د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۳

خبرونه

زلمی خلیل‌زاد قطر ته تللی

د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد قطر ته تللی.

زلمی خلیل‌زاد په داسې وخت کې قطر ته روان شوی چې ټاکل شوې ده په لنډ وخت کې په دې هېواد کې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

په همدې حال کې حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي د افغانستان مرکچي پلاوی نن قطر ته لاړ شي. د خلیل‌زاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړی استازی سیمې ته د دې لپاره تللی چې د سولې د خبرو له ژر پیلېدو سره مرسته وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر: د USAID درې اتیا سلنه پروګرامونه لغوه کوو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو نن اعلان وکړ چې د امریکا حکومت له شپږو اونیو څېړنو وروسته د متحدوایالتونو د نړیوال پرمختګ د ادارې USAID ۸۳ سلنه پروګرامونه لغو کوي. ښاغلي روبیو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي هغه ۵۲۰۰ قراردادونه چې د لغو کېدو پرېکړه یې شوې، لسګونه میلیارد ډالر پر هغو چارو لګوي چې امریکا ته یې ګټه نه رسېږي او حتی په ځینو مواردو کې زیان وراړوي.

روبیو زیاتوي چې پاتې نور نژدې زر پروګرامونه به له کانګرس سره تر سلامشورو وروسته په اغېزمن ډول د بهرنیوچارو وزارت له خوا تطبیق شي.

ولسمشر ډونالډټرمپ د جنوري په شلمه د لوړې له مراسمو وروسته په یوه اجرايي فرمان کې د نوي ورځو لپاره د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ایلان مسک په مشرۍ د حکومتولۍ د اغېزمنتوب له ادارې څخه مننه کړې ده. دې ادارې ته د دولتي لګښتونو د کمولو دنده ورسپارل شوې ده.

ایران: د خپل اټومي پروګرام په اړه به د واشنګټن تر فشار لاندې خبرې ونه کړو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

ایران وايي چې د خپل اټومي پروګرام د لانجې په اړه به د واشنګټن تر فشار او ګواښ لاندې خبرې ونه کړي. تهران دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د عراق له لوري له ایران څخه د بریښنا پر پېرلو د معافیت په لغو کولو سره پر تهران فشار زیات کړی دی.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، موږ تر فشار او ګواښ لاندې مذاکرات نه کوو.

له دې یوه ورځ مخکې په ملګروملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوه بیان کې پخلاینه ترې احساسېده، وویل، تهران د خپل اټومي پروګرام له پلوه د اندېښنو د لیرې کولو لپاره ښايي مذاکراتو ته مخه کړي. ولسمشر ټرمپ د کب یا حوت په ۱۶مه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، له ایران سره د دې لپاره چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي دوه لارې شته یا توافق او یا پوځي لاره.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام په روزنیز کمپ کې برخه اخلي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله نن د دوشنبه (د مارچ ۱۰مه) تایلینډ ته لاړه ترڅو د ۲۰۲۵ کال د اسیا جام په روزنیز کمپ او سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هیواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د سیالۍ په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره ده.

د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام، چې د تایلینډ په کوربه توب ترسره کېږي، راتلونکې پنجشنبه، د مارچ په ۲۰مه پیل کېږي.

په ارجنټاین کې د بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي

چارواکي وايي چې د ارجنټاین په ختیځ ساحل کې په یوه ښار کې د سختو بارانونو له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي دي.

د ژغورنې ټیمونه پرون د لسګونو ورکو شویو کسانو په لټه کې وو، چې په کې دوه نجونې او دوه لویان شامل وو.

چارواکو د یکشنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) وویل چې د باهیا بلانکا په ښار کې باران د جمعې په ورځ پیل شو.

په دې ښار کې د باران کچه ۳۰۰ ملي متره راپور شوې ده.

د ژغورنې ډلو د ارجنټاین د پلازمینې بوینس آیرس په جنوب کې له دې ښار څخه له ۱۴۵۰ څخه ډیر خلک ایستلي دي.

د یوه سیمه ییز روغتون ناروغانو په دې کسانو کې شامل وو.

د ټرمپ استازی: د یرغمل شویو د ازادۍ په اړه له حماس سره خبرې 'ډېرې ګټورې وې'

د امریکا هغه استازی چې له حماس سخت دريځې ډلې سره یې مستقیمې خبرې اترې کړې دي، وايي چې دغه خبرې ډېرې ګټورې وې او باور لري چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره به په څو اونیو کې یوه موافقه وشي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.

د یکشنبې په ورځ (د کب په ۱۹مه) له سي این این سره په خبرو کې، ادم بوهلر وویل چې د حماس سره د هغه د لیدنې هدف د دې ډلې په وروستي اهدافو ښه پوهیدل او د جګړې د پای ته رسولو هڅه کول وو.

هغه له ډلې سره د نورو غونډو امکان رد نه کړ.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل په یوه برید کې ۲۵۱ کسان یرغمل کړل، چې ځینې امریکایان هم پکې شامل وو.

اټکل کیږي چې په غزه کې ۵۸ یرغمل پاتې دي.

د حماس د دې برید په ځواب کې، اسراییل پر غزه خپل بریدونه پیل کړل.

په غزه کې تر ۱۵ میاشتو زیاتې جګړې په لړ کې، لسګونه زره خلک ووژل شول او د سیمې ډیر خلک بې ځایه شول.

