له اوو میاشتو وروسته نن د هند په ډېرو برخو کې سینماګانې بېرته پرانیستل شوې.
په هند کې سینماګانې په داسې حال کې پرانیستل شوې چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې له ۷ میلیونو او ۳ لکو واوښتې.
هندي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به د سینماګانو نیمايي څوکۍ تشې پرېږدي.
د مارچ په نیمايي کې د کرونا ویروس د پېښو له زیاتېدو وروسته په هند کې نږدې ۱۰ زره سینماګانې بندې شوې.