په هند کې د کرونا ویروس له ډېرېدو سره سره ځینې ایالتونه سر له نن نه د ښونځیو پرانستو ته اجازه ورکوي.
دغه هېواد کې چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیارده نفوس لري، له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې ښونځي بند وو.
مرکزي حکومت د ښونځیو پیل ته شین څراغ ښودلی، خو وروستۍ پرېکړه یې ایالتونو ته پریښې.
په ډيلي، ګجرات، کیرالا او اوترا پردیش کې ډېرو ویلي چې د ښونځیو د پرانیستو پرېکړه لا وختي ده.
په ورځنۍ کچه د کرونا ډېرې پېښې هم دې وروستیو کې هند کې ثبتېږي او هره ورځ سلګونه کسان ترې مړه کېږي.
دغلته اوس هره ورځ د شاوخوا یو لکو نویو پېښو راپور ورکول کېږي چې ورسره د مثبتو پېښو شمېر هم پنځه اعشاریه څلور میلیونو ته رسېدلی دی.
په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر نژدې ۳۱ میلیونو ته رسېدلی او له دې کبله د مړو شمېر هم یو میلیون ته نژدې شوی.