خبرونه
زابل پولیسو د څه د پاسه پنځوس کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه نیولې

د زابل ولایت پولیسو د څه د پاسه پنځوس کیلوګرامه نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله.
د زابل ولایت پولیسو (۱۵) کیلوګرامه هیرویین، (۲۵) کیلوګرامه ښیښه او څه د پاسه (۱۹) لېټره تیزاب نیولي چې د خوراکي شیانو په کڅوړو کې پټ ايښودل شوي وو.
د زابل ولایت امنیه قومندان حکمت الله کوچي رسنيو ته ویلي، په پام کې وه دا نشه يي مواد له زابل ولایت څخه کابل ته قاچاق شي چې په کلات ښار کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول.
د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه هم نیول شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا شارژدافیر وايي د ولسمشر ټرمپ نوی فرمان د بهرنیو هیوادونو د بی دلیله توقیف څخه د امریکایي اتباعو د ساتنې لپاره یو بې ساری اقدام دی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیر ډان براون وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی اجرایوي فرمان د بهرنیو هیوادونو د بی دلیله توقیف څخه د امریکایي اتباعو د ساتنې لپاره یو بې ساري اقدام دی.
هغه د سپتمبر په ۷مه، د یکشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې دا ډول توقیفونه به سختې پایلې ولري.
ښاغلي بروان د طالبانو د نوم اخیستلو پرته، لیکلي چې دا فرمان یو واضح پیغام رسوي چې که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی تبعه د معاملې کولو لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ یو نوی اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکوي چې هغه هیوادونه تور لیست کی شامل کړي چې په ناحقه امریکایی اتباع توقیف کوي.
تر دې مخکې ، د ټرمپ ادارې د طالبانو لخوا د نیول شوي افغان-امریکایی تبعه محمود شاه حبیبي د خوشې کولو غوښتنه کړې.
خو د طالبانو حکومت د ښاغلي حبیبي نیول چې پخواني نظام کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر و، رد کړي او ویلي یې دي چې د هغه د ځای په اړه هیڅ معلومات نلري. د ټرمپ ادارې د حبیبي د موندلو لپاره پنځه میلیونه ډالر جایزه هم اعلان کړې.
د انټرنیټ پرچاوۍ هند، پاکستان او څو نور هېوادونه متاثره کړي

په سره سمندر کې د څو سمندري کیبلونو د پرې کېدو له کبله د اسیا او منځني ختیځ په ځینو برخو کې انټرنیټي خدمتونه ورو او ګډوډ کړی دی.
د پیښې لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.
مایکروسافټ خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې کاروونکي ممکن په خپلو انټرنیټ خدماتو کې نور ځنډونه تجربه کړي.
نیټ بلاکس وویل چې بندښت هند، پاکستان او څو نور هیوادونه اغیزمن کړي او لامل یې د سعودي عربستان جدې ښار ته نږدې د نړیوالو کیبلونو زیانمنېدل دي.
سعودي او اماراتي چارواکو د بندښت تایید نه دی کړی، خو په متحده عربي اماراتو کې کاروونکو د انټرنیټ د سرعت د کمیدو راپور ورکړی دی.
سمندري کیبلونه ډیری وختونه د سمندري پیښو یا بریدونو له امله زیانمن کیږي او ترمیم یې اونۍ وخت نیسي.
په وروستیو میاشتو کې داسې اټکلونه شوي چې دا لینونه د اسراییلو په وړاندې د یمن د حوثيانو په کمپاین کې په نښه کیدی شي، که څه هم دې ډلې دمخه دا ډول تورونه رد کړي دي.
د (فلسطین لپاره د اقدام ډلې) په ملاتړ لاریون کې ۹ سوه کسان نیول شوي

د بریتانیا پولیس وایي، د " پالستاین اکشن" یا د فلسطین لپاره د اقدام ډلې د ملاتړ په خاطر د تیرې شپې له لاریون وروسته یې نژدې ۹ سوه کسان نیولي دي.
دا په یوې پیښه کې د نیولو شویو کسانو لوړ شمیر ښيي.
د فلسطین لپاره د اقدام ډله د ترهګرۍ ضد قانون له مخې په تیره جولای میاشته کې له فعالیته منع شوه.
دغه ډله تورنه ده چې د اسراییل اړوند پوځي اډو او د وسلو پر شرکتونو باندې یې بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو سازمانونه پر دغې ډلې بندیز د بیان ازادۍ محدودول بولي خو د بریتانیا حکومت وایي، دا اقدام یې د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره کړی دی او اړین دی.
د جاپان صدر اعظم د استعفا اعلان وکړ

د جاپان صدر اعظم شیګیرو ایشیبا له واکه د لرې کېدو اعلان کړی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د جاپان د دولتي ټلویزیون په حواله ویلي چې ایشیبا دغه اعلان نن یکشنبه وروسته تر هغه وکړ چې حاکم ګوند یې د تیرې جولای میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه.
رویټرز هم د یوې سرچینې په حواله د ایشیبا د احتمالي استعفا خبر ورکړی او ټاکل شوې چې نوموړی نن ناوخته خبري کانفرانس ته هم حاضر شي.
نوموړي دغه اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه وکړ چې حاکم لیبرال دیموکرات ګوند یې تیره ورځ د رهبرۍ لپاره د له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.
که د ګوند دغه غوښتنه تایید شي، دا د صدر اعظم د عدم اعتماد رایې په معنا ده.
د هغه د استعفا په اړه په ګوند کې دننه اختلافاتو د نړۍ دغه څلورم اقتصاد لرونکی هېواد له سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی.
پاکستان د افغانستان او سریلانکا د کریکټ لوبډلو کوربه توب کوي، تورنمنت د نومبر په ۱۷ پیلیږي

د پاکستان کریکټ بورد وایي، په نومبر میاشت کې د پاکستان، افغانستان او سریلانکا د درې اړخیزې شل اوریزې لوبلړۍ کوربتوب کوي.
د پاکستان د کریکټ بورد د مشرتابه غړي سمیر احمد نن یکشنبه ویلي چې د دغې لوبلړۍ هدف د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام ته چمتوالی او د مینه والو خوشحالول دي.
دغه تورنمنت د نومبر په ۱۷مه په راولپنډۍ کې د افغانستان او پاکستان په لوبې پيلیږي او ۱۳ ورځې دوام کوي.
که څه هم افغان لوبډلې د پاکستان په کوربتوب پنځه یو ورځنۍ لوبې کړي، خو دا یې لومړی ځل دی چې شل اوریزو لوبو ته ورځي.
د افغانستان کریکټ بورد هم په دغې لوبلړۍ کې د خپلې لوبډلې ګډون تایید کړی دی.
د سږکال دوهم بشپړ خسوف به نن شپه تر ډیره په اسیا کې ولیدل شي

د ځمکې سیوری به نن شپه (یکشبنې- دوشنبې ) د سپوږمۍ مخ ځکه ونیسي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ ترمینځ واقع کیږي.
کلي خسوف یا د سپوږمي نیونه به یو ساعت او ۲۲ دقیقې دوام وکړي.
دغه بشپړ خسوف به له سعودي عربستان نیولې تر فیلیپین ، له شمالي قطب تر انترکتیکا پورې او د ختیځې افریقا او لویدېځې استرالیا په ځینو برخو کې ولیدل شي.
دافریقا او استرالیا په نورو برخو او اروپا کې به جزئی خسوف ولیدل شي. د برازیل په سواحلو او الاسکا کې به هم د خسوف څه بڼې ولیدل شي.
په تیرې مارچ میاشت کې بشپړ خو لنډمهالی خسوف د امریکا په لویه وچه کې ولیدل شو.
افغانستان او پاکستان نن فاینل لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز کرکټ د درې اړخیزې لوبلړۍ په فاینل کې نن له پاکستان سره مخامخ کېږي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو د شارجي د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده. ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د لوبلړۍ د ګروپي دور وروستۍ سیالي تېره جمعه له متحده عربي اماراتو څخه وګټله او له پاکستان سره فاینل ته ووتله.
په دې لوبه کې ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه کپټان راشدخان او محمد نبي، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو، خو تمه ده چې په نننۍ لوبه کې به د افغان لوبډلې کپټان او نور مخکښ غړي لوبغاړي شامل وي.
د پنجاب په ملتان ولسوالۍ کې د ژغورونکو ډلو د یوې کشتۍ د ډوبېدو پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

