په ایران کې یو وار بیا په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو او ورڅخه د مړینو شمېر په زیاتېدو دی.
د تهران ښار د شورا رييس محسن هاشمي پرون پنجشنبه وویل، له یوې میاشتې وروسته په پلازمېنه کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې یو وار بیا په زیاتېدو دي او اوس د ورځې ۷۰ تنه په کورونا مړه کېږي.
ده دا هم وویل چې پخوا هم په تهران کې په کرونا ویروس د مړینو شمېر د ورځې ۱۰۰ تنو ته رسېدلی و خو وروسته د ورځې ۴۹ ته راټیټ شو.