د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

امنیتي مسئولین: فاریاب کې ۴۶ وسله وال طالبان وژل شوي


آرشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال
آرشیف، افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال

په فاریاب کې حکومتي چارواکي وايي چې د قیصار لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال او د هغوی د سرې قطعې قوماندان زخمیان شوي دي.

د شاهین د ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون د سېپټېمبر په۴مه د ازادي راډيو ته وویل چې قیصار ولسوالیو د امنیتي ځواکونوپه لاس کې ده او کوماندو قواوې ور رسېدلي دي.

محمد حنیف رضايي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د جوزجان، بادغیس، غور، بغلان او هلمند وسله والو طالبانو له څو خواو پر قیصار حمله کړې وه خو له شدید مقاومت سره مخامخ شو.

محمد حنیف رضايي وویل چې ۴۶ طالبان وژل شوي او ۳۷ تنه زخمیان شوي دي.

رضايي زیاته کړه: "امنیتي او دفاعي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او د سیمې په پاکولو لګیا دي، اوسمهال، عملیات په شدت روان دي."

وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG