نړۍ
د مایک پنس او کامالا هرېس مناظره کې نرمې خبرې وشوې
د امریکا په راروانو انتخاباتو کې د مرستیال ولسمشرۍ لپاره د دواړو ګوندونو کاندیدانو تېره شپه په خپله مناظره کې تر ډېره نرمې خبرې وکړې.
په دې مناظره کې چې د کرونا له وبا نیولې، تر روغتيايي خدماتو، اقتصاد او بهرنۍ پالېسۍ پورې بېلابېل مسایل مطرح شول د جمهوريپالو کاندید مایک پنس او د ډیموکراتانو کاندیدې کامالا هرېس له هغو ترخو خبرو ډډه وکړه چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو ډونالد ټرمپ او جوبایډن په مناظره کې وشوې.
د تېرې اوونۍ د مناظرې برعکس، مېرمن هرېس او ښاغلي پنس ډېر صمیمي و، کم پېښېدل چې د یو بل خبره ونیسي او د یو بل د نوم له اخیستو یې ډډه کوله.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په امرکیا کې د الوتکو د ټکر د پېښې ۲۸ مړي موندل شوي
واشنګټن ډي سي ته نژدې رونالډ ریګن هوايي ډګر ته څیرمه د یوې مسافروړونکې الوتکې او یوې پوځي څرخکې له ټکر وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې پراخ عملیات روان دي.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) وویل چې دا پیښه تیره شپه په سیمه ییز وخت شاوخوا نهه بجې شوې او مسافروړونکې الوتکه په پوټامیک سیند کې راغورځیدلې. امیریکن آیرلاینز وویل چې په راغورځیدلې الوتکه کې ۶۰ مسافر او ۴ عمله سپاره و.
چارواکو ویلي چې په بلک هاک هیلي کوپتر کې درې پوځیان سپاره وو.
تر اوسه د دې پیښې د مرګ ژوبلې کره شمېر معلوم نه دی، خو د راپورونو له مخې تر اوسه د لږ تر لږه ۲۸ کسانو مړي له پوټامیک سیند څخه را ایستل شوي دي.
په سویډن کې د اسلام مخالفه عراقی کمپاینر د وژلو په تور ۵ تنه نیول شوي
د سویډن پولیسو پنځه تنه د یوه عراقي، چې د اسلام پر ضد یې کمپاین کاوه، د وژلو په تور نیولي دي.
څو ساعته مخکې تر دې چې محکمه د قران کریم د سوځولو په تور عراقی محاکمه کړي، هغه په خپل اپارتمان کی په ډزو وژل شوی دی.
د سویډن د پولیسو په وینا، دغه پنځه کسان نن (د جنورۍ ۳۰مه) د څارنوال په امر، پر دغه عراقي کډوال د ډزو په تړاو نیول شوي دي.
خو پولیسو دا نه دي ویلي چې ایا په نیول شویو کسانو کې وسله وال تورن هم شته او که نه.
عراقی مهاجر او د اسلام ضد کمپاینر سلوان مومیکا، د چهار شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۹) په سویډن کې د قرآن کریم د سوځولو په تور له محاکمې وروسته په ډزو ووژل شو.
د SVT ټلویزیوني چاینل د پولیسو د سرچینو له قوله ویلي چې سیلوان مومیکا د سویډن پلازمېنې ستاکهولم ته څېرمه د سودرتالیه ښار په یوه کور کې په ډزو وژل شوی دی.
مومیکا په ۲۰۲۳ کال کې د اسلام پر ضد د مظاهرو په ترڅ کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم نسخې سوځولې وې.
حماس د ۳ اسراییلي او ۵ تایلنډي بندیانو د خوشې کولو پروسه پیل کړه
حماس د پنجشنبې په ورځ د دریو نورو اسراییلي برمته شویو او پنځه تایلنډي بندیانو د خوشې کولو پروسه پیل کړه، دا د دې میاشتې په پیل کې په غزه کې د اوربند له پیل راهیسې درېیم ځل دی چې بندیان په دې ډول خوشي کېږي. اسراییل تمه لري چې نور ۱۱۰ فلسطینیان هم خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندي د څلورو ښځینه اسراییلي برمته پوځیانو په بدل کې د اسراییل له خوا ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې شول. په دې ډله کې هغه ۱۲۰ وسله وال هم شامل وو چې د وژونکو حملو په تور په دایمي حبس محکوم شوي وو.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.
د جرمني پارلمان د کډوالو د مخنیوي طرحې تصویب کړې
د جرمني پارلمان پرون چهارشنبه هغه طرحې تصویب کړې چې له مخې یې د دغه هېواد په پولو کې د کډوالو د پناه غوښتنې تر ډيره ردیږي.
دغه طرحې چې شمېر یې معلوم نه دی، د اپوزیسیون د محافظه کارانو له خوا پارلمان ته وړاندې شوې وې چې د ښي اړخې افراطي ګوند (اې.ایف.ډي) په ملاتړ تصویب شوې.
د جرمني (ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې اوسنی حکومت مجبور نه دی چې یادې تګلارې عملي کړي، خو په جرمني کې درې اوونۍ وروسته ټاکنې کیږي او د نظر پوښتنو له مخې (اې.ایف.ډي) یا د جرمني لپاره بدیل ګوند چې د طرحو ملاتړ یې کړی، د بریالي کيدونکو ګوندونو په دویمه درجه کې دی.
د جرمني په ټاکنیزو منډو تروړو کې د کډوالو ضد خبرې او دریځونه وروسته له هغه جدي شول چې تېره اوونۍ په جنوبي ښار اسفانبورګ کې د چړې په یوه برید کې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول.
د هغه برید په تور یو ۲۸ کلن افغان نیول شوی چې ویل کیږي په جرمني کې یې د پناه غوښتنه رد شوې ده.
ټرمپ: په ګوانتنامو کې د کډوالو لپاره ۳۰ زره کسیز مرکز جوړوو
د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ګوانتنامو خلیج کې به د کډوالو لپاره یو مرکز جوړ کړي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې همدا نن به یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړي، چې له مخې یې د امریکا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته سپارښتنه کېږي، څو د ګوانتنامو په خلیج کې د ۳۰ زره کډوالو لپاره دا مرکز چمتو کړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل، چې په دې مرکز کې به تر ټولو بد غیرقانوني مجرم بهرنیان ساتل کېږي، چې د امریکا خلکو ته ګواښ پېښوي.
د ښاغلي ټرمپ په باور، په دې کډوالو کې ځیني دومره خطرناک دي، چې د دوی اصلي هېوادونه هم باور نه لري، چې دا کسان به وساتي. هغه ټینګار وکړ، چې نه غواړي دا کسان بېرته امریکا ته راشي.
د ګوانتنامو زندان په ۲۰۰۲ کال کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال جوړ شو. دا زندان د هغو مشکوکو ترهګرو لپاره جوړ شوی و، چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو کې یې لاس درلود.
سوري چارواکو له مسکوه غوښتي چې تیروتنې اصلاح کړي
د سوریې نوي مشرتابه له مسکو غوښتي چې د اړیکو د بیا احیا لپاره خپلې تېروتنې اصلاح کړي.
د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، دا څرګندونې د سوریې د نوي مشرتابه له خوا د روسي پلاوي سره د خبرو پر مهال شوې دي، چې دا مهال سوریې ته په سفر تللی دی.
دا له هغه وروسته سوریې ته د یوه روسي پلاوي لومړی سفر دی، چې د بشار اسد رژیم نسکور شو.
روسیه د اسد نژدې ملاتړې بلل کېده.
د سوریې د مشرتابه په اعلامیه کې راغلي، دوی له روسي چارواکو سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې مسکو باید د اړیکو د بیا رغولو لپاره خپلې تېروتنې اصلاح کړي، د سوریې د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي او د هغوی د ګټو لپاره کار وکړي.
له دې وړاندې د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف په مسکو کې له خبریالانو سره په خبرو کې د روسي پلاوي سفر سوریې ته مهم بللی و.
پسکوف ویلي، اړینه ده چې له نوي مشرتابه سره دایمي خبرې اترې وساتل شي، او مسکو به په دې لاره کې خپلې هڅې دوامدارې وساتي.
