خبرونه
پاکستان او هند په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه

پاکستان او هند په قطر کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د دې هېواد د تل پاتې سولې او ثبات غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې په انلاین ډول یې په دې خبرو کې ګډون درلود وویل چې هېواد یې د یوه باثباته، متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي د سولې ټینګښت د دې سبب کېږي چې ټول افغان کډوال چې له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي، بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر هم په افغانستان کې د سولې غوښتنې ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې د هند پانګونې ښیې چې هېواد یې یو هوسا او پرمختللی افغانستان غواړي.
د افغانستان له ګاونډیو څخه ایران او تاجکستان په دې مراسمو کې ګډون نه درلود.
تر اوسه د هغوی د نه ګډون دلیل معلوم نه دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا او روسیې مشران په الاسکا کې سره ګوري

ټاکل شوې ده چې د امریکا او روسیې ولسمشران د جمعې په ورځ په الاسکا کې غونډه وکړي.
د روسیې تاس اژانس نن د ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنۍ تګلارې د سلاکار یوري اوشاکوف په وینا د دې سرمشریزې د ځای او نیټې په اړه دا معلومات ورکړل.
د دوه زره یو ویشتم کال په جون کې د روسیې ولسمشر پوتین د امریکا له پخواني ولسمشر جو بایډن سره په جینوا کې لیدلي و، تر دې وروسته دا لومړی ځل دی چې د روسیې او امریکا مشران مخامخ سره کښیني.
څلور ستوز مزلي مځکه ته ستانه شول

د ناسا د کریو-۱۰ ډله چې څلور ستورمزلي پکې شامل وو د جمعې په ورځ (د اګست ۸مه) د سپیس ایکس ډریګن کیپسول په واسطه له نړیوال فضايي سټیشن څخه ووتله او نن سهار (د اګست ۹مه) له پنځه میاشتني ماموریت وروسته ځمکې ته ښکته شوه.
د امریکا ستورمزلي نیکول ایرز او ان مک کلین، د جاپاني ستورمزلي تاکویا اونیشي او روسي ستورمزلي کیریل پیسکوف سره یوځای، د کالیفورنیا ساحل ته له اوولس نیم ساعته سفر وروسته ورسیدل.
د څلورو کسانو دغه ډله د مارچ په ۱۴مه نړیوال فضايي سټیشن ته تللې وه.
( ای او ایم) راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

د کډوالۍ نړیوال سازمان( ای او ایم) له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو لپاره بیړنۍ بودیجه اختصاص کړي.
( ای او ایم) په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، وویل، افغانستان د کډوالو د راستنیدنې له یوې لویې څپې سره مخامخ دی که بیړنۍ مرستې له دې خلکو سره ونه شي، ممکن شته سیستمونه له منځه ولاړ شي چې دا چاره بیا په میلیونونو کسان له جدي ګواښ سره مخامخولی شي.
د ( ای او ایم) په وینا د دوه زره درویشتم کال د سپتمبر له میاشتې تر اوسه له پاکستان او ایران څخه تر څلور میلیونه ډیر افغانان خپل هیواد ته ستانه شوې دي چې له دې ډلې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کې تر دې دمه تر یو نیم میلیونه ډیر کډوال افغانستان ته ستنیدلې دي.
د زابل په شاه جوی ولسوالي کې لګیدلی اور مهار شو

د زابل په شاه جوی ولسوالي کې عامو خلکو ته لګیدلي اور په میلیونونو افغانۍ زیان اړولی دی.
دا اور پرون د لرګیو په یوه ټال کې ولګید. د زابل امنیه قومانداني په خپله ایکسپانه کې لیکلي دي چې دا پیښه د نجارانو په کوڅه کې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې وه او بیا له مرکز کلات څخه د اطفاییه له ورتګ او په سیمه کې د خلکو په مرسته دا اور مړ شو.
د زابل د امنیه قومانداني په بیان کې راغلې دي چې د دې هڅو په نتیجه کې د شاوخوا شل ملیونه افغانیو په ارزښت د نور زیان اوښتو مخه ونیول شوه.
د راپورونو له مخې د دې اور له امله شاوخوا درې میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
یونیسف په کندهار کې نهه ښوونځي جوړ کړل

