افغانستان
د طالبانو یو شمېر بندیان پرون د پلڅرخي له زندانه نه ازاد شول
د وسلهوالو طالبانو یو شمېر بندیان پرون (د سپټمبر لومړۍ) د پلڅرخي له زندانه خوشې شول.
د هغوی دقیق شمېر لا نهدی څرګند.
په خوشې شویو کسانو کې یوه تن چې حنیفالله نومېده د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "موږ هیله لرو چې اشرف غني او حکومت دا ټول خنډونه لیرې کړي، ژر تر ژره به د سولې خبرې پيل شي او په وطن کې مینه او محبت راشي."
په هغه وېډیو کې چې د ازادي راډیو خبریال اخیستي، لیدل کېږي چې یو شمېر بندیانو ته د هغوی خپلوان هم ورغلي وو او د غاړې ګلانیې وروړي وو.
د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل نېټه لا نهده څرګنده.
د حکومت او طالبانو ترمنځ وروستی جنجال د ۴۰۰ بندیانو پر سر و.
د افغانستان حکومت ویلي چې په هغوی کې داسې خطرناک کسان شامل دي چې د حکومت یو شمېر نړیوال متحدانیې له ازادۍ سره مخالفت لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل شوی، د سالنګ لاره هم بنده ده
د هواپېژندنې ادارو نن د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د ختیځو، مرکزي، جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو لپاره په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۵ کیلومتره چټکو بادونو، په سړو او لوړو سیمو کې د واورې د اورېدو، او له ۱۰ تر ۶۵ میلی متره پورې د ورښت اټکل کړی دی.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (فاو) ویلي چې په افغانستان کې پرله پسې بارانونه لا هم دوام لري، او تمه ده چې په مرکزي، ختیځو او جنوب ختیځو سیمو کې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په همدې ډول نسبتاً شدید ورښتونه وشي.
له بلې خوا د طالبانو تر کنترول لاندې د ټولګټو وزارت اعلان کړی چې د سالنګ لویه لاره تړل شوې ده.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په ایکس کې لیکلي چې د سالنګ لویه لاره د واورې ورېدو او طوفان له امله له تېرې شپې (۱۷ حمل) راهیسې د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
هغه له خلکو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګ پر لور سفر ونه کړي.
په همدې حال کې، د کابل–جلالآباد لویه لاره لا هم د ترافیکو پر مخ نه ده پرانیستل شوې.
دغه لویه لاره څو ورځې وړاندې د بارانونو او سېلونو له امله تړل شوې وه.
په خوست کې د یوه دېوال د نړېدو په پېښه کې ۳ ښځې مړې شوي
په خوست کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه کور د دېوال د نړېدو له امله درې ښځې مړې شوې او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین (۱۷ حمل) د خوست ښار په ګنګیني کلي کې شوې ده.
د طالبانو چارواکو ویلي چې دېوال د بارانونو له امله زیانمن شوی و او وروسته راپرېوتی دی.
له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د شمېرو له مخې، د وروستیو طبیعي پېښو لکه درنو بارانونو او سېلونو له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.
د افغانستان په جګړه کې اتل استرالیايي سرتېری په حنګي جرم تورن شو
د استرالیا یو سرتېری، چې پخوا د جګړې د اتل لقب ورکړل شوی و، په افغانستان کې د ادعا شويو جنګي جرمونو له امله نیول شوی دی.
فدرالي پولیسو د هوايي خدماتو پخوانی ځانګړی سرتېری ۴۷ کلن بن رابرټس-سمیت، د هغو تورونو له امله ونیوه چې ګواکي ده د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ بېوسلې بندیان وژلي دي.
چارواکي وایي چې پر نوموړي د جګړې د جرمونو په تړاو د وژنې ۵ تورونه پورې شوي دي، او څېړونکي ادعا کوي چې قربانیان یا خپله ده ویشتلي او یا د هغه د امر پر بنسټ د ده تر قوماندې لاندې کسانو وژلي دي.
بن رابرټس-سمیت، چې د استرالیا لوړ نښان یې ګټلی، دا تورونه د اتلولۍ له مقامه د یوه تورن کس مقام ته رسوي.
په کابل کې یوې مور ۵ ماشومان وزېږول
په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان کړی چې یوې افغان مور پنځهګوني ماشومان زېږولي دي.
روغتون ویلي چې دماشومانو، له دې سره سره چې لا یې اووه نیمې میاشتې تېرې شوي، روغتیايي وضعیت ښه دی.
روغتون هیله څرګنده کړې چې دا ماشومان به په سوله او امن کې لوی شي.
د افغانستان په وروستیو سېلونو کې ۱۱۰ تنه مړه او ۱۶۰ نور ټپیان شوي
له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۱ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد د دوشنبې په ورځ وویل، چې د حمل له ۶مې نېټې راهیسې د قربانیانو شمېر ۱۱۰ مړو او ۱۶۰ ټپیانو ته رسېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې ۷ تنه لا هم ورک دي. د ده په وینا زیاتره پېښې د سېلونو او د کورونو د چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوي دي.
تر اوسه ۹۵۸ کورونه بشپړ ویجاړ شوي او ۴۱۵ نور ه زیانمن شوي.
چارواکي وايي چې بارانونو او سېلونو کرنیزې ځمکې، لارې، د اوبو کانالونه او مالداري هم زیانمنه کړې ده.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ امریکا میشته فعالانو پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي
د متحده ایالاتو په کلفورنیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړو د طالبانو تر واک لاندې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه غندلي دي.