د اوربند لومړی پړاو، چې په ترڅ کې یې د سلګونو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یو شمېر یرغمل شوي کسان خوشې شول، د روانې میاشتې په پیل کې پای ته ورسېد، او د اوربند د دوهم پړاو په اړه لا هم کومه موافقه نه ده شوې.

د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال ازاد شول

عکس ارشیف
عکس ارشیف

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، پرون یکشنبه د (کب ۱۹) مه د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال له بنده خوشې او خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نيول شوي وو او ۵ تر ۲۵ میاشتو پورې بنديان وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.

پاکستان په دې وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده چې د استوګنې اسناد نلري.

اسلام آباد په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.

د جمعې په ورځ، د مارچ په ۷مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.

بدخشان کې د تښتول شوي ماشوم مړی موندل شوی

بدخشان کې تښتول شوی ماشوم، ارشیف
بدخشان کې تښتول شوی ماشوم، ارشیف

له بدخشان ولايت څخه ځايي سرچينې وايي، د عثمان نومي لس کلن ماشوم، چې دوه مياشتې وړاندې تښتول شوی و، مړی موندل شوی دی.

د سرچينو په وينا، عثمان د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د دې ولسوالۍ له ښار وحدت سيمې څخه تښتول شوی و..

په بدخشان کې د طالبانو د پوليسو وياند احسان‌الله کامګار، د دې پېښې پخلی کړی او ويلي یې دي چې د دې ماشوم د قتل په اړه يې پلټنې پيل کړې دي..

د راپورونو له مخې، تښتوونکو د دې ماشوم د تښتونې په موده کې د عثمان له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه، خو کله چې يې غوښتل شوې پيسې ترلاسه نه کړې، نوموړی يې وژلی او د بدن ځینې غړي یې ترې پرې کړي دي.

د دې ماشوم کورنۍ د پېښې پخلی کړی او له اړوندو ادارو څخه يې د عاملانو د فوري نيولو او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

الشرع: د ملکي کسانو د ګڼ وژنې پیښې په اړه به پلټنې کیږي

د سوریې اوسنی مشر احمد الشرع
د سوریې اوسنی مشر احمد الشرع

د سوریې نوي مشر احمد الشرع د ده د ځواکونو له خوا د ملکي علویانو د ډله ییزې وژنې له راپورونو وروسته، د ځواب ویلو او څیړنو ژمنه وکړه.

دغه ډل وژنه د بشار الاسد د حکومت له ړنګېدو او سوریه کې د نوي حکومت له راتګ وروسته د ملکیانو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو خونړۍ پیښه بلل شوې ده.

د سوریې د بشري حقونو یوې ډلې نن دوشنبه ( د کب شلمه) ویلي چې د مارچ له شپږمې راهیسې د سوریې د امنیتي ځواکونو یا دولت پلوه ملیشو له خوا ۹۳۷ ملکیان وژل شوي دي.

دغه ډل وژنه د اقلیت علویانو په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال شوې.

دا هغه سیمه ده چې د سوریې پرزیدلی ولسمشر بشار الاسد پورې اړوند ده او هلته د هغه پلویان هم اوسیږي.
تازه تاوتریخوالی وروسته له هغه زیات شو چې تېره سه شنبه د بشار اسد وفاداره ځواکونو د سوریې د نوي دفاع وزارت دوه پوځیان د لاذقیه ښار په الدعتور سیمه کې ووژل.

تر دې پېښې وروسته د سوریې د نوي حکومت ځواکونو او ملاتړو وسله والو په یادو سیمو کې د د اسد د حکومت د پاتې شونو د تصفیې په نوم پراخ عملیات پيل کړل.

سعودي د اوکراین د سولې د بل پړاو خبرو کوربه دی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جدې ته روان شوی

د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په پار د سعودي غونډه، ارشیف
د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو په پار د سعودي غونډه، ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اوکراین د سولې په خبرو کې د ګډون په هدف تېره شپه سعودي عربستان ته روان شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ( Tammy Bruce ) ویلي، روبیو به جده کې د دریو ورځو په مخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر هغو اهدافو تمرکز وکړي چې له مخې یې غواړي اوکراین کې د روسیې جګړه ختمه شي.

دا په جده کې د اوکراین د جګړې په اړه دویم پړاو خبرې دي.

لومړي پړاو خبرو کې که څه هم اوکرایني چارواکي حاضر نه و، خو فرانس پریس ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي دا ځل ویلي چې د جدې خبرو کې به ګډون وکړي.

د اوکراین د سولې په اړه غونډه داسې مهال جوړیږي چې تېره اونۍ د امریکا حکومت له اوکراین سره پوځي مرستې او دغه راز استخباراتي معلوماتو شریکول وځنډول.

هند د کرکټ اتلانو جام وګاټه

هندي لوبغاړي
هندي لوبغاړي

د هندوستان د کرکټ ملي ټیم نن د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له نیوزیلند سره مخ شوی وو.
په پایلوبه کې نیوزیلند ۲۵۲ منډې هدف ورکړی وو.

هند وتوانېد په وروستي اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف ته ورسیږي.

په دې ترتیب هندوستان د چمپینز ټرافۍ اتلولي وګټله.

په دا وار چمپینز ټرافي کې چې د پاکستان په کوربه توب وشوه او د هند لوبې په دوبۍ کې پلان شوې وې افغانستان هم برخه اخیستې وه.

افغانستان که څه هم نسبتاً ښې لوبې وکړې خو د باران په سبب یې له اسټرالیا سره مهمه لوبه مساوي شوه چې په سبب یې افغان ټیم له مخکې تګه پاتې راغی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG