خبرونه
بدخشان کې ټرافیکي پېښې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په بدخشان ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې دوه کسان مړه او ۶ نور ټپیان کړل.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا اله روحاني ازادۍ راډیو ته وویل، پېښه نن په یفتل پایین ولسوالۍ کې شوې ده:
هغه زیاته کړه: "یوه سراچه ډول موټر غوښتل له سورن کلي یو ناروغ د یفتل پایان ولسوالۍ مرکز ته ولېږدوي، چې له بده مرغه موټر له لارې اوښتی دی."
په مړو کې یو ماشوم او یوه ښځه ده.
د سړکونو تنګوالی، د چلوونکو بېغوري او د ټرافیکي قوانینو نه رعایت په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي عمده علت ګڼل کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روسي چارواکي: روسیه به له اوکرایین سره د اوربند پر موضوع غور وکړي

روسیې د اوکراین او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د اوربند وړاندیز ته محتاطانه غبرګون څرګند کړ.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف پرون وویل چې روسیې چارواکي به پر دې موضوع غور وکړي او په دې برخه کې د امریکا د مذاکره کوونکو له لورې د تفصیلاتو اوریدو ته په تمه دي.
روسیه هیلمنه ده چې په راتلونکو ورځو کې به د روسیې او امریکا د متحد ایالتونو ولسمشران په ټیلفون خبرې سره وکړي.
د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ د خبرو په ترڅ کې موافقه وشوه چې د کییف او ماسکو ترمنځ د دیرش ورځو په مخه اوربند وشي.
بریټانیايې دوه روسي ډیپلوماټانو ته ویلي چې د بریټانیا له خاورې ووځي

بریتانیا یوه روسي دیپلومات او د یوه دیپلومات میرمنې ته ویلي دي چې له بریتانیا ووځي.
د برتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې دوی د اونۍ په پیل کې په ماسکو کې د برتانیا د سفارت د دوو مامورینو د اخراج په غبرګون کې دې روسانو ته د وتلو امر کړی دی.
اسوشیتد پریس اژانس څرګندوي چې تر اوسه له بریتانیا څخه د دې دوو روسانو د وتلو نیټه نه ده مشخصه شوې.
د ورښتونو او سیلونو له کبله تیره یوه میاشت کې اتیا تنه مړه شوي دي

په افغانستان کې د یوې میاشتې د ورښتونو او سیلونو د قربانیانو شمیر اتیا تنو ته رسیدلی دی.
د طالبانو تر واک لاندې طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت ادارې ویاند جانان سایق پرون په کابل کې رسنیو ته دا خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې د ورښتونو او سیلونو له امله د یوې میاشتې په موده کې تر سلو ډیر کسان ټپيان شوې هم دي.
طبیعي پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت د ادارې په وینا د ورښتونو له امله تر یو زر اته سوه ډیر کورونه د څه باندې څلورو اونیو په ترڅ کې وران شوې او نژدې درې زره جریبه زراعتي مځکه ویجاړه شوې ده.
سیګار: له افغانستان سره د امریکا ځینو مرستو کې د بشپړې څارنې تګلارې نشته

په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره ( سیګار) وایي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا ځینې مرستې د بشپړې څارنې تګلارې نه لري.
سیګار په یوه راپور کې چې د مارچ په لسمه خپور شوی د بیلګې په ډول د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) او د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) یادونه کړې چې ګواکې مرستو کې یې د څارنې ډاډمنې تګلارې نشته.
سیګار په خپل دغه راپور کې د اتلسو نړیوالو ادارو سره چې امریکا په افغانستان کې ورسره د بشري مرستو په هدف پیسې ورکړي، د نهو نړیوالو ادارو پلټنه کړې.
د دغې ادارې په وینا، په اکثرو دغو سازمانونو کې د روڼوالي او څارنې تګلارې په نظر کې نیول شوي، خو زیاته کړې ده چې د صلاحیتونو د محدودیتونو او د ادارې د نه فعالیت له کبله د حکومت له خوا څارنه په کې د پام وړ کمه شوې ده.
د راپور د موندنو له مخې امریکا د طالبانو له بیاواکمنۍ څخه د ۲۰۲۳ کال تر سپتمبر پورې افغانستان کې همدې مرسته کوونکو ادارو ته څه باندې درې میلیارده ډالر لیږلي دي.
سیګار دې احتمال ته هم اشاره کړې چې د څارنې د بشپړ چوکاټ د نشتون له کبله ممکن طالبانو له دې مرستو ګټه اخیستې وي.
سیګار د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان سره د خپلو مرستو څارنه باید ډاډمنه کړي.
د پاکستان پوځ: د برمته شویو پوځیانو او ملکیانو د ژغورنې عملیات پای ته رسیدلي

د پاکستان د پوځ چارواکي وایي چې دوی د بلوڅ بیلتونپالو له منګولو څخه برمته شوي پوځیان او ملکیان ازاد کړي او په دې برمته نیونه کې ښکیل ټول۳۳ وسله وال یې وژلي دي.
رویټرز تېره شپه ناوخته د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چوهدري په حواله دغه خبر ورکړی او هغه ویلي چې د ژغورنې عملیات ډير په احتیاط ترسره شوي دي.
چوهدري تایید کړې چې ۲۱ برمته شوي او څلور امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.
د بلوچستان د ازادۍ پوځ( بي ایل اې) چې ریلګاډی او په منځ کې یې سپرلۍ برمته کړي وو، تیره شپه ادعا وکړه چې دوی لاهم په جګړه دي، ترسلو زیات برمته ورسره دي او تر پنځوسو ډير برمته کسان یې تر اوسه وژلي دي.
خپلواکو سرچینو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلوڅ بیلتونپاله: پنځوس یرغمل مو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې وژلي دي

بوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچستان لیبریشن ارمي" ادعا کړې چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ځواب کې یې پنځوس یرغمل شوي کسان وژلي دي.
دغې ډلې نن چهارشنبې خبرداری ورکړی که حکومت په شلو ساعتونو کې د بندیانو د تبادلې وړاندیز و نه مني، نو ۱۵۰ نور یرغمل به هم ووژني.
د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینو ویلي، پوځي عملیات پای ته رسېدلي او یرغمل شوي کسان خوشي شوي دي.
بل پل، د پاکستان پوځي چارواکو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ۳۲ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سیمې ته د نه رسیدو له امله د دواړو لورو د ادعاوو تاییدول ستونزمن دي.
د بلوچستان لبریشن ارمي سره تړلو جنگیالو د سه شنبې په ورځ د جعفر ایکسپریس په اورګاډي حمله وکړه چې په سلگونو مسافر پکې سپاره وو او مسافر یې یرغمل کړل.
دغې ډلې ادعا کړې وه چې دغه اورګاډی پاکستاني پوځیان او وسله وال لېږدول.
بې پولې ډاکټرانو ټولنه: د شري ناروغۍ له کبله هره ورځ یو ماشوم مړي

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، د ۲۰۲۵ کال له پيله نژدې هره ورځ یو ماشوم د بلخ، هرات، او هلمند په روغتونونو کې د شري یا سرخکان له کبله مري.
د دغه سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د مړینې دغه شمېر د تېر کال همدې مودې پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
یاد سازمان ویلي چې د شري له کبله د ماشومانو دا مړینه د اندیښنې وړ ده.
په راپور کې د د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو د استازي میکاییل لي پای په حواله راغلي چې د واکسین تطبیق د شري د مخنیوي یوازنۍ لاره ده.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د شري نژدې ۶۵ زره پیښې ثبت کړي دي.
ایټالیا له افغان کډوالو سره د ۴میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، ایټالیا د افغان کډوالو د بیرته ستنېدنې د ملاتړ په هدف د نژدې ۴ میلیونه ډالرو مرسته ورسره کړې ده.
دغه سازمان نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایتالیا د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلې يې دي، دا پيسې به د ایران او پاکستان پولې په اوږدو کې د ۲۵ زره ستنېدونکو کډوالو پر لاسنیوي ولګول شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته داسې یوه حالت کې شوې ده چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تيزه شوې او دا دواړه هېوادونه پلان لري چې د سږکال ترپایه ګڼ شمېر نور کډوال هم وباسي.
د کډوالۍ سازمان مخکې ویلې و، ایران تېر ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۱۲ لکه بې اسناده افغان کډوال ایستلي دي.
د راپورونو له مخې پاکستان هم سلګونه زره افغانان افغانان تېرو څو کلونو کې ایستلي دي.
پر کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته، د تریاکو بیه لوړه شې ده

د کوکنارو پر کر د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته په افغانستان کې د تریاکو بیه په ۲۰۲۴ کال کې تېرو دوو کلونو ته په کتو زیاته شوې ده.
د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د دفتر د هغه راپور پر بنسټ دغه خبره کړې ده چې نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) یې خپور کړی دی.
د دغه راپور له مخې دا مهال د یو کیلو تریاکو بیه ۷۵۰ ډالره ده، خو راپور کې یې پخوانۍ یا ټیټه بیه نه ده یاده شوې.
وړاندې راغلي، کله چې طالبانو ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، نو ورسره سم د تریاکو عرضه کمه او بیه یې لوړه شوه.
دغه راپور کې راغلي چې ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د تریاکو زیرمه شاوخوا ۱۳ زره او ۲۰۰ ټنه وه چې په بالقوه ډول تر ۲۰۲۷ کال پورې د نړۍ د تریاکو اړتیا ته ځواب وایي.
روسي سرچینې: پوتین د امریکا هغه وړاندیز ته لیواله نه دی چې له مخې، له اوکرایین سره دیرش ورځینی اوربند کیږي

روسي سرچینو ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د دیرش ورځني اوربند په تړاو د امریکا د وړاندیز عملي کولو ته لیواله نه دی.
رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د دغو سرچینو په حواله ویلي چې د اوربند په اړه هر ډول هوکړه کې باید په جګړه کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنې لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د اوربند دغه وړاندیز ته چمتوالی ښودلی او له دې سره امریکا هم بیرته د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو د شریکو د بیا پيل ډاډ ورکړی دی.
رویټرز سره په خبرو کې روسي سرچینو ویلي، پوتین د اوکراین په جګړه کې بر لاس لري، ځکه د دغه هېواد یو پر پنځمه برخه خاوره یې په ولکه کې ده.
په اوکراین کې د امریکا له خوا د دیرش ورځني اوربند وړاندیز پرون د سعودي عربستان په کوربه توب خبرو کې وشو، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، روسیې نن سهار د اوکراین په مرکزي برخو توغندیز بریدونه کړي چې مرګ ژوبله هم لري.