د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

'دوحه کې د دواړو اړخونو تماس ډلو نږدې ۹۵ سلنه پر اصولو او کړنلارې هوکړه کړې'


کابل ورځپاڼې
کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ډېری ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په دوحه کې د تماس ډلې په خبرو کې د ځنډ او اسلام‌اباد ته ډاکتر عبدالله د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، په دوحه کې د تماس ډلې له تېرو شااوخوا ۲۰ ورځو راهیسې مخامخ اته غونډې کړي، خو لایې هم بشپړه پایله نه‌ده ورکړې.

د لیکوال په اند داسې ښکاري چې که دواړه اړخونه له بهرني فشار او درېیمګړي پرته همداسې پرېښودل شي، نو په میاشتو میاشتو به هم پر اصولو، کړنلاره او اجنډا توافق ونه‌کړي.

په سرمقاله کې سپارښتنه شوې، امریکا چې د افغانستان د سولې بهیر یې پيل کړی او پر مخ‌یې بیايي، نو په‌کار ده چې په دواړه اړخونو فشار زیات کړي، څو د وخت له ضایع کېدو پرته بین‌الافغاني مذاکراتو ته په کړنلارې هوکړه وشي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په دوحه کې د دواړه اړخونو د تماس ډلې نږدې ۹۵ په سلو کې پر اصولو او کړنلارې هوکړه کړې، خو لا هم جدي اختلاف لیدل کېږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې طالبان په خبرو کې خشنه او تنده لهجه کاروي، داسې فکر کړي چې دوی فاتحین دي، د لیکوال په اند دا کار روانو خبرو ته زیان رسوي.

په سرمقاله کې ټینګار شوی، اوس چې د سولې لپاره فرصت رامنځته شوی، دواړه ډلې باید په خبرو کې له صبر، زغم او حوصلې کار واخلي، څو بین‌الافغاني مذاکرات چې ولس ورنه زیاتې تمې لري، له خنډ او ځند سره مخ نه‌شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، په سیمه کې اوس هم د افغانستان د سولې په اړه اجماع نه‌شته، پاکستان، ایران او روسیه، د خپلو ګټو لپاره نه‌غواړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي.

په سرمقاله کې راغلي، پاکستان په قطر کې ناست طالبان دې ته نه‌پرېږدي، چې په خپل سر عمل وکړي، نو ځکه هم د تماس ډلې په خبرو کې کم پرمختګ لیدل کېږي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي، پاکستاني چارواکو ډاکتر عبدالله عبدالله سره د افغانستان د سولې په اړه نوې ژمنې کړي او د افغانانو په مالکیت‌یې د سولې له بهیر ملاتړ کړی.

د لیکوال په اند پاکستان تل په داسې حساس وخت کې پستې خبرې او غوړې ژمنې کوي، خو بیا یې عمل بل ډول وي.

لیکوال سپارښتنه کوي، پاکستان باید په کړیو ژمنو او خبرو عمل وکړي، که چېرې یې دا کار ونه‌کړ، نو افغان حکومت ته په‌کار دی چې له پاکستان سره په خپلو اړیکو او ډپيلوماسۍ له سره کتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG