خبرونه
سویتلانا څیخانوسکایا: بیلاروس په ژور سیاسي بحران کې ښکېل دی
په بیلاروس کې جمهوري ریاست ته د اپوزیسیون کاندیدې سویتلانا څیخانوسکایا ویلي چې هېواد يې په ژور سیاسي بحران کې ښکېل دی او د الکساندر لوکاشینکا حکومت د خپلو خلکو غږ نه اوري.
هغې پرون وویل چې بیلاروس بدل شوی او خلک یې بیدار شوي دي.
هغې ویلي چې دالکساندر لوکاشینکا رژیم باید په دې وپوهېږي چې د بیلاروس خلک نور له خپله دریځه نه شاته کېږي.
هغې تردې مخکې، د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتنه کړې چې د بیلاروس د لانجې د پای ته رسولو لپاره مرسته وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي
۲۱کسان نن یکشنبې په کابل کې په درو وهل شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د ابتدايي محکمې د پریکړې له مخې دغه ۲۱کسان د مخدره توکو او الکولي مشروبات د خرڅلاو په تور په درو وهل شوي دي.
د محکمې د اعلان له مخې، تورن کسان له لسو تر ۳۹ درو وهل شوي او له ۷ میاشتو نیولې تر دریو کالنو په زندان محکوم شوي.
د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو عملي کیدل پراخ غبرګونه راپارولي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو پلي کیدل د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو نقض دی.
خو طالبان وايي، دا شرعي امر دی او پر پلې کیدو يې تاکید کوي.
بدخشان کې په ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو د دغه ولایت د سیمه ییز سرچینو په حواله لیکي،" پېښه نن یکشنبې سهار شوي ده".
په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د موټروانو بې احتیاطي د ډیرو ترافیکي پېښو لوی لاملونه دي.
پاکستان؛ کندهار کې مو د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي، خو مجاهد وايي، د معتادینو روغتون په نښه شوی
پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار ښار د تیرې شپې په بریدونو کې يې پوځي تاسیسات او د "ترهګرو پټنځایونه" په نښه کړي دي.
فرانس پریس خبري اژانس د پاکستاني پوځي سرچینو په حواله نن یکشنبې د (مارچ۱۵مه) لیکلي، "کندهار کې د تخنیکي ملاتړ او فني تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه شوي دي".
وړاندې راغلي،"په دغو بریدونو کې هغه تونل هم په نښه شوی چې د افغان او پاکستاني (ټي ټی پي) طالبانو له خوا کارول کیده".
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بریدونو په تایید سره ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونو په کندهار کې د معتادینو د درملنې پر روغتون او یو خالي کانتنر بریدونه کړي دي.
د مجاهد په ټکو، "بریدونو ځاني او مالي تلفات نه درلودل".
پرون شنبې یو شمیر پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه يې هدف ګرځېدلې ده.
څه باندې دوه اونۍ کیږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه روانه ده.
زلنسکي؛ هیله من یم د ایران جګړه د اوکراین د هېریدو لامل نه شي
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي،"هیله من یم چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د دې سبب نشي چې ولسمشر ټرمپ اوکرایین هیر کړي".
څه باندې دوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو پر ایران برید کړی او ایران يې په ځواب کې پر منځني خیتځ هېوادونو بریدونه کوي.
زلنسکي چې خبریالانو سره خبرې کولی وویل،"په دې کې شک نشته چې د امریکا ټول پام منځني خیتځ او ایران ته دی، خو موږ نه غواړو چې امریکایان له لاسه ورکړو".
د هغه په ټکو، اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو په له منځه وړلو کې ځانګړې مهارت لري او "پر خپلو متحدانو يې غږ کړی چې په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي".
د راپورونو له مخې، اوکرایین په منځني خیتځ کې د جګړې له پیل راهیسې د بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو یو شمیر متخصصان سیمه ته استولي دي.
زلنسکي پرون شنبې رویترز خبري اژانس سره مرکه ویلي و،" د متخصصانو د مرستې په بدل کې پیسې او تکنالوژي غواړو".
ټرمپ؛ له ایران سره توافق نه کوو، ځکه لا یې شرایط برابر نه دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، "ایران غواړي چې هوکړه وشي، خو زه نه غواړم چې داسې یوه هوکړه وشي، ځکه لا شرایط په کافي اندازه ښه نه دي".
هغه دا خبره شنبې ناوخته د ان بی سي نیوز سره په یوې ۳۰ دقیقې تلفوني مرکه کې کړې ده.
ټرمپ له ایران سره د جګړې د پایته رسولو په اړه د احتمالي هوکړې د شرایطو د پوښتنې په ځواب کې وویل،" نه غواړم هغه تاسې ته ووایم". خو هغه تایید کړه چې په بشپړه توګه د ایران د اټومي پروګرام دریدل به د هوکړې برخه وي.
ولسمشر ټرمپ وړاندې په دې مرکه کې ویلي، دا لا روښانه نه ده چې ایران په هرمز تنګي کې ماینونه کرلي او کنه.
د هغه په ټکو،"موږ د هرمز تنګي د پاکیدو په حال کې یو او باورمند یم هغه هېوادونه به هم ډیر ژر له موږ سره یو ځای چې د تیلو په انتقال کې له ستونزو سره مخ شوي دي".
ایران د جګړې له پیل راهیسې د هرمز تنګی چې د نړۍ یو پر پنځمه برخه تیل ترې تیریږي د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلی دی.
اوسمهال د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې په بې سارې کچه لوړې شوي دي.
کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ ادعاوې شوي چې د ملا هیبت الله اړوند ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځول شوې
د شنبې شپې ناوخته په کندهار ښار باندې د پاکستان د هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالب چارواکو په حواله تایید کړې چې په کندهار کې په دیارلسمه ناحیه بریدونه شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اخوا بیا د پاکستان حکومت پلوه ځینو ټولنیزو پاڼو ادعاوې کړي چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځېدلې.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کویټه کې ځینې مراکز د ډرون بریدونو هدف وګرځول.
طالبانو هغه بریدونه په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار د پاکستان د جمعې شپې د بریدونو په غبرګون کړي وو.
پاکستان کې د امریکا سفارت د کارکوونکو تګ راتګ او فعالیت محدودیت کړی
امریکا متحده ایالتونو په پاکستان کې د خپل سفارت او ټولو قنسولګریو د کارکوونکو په تګ راتګ یو لړ محدودیتونه لګولي دي.
په پاکستان کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي چې هلته پلان شوي لاریونونه څاري او د لویو راټولیدنو، ګڼې ګوڼې، ټرافیکي ازدحام او په سیمه کې د مبایل خدماتو او انټرنېټ د ممکنه اختلال امکان موجود دی.
دغه سفارت ویلي چې د مارچ تر پنځلسمې به په ټولو استازولیو کې د امریکايي کارکوونکو تګ راتګ محدود وي.
د امریکا سفارت همداراز د مارچ تر شلمې د کډوالۍ او غیر مهاجرتي ویزو لپاره ټول له مخکې پلان شوي وختونه لغوه کړي او ویلي یې دي چې اغېزمنو کسانو ته به لارښوونې د ایمیل له لارې ولیږل شي.
په ایران د امریکا د برید او د ایران د مخکیني رهبر علي خامنه يي د وژنې په غبرګون د مارچ په لومړۍ قهرجنو شیعه مظاهره چیانو په کراچۍ کې د امریکا په سفارت برید وکړ.
په غبرګون کې یې د قنسولګرۍ امنیتي ساتونکو پر مظاهره چیانو ډزې وکړې چې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.
تر هغه را وروسته په کراچۍ او لاهور کې د امریکا ټول قنسولي خدمات ځنډول شوي.
همداراز په پېښور کې هم د امریکا جنرال قنسولګري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو ماموریتونو د تنظیم د پروګرام په چوکاټ کې د تل لپاره تړي.
د ټرمپ تازه ګواښ: د هرمز تنګي د ساتنې او پرانیستنې لپاره به نور هېوادونه هم جنګي بیړۍ واستوي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره به نور هېوادونه هم خپلې جنګي بېړۍ واستوي.
هغه دا خبره په خپله ټولنیزه شبکه تروث سوشیال کې شنبه لیکلې.
ولسمشر ټرمپ ویلي ګڼ هېوادونه په تېره هغه چې د ایران له لوري د هرمز تنګي د تړلو له هڅې اغېزمن شوي د امریکا تر څنګ به خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته واستوي څو دا لار پرانیستې او خوندي پاتې وي.
هغه د چین، فرانسې، جاپان، جنوبي کوریا او بریټانیا نومونه یاد کړل چې غواړي سیمې ته جنګي بیړۍ واستوي.
ټرمپ همداراز ګواښ وکړ چې امریکامتحده ایالات به ساحلي لیکې په کلکه بمبار کړي او په دوامداره توګه به ایراني بیړۍ او کښتۍ په سمندر کې هدف وګرځوي.
ایران د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تېرېدو په اړه خبرداری ورکړی او غواړي په دې اوبیزې لارې چې د نړۍ یو پر پنځمه برخه تېل تیریږي ماینونه کینوي.
امریکا د ایران ګڼې ماین اېښېدونکې کښتۍ هم هدف ګرځولي او له منځه وړې دي.
هند پر افغان خاوره د پاکستان بمباري غندلې
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼو ملکیانو د وژنې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندي.
دغه وزارت د ویاند رندیر جیسوال په حواله په یوه بیان کې د شنبې ناوخته لیکلي: «دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي.»
په دغه بیان کې هند ټينګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.
د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي.
د راپورونو له مخې ګڼو افغان ملکیانو ته په دغو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې.
ځینې هستوګن کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ او کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د کام ایر د ملکي هوايي شرکت د تېلو ډیپوګانې سوځېدلي چې شاوخوا شپږ سوه ټنه تېل پکې له منځه تللي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې په بریدونو سره د افغان طالبانو مهم مراکز او د ټي ټي پي روزنیز کمپونه هدف ګرځولي.
د رسنیو ملاتړي: پاکستان دې د افغان خبریالانو نیول او ځورول ودروي
د رسنیو د ملاتړ دریو سازمانونو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته یو ګډ لیک لیکلی او له هغه یې غوښتي چې د افغان خبریالانو اخراج ودروي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې، د خبریالانو د خوند کمیټې او د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ په لیک کې ویل شوي چې د فبروري له ۲۷مې راهیسې پر افغان خبریالانو فشار زیات شوی دی.
سازمانونو له پاکستان څخه وغوښتل چې ټول هغه خبریالان خوشې کړي چې یوازې د افغان کډوالۍ حیثیت یا تابعیت له امله نیول شوي دي.
دوی هغه خبریالان دي چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت پاکستان کې دیره دي.
نړیوالو سازمانونو دا هم وویل چې دوی چمتو دي چې د رغنده حل لارو موندلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره کار وکړي.
پداسې حال کې چې د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول لیک ته ځواب نه دی ویلی، په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.