جنوبي سوډان کې د الوتکې د لویدو پیښه کې ۱۸ کسان مړه شوي
په جنوبي سوډان کې د یوې الوتکې د نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د اسوشیېټیډ پرېس خبري آژانس، ددې هېواد په تیلو د بډاۍ ایالت یونېټي د اطلاعاتو وزیر ګاتویچ بیپال له قوله راپور ورکړی، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ، د دلوې په ۱۰مه، په یوه لرې پرته سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغه ویلي، الوتکه هغه مهال راوغورځېده، چې د یونېټي ایالت له هوایي ډګره د جوبا نړیوال هوایي ډګر ته، چې د جنوبي سوډان پلازمېنه ده، روانه وه.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې د الوتکې د سقوط لامل څه و، او چارواکو د قربانیانو د هویت په اړه هم څه نه دي ویلي.
رسنیو راپور ورکړی، چې د الوتکې ټوله سپرلۍ د تیلو د شرکت کارکوونکي وو.
د سوریې او روسیې چارواکو د انتقالي عدالت په اړه خبرې کړي
د سوریې نویو مشرانو نن وویل چې د روسیې له پلاوي سره یې د انتقالي عدالت په اړه خبرې کړې دي.
د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته د روسیې لومړنی پلاوی پرون دمشق ته ورسېد.
د سوریې نوي حکومت په یوه بیان کې ویلي دي چې نوې اداره ټینګار کوي د اړیکو له بیا ټینګېدو سره باید پخوانۍ تېروتنې اصلاح شي، د سوریې د وګړو ارادې ته درناوی وشي او ګټې یې په پام کې ونیول شي.
بیان زیاتوي چې له روسي پلاوي سره د اسد د رژیم له خوا د وحشیانه جګړې قربانیانو ته د عدالت د یقیني کولو په اړه خبرې وشوې.
د روسیې پلاوی پرون سه شنبې داسې مهال دمشق ته ورسېد چې روسیه هڅه کوي په سوریه کې د خپلو دوو پوځي اډو له پلوه ډاډ ترلاسه کړي.
په عین حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه نظریې رد کړي چې ګنې د اسد د واکمنۍ له پرځېدو وروسته مسکو، چې د هغه نژدې متحد و، په منځني ختیځ کې ستراتیژیکه ماته خوړلې ده.
د ریانووستي خبري آژانس د راپور له مخې د روسي پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر میخاییل بوګدانوف او د سوریې لپاره د مسکو ځانګړی استازی الکساندر لاورنتیف شامل دي.
هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال ۱۵ کسان مړه شوي
د هند په یوه مذهبي مېله کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږترلږه ۱۵کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې دا مرګ ژوبله د “کومب مېله” په نوم مراسمو کې پېښه شوې ده.
په هند کې د مذهبي جشنونو پرمهال ډېر کله د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مرګ ژوبله پېښېږي او له دې مخکې د کومب مېلې په مراسمو کې هم ورته پېښې شوي.
کومب میله چې شپږ اونۍ دوام کوي، د هندوانو په مذهبي کلیزه کې له خورا مهمو مراسمو څخه شمېرل کېږي.
د دې مراسمو په دوام به نن شاوخوا سل میلیون کسان په ګنګ او جمنا سیندونو کې د سپېڅلي غسل مراسم پرځای کړي.
ټرمپ د اسراییلو صدر اعظم ته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړې
د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډټرمپ د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په راروانه اونۍ کې سپینې ماڼۍ ته بللی دی. نتنیاهو لومړنی بهرنی مشر دی چې ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې د سفر بلنه ورکوي. سپینې ماڼۍ او نتنیاهو دواړو دا خبر تایید کړی دی.
دا اعلان داسې مهال کېږي چې متحدایالتونو پر اسراییلو او فلسطینۍ حماس ډلې چې امریکا او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان بولي، فشار زیات کړی دی څو د غزې په څه باندې پنځلس میاشتنۍ جګړه کې وقفه واخلي.
د سپینې ماڼۍ په بلنلیک کې چې د نتنیاهو دفتر پرون له رسنیو سره شریک کړ، د ټرمپ له قوله ویل شوي چې په دې کتنه کې په دې اړه چې په اسراییل او ګاونډ کې یې څنګه سوله راتلای شي او د ګډو دښمنانو پرضد څنګه مقابله کېدای شي خبرې په پام کې دي.
د غزې د اوربند په اړه د خبرو دوهم پړاو چې د راروانې دوشنبې په ورځ پیلېږي او هدف یې د جګړې پای ته رسول دي، ښايي ستونزمن بهیر وي.