د پاکستان د جنوب په سېلاب ځپلي پنجاب ایالت کې پنځه کسان پرون هغه مهال مړه شول چې د ژغورنې د ډلو یوه کشتۍ په سیند کې واوښته.
د پنجاب د طبیعي پېښو پرضد د مبارزې اداره وايي چې د ژغورنې ډلو لسګونه سېلاب ځپلي ژغورلي دي.
د نوموړې ادارې چارواکو ویلي دي چې دا کشتۍ په ملتان ولسوالۍ کې د اوبو د چټک جریان له کبله نسکوره شوه خو ډېری سپرلۍ یې ژغورل شوي دي.
پرون له دې مخکې د مرستندویو چارو کمیشنر نبیل جاوید وویل چې له راوي، سُتلج او چناب سیندونو څخه راوتلو سېلابونو څه باندې ۴۱۰۰ کلي ځپلي او له دوه میلیونو ډېر خلک یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.
اسراییلو پر غزې د حملو په دوام یوه لوړه ودانۍ په بمونو والوزوله

د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د پوځ په یوه برید کې یوه لوړه ودانۍ نړېدلې ده. په تېرو څو ورځو کې چې اسراییلو د غزې په ښاري ناحیو کې د پوځي عملیاتو د پلان په درشل کې د غزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی څو د بشري زون په نوم سیمې ته ولاړ شي، دا دوهم ځل دی چې داسې یو برید کېږي.
د اسراییل پوځ پرون وویل، یاده ودانۍ یې ځکه په نښه کړه چې حماس ډلې د اسراییلي ځواکونو د څار لپاره کار ترې اخیست.
عیني شاهدان او د فرانسپرس خبري آژانس خبریال وايي، اسراییلي الوتکو پرون د غزې په جنوبي ناحیو کې د خبرداري هغه پاڼې له هوا راخوشې کړې چې خلکو ته له دې سیمې د وتلو خبرداری پکې ورکړل شوی و.
اسراییلو له څو اونیو راهیسې دا خبرداری ورکړی چې د غزې په پراخه ښاري سیمه کې عملیات کوي خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان کړې.
اسراییلي پوځ د غزې په لمنو کې هوايي حملو او ځمکنيو عملیاتو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یې د وضعیت د لا خرابېدو وېره رامنځ ته کړې ده.
جرمني هغه ادعاوې ردوي چې ګنې د افغان کډوالو د ستنولو په بدل کې یې طالبانو ته پیسې ورکړي

جرمني وايي، د طالبانو حکومت ته یې د هغو افغانانو د منلو په بدل کې پیسې نه دي ورکړي چې له دې هېواده ایستل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند دا څرګندونې پرون (د وږي ۱۵) د یوه کیڼپالي ګوند د هغو تورونو په ځواب کې وکړې چې ویلي یې و، د جرمني حکومت طالبانو ته یوه اندازه پیسې ورکړي څو هغه ۸۱ تنه افغانان ومني چې په جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله افغانستان ته ایستل شوي وو.
جرمني چارواکو ویلي دي چې دې کسانو په وژنو، جنسي تېریو، تاوتریخوالي او د مخدرو موادو په اړوندو جرمونو کې لاس درلود.
د جرمني حکومت وايي چې په تېره جولای میاشت کې افغانستان ته د دې تورنو په استولو کې د قطر دولت مرسته کړې وه او هېچا ته پسې نه دي ورکړل شوي، خو حکومت د موضوع د محرمیت له وجې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.