د کندهار په پنځو ولسوالیو کې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) په مالي ملاتړ نهه ښوونځي جوړ شول.
دا ښوونځي په سپین بولدک، معروف، ارغستان، ډنډ او دامان ولسوالیو کې د څه باندې څلور اویا میلیونه افغانیو په لګښت ودان شوې دي.
په کندهار کې د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په دې مکتبونو کې د زده کوونکو لپاره د درس مناسب چاپیریال، روغتیایي اسانتیاوې، پاکې اوبه، تشنابونه او نور ضروري تسهیلات برابر شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د سلګونو افغان کډوالو د ویزو د تصویب چارې روانې دي

د امریکا حکومت وایي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام روان دی او سلګونه ویزې اوس مهال د تصویب په مختلفو مرحلو کې دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاندې ټامي پيګوټ د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن ډي سي کې خبرې غونډې ته وویل چې (SIV) پروسه روانه ده او دا له کلونو راهیسې ادامه لري. نوموړي بیا وویل چې د ټرمپ اداره دې پروګرام ته لومړیتوب ورکوي.
د SIV پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو له ځواکونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره یوځای کار کړی دی او اوس غواړي چې امریکا ته پناه یوسي.
په متحده ایالاتو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د اوږدې مودې ملاتړ سربیره، دا پروګرام د ورو پروسس کولو، لوژستیکي خنډونو او امنیتي اندیښنو په ګډون له ننګونو سره مخامخ دی.
په جرمني کې د ښځینه افغانانو د پناه اخیستو شمیرې زیاتې شوې

د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر (BAMF) وايي چې په جرمني کې د پناه غوښتونکو افغان ښځو شمېر په بې ساري کچه زیات شوی دی.
د شپیګل اونیزې په وینا، یوازې په جولای میاشت کې له ۳۰۰۰ څخه زیاتو افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د تیرې میاشتې په پرتله دوه چنده زیاته ده.
د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، شاوخوا ۹۵۹۳ افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د دې غوښتنلیکونو نیمایي یې د هغو ښځو دي چې پخوا په جرمني کې اوسېدلې وې او اوس یې خپلو دوسیو ته د بیا کتنې درخواستونه ورکړې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو بیا کابل ونیو، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړې منع کړې او په ډیری دولتي دفترونو او غیر دولتي موسسو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.
په چین سیلونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د چین د شمال لویدیځ ګانسو ولایت په یوژونګ ښار کې د سیلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۳ نور تري تم دي.
د چین دولتي نشراتي ادارې سي سي ټي وي راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ سخت بارانونه په غرنیو سیمو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې سبب شول.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د ژغورنې او سیلاب مخنیوي لپاره د پراخو هڅو غوښتنه کړې ده.
د فرانسې په ځنګلونو کې لګیدلی اور کنټرول شوی

چارواکي د فرانسې په جنوب کې خبرداری ورکوي چې له سې شنبې راهیسې په ځنګلونو کې لګیدلي اورونه ښایي د تودې هوا له امله بیرته خپاره شي.
چارواکو نن وویل چې دا اورونه نن کنټرول شوې دي خو د دې لپاره چې هوا په سیمه کې د سانتي ګرید تر دیرش درجو لوړه ده، دا ویره شته چې بیرته د اور لمبې خپرې شي.
دا اورونه چې شاوخوا یوسل و شپیته کیلومتره مربع ساحه یې نیولې وه، د یوه کس ژوند یې واخیست، لږ تر لږه یو ویشت تنه یې ټپيان کړل او د نژدې شپږ دیرش کورونو د سوځیدو سبب شول.
د فرانسې په جنوب کې دا اورلګیدنه په تیرو څو لسیزو کې بیساری بلل شوې ده.
د برتانیې پولیس د پاکستان د کرکټ دملي ټیم د یوه غړي په هکله چې په جنسي تیري تورن دی تحقیقات کوي

د برتانیا پولیس د پاکستان د کرکټ د ملي ټیم د غړي حیدر علي په اړه چې د جنسي تیري تور پرې لګیدلی دی تحقیقات کوي.
د مانچسټر پولیسو د حیدر علي نوم پرته رویټرز ته وویل چې دوی د اګست په څلورمه نیټه یو ۲۴ کلن سړی د جنسي تیري شکایت ترلاسه کولو وروسته ونیولو.
پولیسو وویل چې سړي د جولای په ۲۳ مه نیټه په یوې میرمنې جنسي تیری کړی دی.
پیښه برتانیې ته د پاکستان الف کرکټ ټیم د سفر په جریان کې رامنځته شوې.
د پاکستان کرکټ بورډ وویل چې حیدر علي د تحقیقاتو تر بشپړیدو پورې د هیواد د کرکټ ټیم څخه وځنډول شو.