خبرونه
قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو نننۍ مقدماتې خبرې پای ته رسېدلي

دافغانستان د اوږد مهاله جګړې د ختمېدو په هدف په دوحې کې د افغان دولت او طالب مشرانو ترمنځ نننۍ مقدماتي خبرې د سولې د راوستلو په هیلو ختمې شوې.
دواړو لورو په افغانستان کې د سولي پر اهمیت او اړتیا خبري وکړې.
د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دې خبرو کې د یوه بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.
په دې مراسمو کې چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر لخوا شیخ تمیم بن حمد لخوا پرانبستل شول، پر ښاغلي عبدالله سربېره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او ورپسې د نورو هېوادونو استازو هم خبري وکړې.
وینا والو په ټوله کې په دې خبرو کې د دواړو لورو د مرکچیانو تر منځ په ښه نیت د سولې خبرو د پرمخ وړلو او ښو پایلو هیله وښوده .
ټاکل شوې ده چې سبا به د سولې د خبرو پر اجنډا خبرې وشي او د دوشنبې په ورځ به د طالبانو د سولې پلاوی د افغان حکومت د سولې له پلاوي سره په رسمي ډول د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په اورکزیو کې د پاکستان ۸ ملیشه سرتیري وژل شوي دي

د پاکستان لږ تر لږه ۸ ملیشه سرتیري د وزیرستان په اورکزي ولسوالۍ کې له وسله والو سره په نښته کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ځایي سرچینو نن دوشنبه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې نښته د همدې ملیشو پر کاروان پيل شوه او څو ساعته یې دوام وکړ.
خبر کې راغلي چې ۴ تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.
له افغانستان سره پر پوله قبایلي سیمو کې په دې وروستیو کې دغه ډول پیښې زیاتې شوې دي.
جمعیت ګوند ادعا کوي چې طالبانو یې یو پخوانی قومندان محب الله بندري وژلی دی

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د یوې څانګې مشر او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور ادعا کوي چې طالبانو یې د ګوند یو پخوانی قومندان وژلی دی.
ښاغلي نور د یکشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر وژل شوی کس محب الله میرزاد بندري یاد کړی دی.
بندري څه باندې درې کاله مخکې د طالبانو د ځانګړي کمیسیون په بلنه له ایرانه وطن ته ستون شوی و.
ځینو نورو رسنیو هم د هغه د وژنې راپورونه ورکړي او ویلې یې دي چې بندري د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند یو قومندان و.
طالبانو لا تر اوسه د دغې ادعا په اړه تبصره نه ده کړې.
ازادي راډيو هم په خپلواک ډول دغه ډول خبرونه نه شي تاییدولی.
حقاني او نقوي د افغان کډوالو او بندیانو پر وضعیت خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خپل پاکستاني سیال سید محسن نقوي څخه غوښتي چې افغان کډوالو او بندیانو سره ښه چلند وکړي.
حقاني او نقوي پرون یکشنبه کابل کې سره کتلي دي او د اړیکو، باور او اعتما فضا په رامنځته کولو یې ټینګار کړی.
که څه هم پاکستان تل د طالبانو حکومت تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي، خو دا چې دغه خبره هم ملاقات کې یاده شوې او که نه، د طالبانو خبرپاڼه کې ورته اشاره نه ده شوې.
نقوي وروسته تر هغه کابل ته سفر کوي چې ویلې یې دي، پاکستان کې د ( پي.او.ار) کارت لرونکو افغانانو د اقامې موده نه تمدیدوي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته پر افغان کډوالو شرایط سخت کړي او لسګونه زره یې اخراج کړي دي.
بلوچستان کې د( پت په نوم وژنې) په تور ۱۲ تنه نیول شوي

د پاکستان پولیسو نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) ویلي، له ۱۲ زیات کسان یې په بلوچستان کې د" ناموسي وژنې" د یوې ویډیو له خپریدو وروسته نیولي دي.
د دغې وژنې قربانیان " بانو بي بي " او " احسان الله" بلل شوي چې تیره میاشت له تیښتې وروسته نیول شوي او په ډزو وژل شوي دي.
د دغې وژنې ویډیو تازه ټولنیزو رسنیو ته راوتلې چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
په نیول شویو کسانو کې د نجلۍ هغه سپین ږیری خپلوان شامل دی چې په یوه قومي جرګه کې یې د دغې سارایي محکمې پریکړه کړې ده.
د بلوچستان ایالتي حکومت دا یو "بوږنونکی" جنایت بللی او د ترهګرۍ د تور قضیه یې ورته پرانستې ده.
د پاکستان په لرې پرتو سیمو کې وخت نا وخت د پت په نوم دغسې تاوتریخوالي کیږي.
ټرمپ په ابوظبۍ کې بې برخه لیکه افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې، خو دا ژمنه له وخته (تیره) ده

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده عربي امارتو ته تخلیه شويو افغانانو سره به مرسته کوي، خو یوشمېر دغه افغانان بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي.
ټرمپ پرون پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشل تروټ دا خبره وکړه.
رویټرز نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوه اطلاعاتي سیستم په حواله ویلي، یوشمېر افغانان د ابوظبۍ له کمپه بیرته افغانستان ته لیږل شوي او ځینو نورو ته هم دا ژمنه له وخته تېره ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته شاوخوا ۱۷ زره افغانان متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځایه امریکا ته لیږدول شوي، خو شاوخوا ۳۰ تنه د اماراتو په یوه کمپ کې بې برخه لیکه پراته وو.
د رویټرز معلومات ښيي چې د دغو دیرش تنو له ډلې دوه کورنۍ د جولای په سر کې بیرته افغانستان ته لېږدول شوي او متحده عربي اماراتو یې معلومات امریکایي لوري ته ورکړي دي.
د همدې پلان له مخې ټاکل شوې وه پرون یکشنبه ۲۵ تنه نور افغانان هم له اماراتو افغانستان ته ولېږدول شي، خو رویټرز وایي، دا چې دا کار به شوي وي که نه، معلومات نه دي ورکړل شوي.
د اوکراین پوځ د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې د حملو د پراخېدو خبر ورکوي

د اوکراین پوځ وايي، روسیې د دې هېواد پر ختیځو سیمو حملو ته زور ورکړی او وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ په یوه ورځ کې له سلو زیاتې نښتې شوې دي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز پرون یکشنبې په یو بیان کې وویل چې پرون یې د ورځې په اوږدو کې د روسیې له خوا د ۱۲ حملو راپور ترلاسه کړ.
په بیان کې راغلي چې په دې ترڅ کې د اوکرایني ځواکونو پر سنګرونو۷۱ رهبري شوي بمونه غورځول شوي دي. دا ارقام خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.
د اوکراین پوځ وايي، د دې حملو ډېر تمرکز د پوکروفسک ښار پر شاوخوا وو چې د روسي ځواکونو قطعو له بېلابېلو اړخونو ۳۶ حملې پرې وکړې.
پوکروفسک د دونېڅک ښار په لویدیځ کې مهم ستراتیژیک ښار دی چې له څو میاشتو راهیسې درنې جګړې پکې روانې دي او اوس تقریبا ټول ویجاړ شوی دی.
ایران او درې اروپايي هېوادونه د جمعې په ورځ په استانبول کې خبرې کوي

په پام کې ده د ایران، برتانیا، فرانسې او جرمني استازي د راروانې جمعې په ورځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون دا خبر ورکړ.
اروپايي قدرتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که ایران خبرو ته کېنني، نو دا احتمال شته چې نور نړیوال بندیزونه پرې ولګول شي.
د ایران دولتي رسنیو د ښاغلي بقايي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د ایران، برتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ دا خبرې به د ترکیې په استانبول ښار کې او د بهرنیوچارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه وي.
دا خبرې په داسې حال کې پلان شوې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو او امریکا له حملو وروسته د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې د دې دریو هېوادو او همداراز د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر، د پڼجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیوچارو له وزیر عباس عراقچي سره ټلفوني خبرې وکړې.
آی، سي، سي؛ په بهر کې دېره د افغان نجونو د کرکټ لوبډله به په راروانو دوو مهمو لوبلړیو کې ګډون وکړي

د کرکټ نړیواله شورا ICC وايي د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبډلې غړې به چې اوس مهال په بهر کې اوسي، په راروانو دوو مهمو لوبلړیو کې ګډون وکړي.
د ICC د بېګانۍ اعلامیې له مخې په پام کې ده چې دا لوبغاړې په هند او سریلانکا کې د ۲۰۲۵ کال د ښځو د کرکټ په نړیوال جام او همداراز په برتانیا کې د راتلونکي کال د ښځو په شل اووریز نړیوال جام کې برخه ولري.
د کرکټ نړیوالې شورا په سنګاپور کې په خپل کلني کنفرانس کې دا پرېکړه کړې او د دې اقدام هدف یې د افغان ښځو ملاتړ بللی دی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار او همداراز ورزشي لوبو او لوبغالو ته د هغوی پر ورتګ هم محدودیتونه ولګول.
د پکتیا په زرمت کې یوه ښځه او یو نارینه په دُرو ووهل شول

طالبانو پرون د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه په درو ووهل.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا کسان د هغه څه په خاطر چې نامشروع اړیکي بلل شوي، په عام محضر کې په ۳۵ درو وهل شوي دي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې دواړه تورن په ۱۸ میاشتې حبس هم محکوم شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ تېره میاشت وویل چې په روان کال کې د طالبانو له خوا د علني سزاګانو د تطبیق په مواردو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
نن او سبا د هېواد په ځینو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل

د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکوي چې وايي نن دوشنبې او سبا سه شنبې د کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان او ولایتونو په ځینو سیمو کې د بارانونو او واورو د ورېدو امکان شته.
نوموړی وزارت د کوزنیو سیمو له اوسېدونکو غواړي چې د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړېدو پرمهال دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.