په دې اعتراضي غونډه کې چې پرون یکشنبه جوړه شوې وه د کلیفورنیا په مرکز سکرمنټو کې د افغانانو د بیلابیلو ټولنو استازو برخه اخیستې وه.
دوی پر افغانستان د پاکستان بریدونه تیری بللی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې پېښې وڅېړي.
دوی دغه راز غوښتنه کړې چې پاکستان باید په دې اړه وضاحت ورکړي ځکه د دوی په وینا هغه هیواد په خپلو بریدونو کې تر ډېره ښځې، ماشومان او ناروغان وژلي او ملکي سیمې یې په نښه کړي دي.
که څه هم پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په افغانستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي خو پرون د طالبانو حکومت ادعا وکړه چې د تېرې فبرورۍ له ۲۲ د پاکستان په هوايي او ځمکنیو حملو کې په افغانستان کې له ۷ سوه ډېر ملکي وګړي وژل شوي او دغه راز شاوخوا ۶ سوه نور ټپیان شوي دي.
بغلان کې ترافیکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي
د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې تیره شپه یوې ترافيکي پیښې ۵ تنه مړه کړي دي.
د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس لیکلي چې پيښه د دوو ټانکرونو او کرولا موټر د ټکر له کبله شوې ده.
کورنیو رسنیو ویلي چې مړه شوي کسان د کرولا موټر سپرلۍ وه.
خبر کې راغلي چې یوټانکر موټر له پیښې وروسته یومخ سوځیدلی دی.
د پيښې لامل تراوسه معلوم نه دی، خو دا ډول پیښې تل د چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او تنګو سړکونو له کبله رامنځته کیږي.
د افغانستان د فوتبال له اولس کلنو کشره لوبډله نن دوشنې له قرغزستان سره لوبه کوي
نن دوشنبې د افغانستان د فوټبال تر ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډله د قرغیزستان په وړاندې لوبه کوي.
دا به د مرکزي آسیا د ملتونو د ۲۰۲۶ کال جام لوبو په لړکې چې تاشکند یې کوربه دی، د افغانستان لومړنۍ لوبه وي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د یکشنبې په ورځ د (حمل۱۶مه) پر خپلې فیسبوک پاڼې کې په یوه بیان کې وویل چې ملي لوبډلې د دې لوبې لپاره تمریناتي لوبه ترسره کړي.
د دې جام په سیالیو کې چې د دوشنبې په ورځ پیلیږي، پر افغانستان سربیره د ازبکستان، قرغیزستان، ترکمنستان او تاجکستان د فوټبال تر ۱۷کلنو کم عمره لوبډلو ګډون کړی دی.
په کابل او زابل کې د یکشنبې په ورځ له پنځلسو زیات کسان په عام محضرکې په دُرو ووهل شول
په زابل او کابل ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ (د حمل په ۱۶ ) د طالبانو د محکمو د پریکړو له مخې پریوشمیرکسانو د شریعت له مخې تعزیري سزاګانې عملي شوې. د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ پرخپله ویبپاڼه لیکلي، چې د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نا مشروع اړيکو او غلا په تور له یو کال څخه تر درېيو کالو د تنفیذي بند سزا ورکړل شوه او همدارنګه هریو له ۳۰ څخه تر ۳۹ دُرو ووهل شول.
د سترې محکمې په وینا په کابل کې هم پرپنځلس کسانو چې د دې ولایت د نشه یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي محکمې د نشه یي تابلیتو، شيشې او چرسو د پلور او قاچاق په جرم سزا ورکړې وه، تعزیري سزاوې تطبیق شوې. د خبر له مخې د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته مجرمین چې له اوو میاشتو څخه تر درېيو کالو او درېيو میاشتو پورې په تنفيذي بند محکوم شوي و، هریو له ۱۰ څخه تر ۳۰ دُرو ووهل شول.
د بشري حقونو مدافع ډلې د طالبانو د حکومت لخوا په عام محضر کې د دا ډول سزاګانو تطبیق د انساني کرامت خلاف له بشري حقونو څخه سرغړونه بولي خو طالبان وايی دا کار د شریعت له احکامو سره سم کوي.
اوچا: چاودیدونکو وسیلې هره ورځ په افغانستان کې د ملیونونو کسانو ژوند ګواښي
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په افغانستان کې په ملیونو کسان هره ورځ د چاودیدونکو موادو او وسیلو له ګواښ سره مخامخ دي.
اوچا د یکشنبې په ورځ (د حمل په ۱۶ ) پرخپله ایکس پاڼه ولیکل، د دې هیواد دوه دریمه برخه د یوډول چاودیدونکو موادو له امله اغیزمنه ده چې د چادونو په نتیجه کې یې په میاشت کې له پنځوسو زیات ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ادارې په وینا د قربانیانو اکثره یې ماشومان دي. د ملګروملتونو دې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۱۴،۵ ملیونه ډالرو ته اړتیا دي چې د ژوند ژغورنې لپاره د ماین پاکۍ او له خطرونو یې د پوهاوي هڅې مخ ته یووړل شي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو څانګې د تیرې پنجشنبې په ورځ د ماینونو د پوهاوي او عمل د نړیوالې ورځې په مناسبت چې د اپریل څلورمه نومول شوې، په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۵ کال کې د ماین چاودنو له امله ۴۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۶۷ سلنه یې ماشومان و. په ماشومانو کې هم اکثریت یې هلکان و.