفاظو معنا ته متوجه وي او بې سنجشه توري ونه کاروي".
یوناما تیره اونۍ اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت یې افغان ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکوي او په خبره یې دا کار د طالبانو له پخوانۍ ژمنې سره په ټکر کې دی.
د افغانستان کریکټ لوبډلې په اسیایي جام کې خپل سفر په ( ناهیلۍ) سره پای ته ورسوه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د سریلانکا په وړاندې له بیګنۍ ماتې وروسته د اسیا له سږني جامه حذف شوه.
د تیرې شپې په لوبه کې افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۱۷۰ منډو هدف ورکړ، خو سریلانکا دغه هدف په نولسم اور کې پوره کړ او په شپږو ویکټو یې لوبه وګټله.
د افغانستان کریکټ بورد پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي " په ناهیلۍ سره د اسیا د ۲۰۲۵ کال د جام سفر پای ته ورسېد."
د اسیا جام په ( بي ګروپ) کې چې افغانستان یې غړی و، دا مهال سریلانکا او بنګله دیش د غوره څلورو لوبډلو پړاو ته لاره پيدا کړه او په ( اې ګروپ) کې بیا هند او پاکستان د جدول په سر کې دي.
افغانستان په دې جام کې په لومړۍ لوبه کې هانک کانګ ته ماته ورکړه، خو دویمه لوبه یې بنګله دیش او دریمه هغه یې سریلانکا ته بایلوده.
ولسمشر ټرمپ د بګرام د بیا نیولو خبره بیا وکړه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل چې هڅه کوي د افغانستان د بګرام اډې کنټرول بیرته ترلاسه کړي.
ډونالډ ټرمپ د برتانیا له صدراعظم کایر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، که چیرې د هغه د لومړۍ دورې په ترڅ کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل ترسره شوي وای، نو هغه به بګرام له لاسه نه وای ورکړی.
ټرمپ زیاته کړه "موږ بګرام، چې د نړۍ یو له لویو هوايي اډو څخه دی، وړیا دوی (طالبانو) ته وسپاره."
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل: "موږ هڅه کوو چې دا بیرته ونیسو ځکه چې دوی (طالبان) له موږ څخه ځینو شیانو ته ضرورت لري."
ټرمپ تر دې مخکې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو ده د سپتمبر په اتلسمه دا هم وویل: "یو له هغو دلیلونو څخه چې موږ بګرام غواړو دا دی چې دا له هغه ځای څخه یو ساعت لرې دی چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي."
امریکایي سرتیري د ۲۰۲۱ کال په اګست کې دوې اونۍ وروسته په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووتل چې طالبانو بیاځلي کابل ونیو.
د سعودي او پاکستان د دفاعي موافقې له مخې پر یوه هېواد برید به پر دوهم هېواد برید وګڼل شي

سعودي عربستان او پاکستان په خپلو کې دوه اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، له سعودي عربستان سره د دفاعي موافقې له مخې پر هر لوري چې حمله وشي، دوهم هېواد به یې پر ځان حمله وګڼي.
دا دفاعي تړون داسې مهال لاسلیکېږي چې پاکستان یوازې څو میاشتې مخکې له خپل اټومي سیال هند سره لنډه جګړه وکړه.
د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ولیکل چې هند له دې پرمختګ څخه خبر دی او خپل امنیت او د سیمې ثبات ته د دې پرمختګ عواقب څېړي.
په داسې حال کې چې په سیمه کې ناامني پراخه شوې ده دا اقدام به د ریاض او اسلام آباد ترمنځ د څو لسیزو همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
د کرکټ ننۍ لوبه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې ده

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د آسیا د کرکټ د اتلولۍ لوبو په ترڅ کې له سریلانکا سره مسابقه وکړي. دا لوبه د افغانستان د ټیم لپاره برخلیک ټاکونکې ده. که یې وګټي نیمه پایلوبې ته وځي او که یې وبایلله له دې جامه وځي.
تر دې مخکې، افغانستان په دې جام کې خپله دویمه لوبه د بنګله دیش په وړاندې د اتو منډو په توپیر وبایلله.
افغانستان په اسیايي جام کې په ( ب) ګروپ کې د بنګله دیش ترڅنګ له هانګ کانګ او سریلانکا سره یوځای شوی دی.
پرون د دې جام لوبه د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ وشوه، چې پاکستان لوبه د ۴۱ منډو په توپیر وګټله او نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.
د دې جام فاینل لوبه به د سپتمبر په ۲۸مه ترسره شي.