نړۍ
د ټیک ټاک امریکايي ټبره اجرايي رئیس استعفا وکړه

د ټیک ټاک چینايي شرکت امریکايي ټبره اجرايي رئیس کوین مایر په دې دنده له ګومارل کېدو درې میاشتې وروسته استعفا وکړه.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټیک ټاک د مایر استعفا تأیید کړه.
ټیک ټاک د لنډو وېدیوګانو ټولنیزه رسنۍ ده او څو ورځې وړاندې یې د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ پر حکومت دعوه کړه.
د ټرمپ حکومت د اګسټ په شپږمه له دې کمپنۍ سره د امریکا د راکړې ورکړې د بندیز حکم صادر کړ.
د امریکا حکومت ټیک ټاک د خپل ملي امنیت لپاره جدي ګواښ ګنلی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
زیلنسکي وایي که د ده په استعفی اوکرایین کې سوله راځي دا کار به وکړي

د اوکراین ولسمشر وايي، که چېرې د هغه استعفا په اوکراین کې د سولې معنی ولري، نو چمتو دی چې د ولسمشرۍ له څوکۍ لاس په سر شي.
ولودومیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ، د فبروري ۲۳مه، په کیف کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "که په اوکراین کې سوله وي، که تاسو واقعا زما استعفا ته اړتیا لرئ، زه چمتو یم چې دا کار وکړم."
هغه بیا زیاته کړه چې دا کار ناټو سره د اوکراین د یوځای کیدو په بدل کې کولی شي.
د اوکراین ولسمشر د روسیې د پوځي یرغل د دریمې کلیزې په درشل کې، دا خبرې کړي دي.
د ۲۰۲۲ کال د فبروري په ۲۴مه روسیې پر خپل ګاونډي هېواد اوکرایین باندې غیر موجه یرغل پیل کړ چې تر نن پورې روان دی.
ّد کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان خپل سیال پاکستان مات کړ

د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان وتوانېد پاکستان ته ماته ورکړي. په دې لوبه کې چې د دوبۍ په میدان کې وشوه پاکستان په لومړي بټنګ/توپوهنې سره د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې هندوستان وتوانېد په ۴۳م اوور کې ځان هدف ته ورسوي په داسې حال کې چې لا یې هم شپږ وېکټې په لاس کې وې.
دا په روان اتلانو جام کې د پاکستان دویمه ماته وه او تر ډېره سیمي فاینل ته د رسېدو چانس یې کم شوی.
د هندوستان لپاره په دې لوبه کې ویرات کوهلي سلیزه هم ووهله.
دا په یو ورځنیو لوبو کې د ویرات کوهلي ۵۱مه سلیزه وه. هغه همداراز په دې لوبې سره ۱۴زره منډې پوره کړې.
په یو ورځنیو لوبو کې د ویرات کوهلي ټول ټال منډې ۱۴زره او ۸۵ ته ورسېد او دمګړۍ د نړۍ یواځینۍ فعال لوبغاړی دی چې تر ټولو ډېرې منډې لري.
تمه ده د کرکټ په اتلانو جام کې د دوشنبې په ورځ د بنګله دیش او نیوزیلند ټیمونه لوبه وکړي.
ډ فرانسې ولسمشر په خپل هیواد کې د چاقو برید تروریستي عمل وباله

د فرانسې ولسمشر وايي چې د دغه هیواد په ختیځ کې د چاقو برید، چې یو کس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، «ترهګرۍ» عمل دی.
امانویل مکرون د شنبې (۴ کب) په ورځ وویل چې په مولوز ښار کې د یو کس له خوا پر پولیسو د چاقو برید بې شکه یو ترهګریز عمل دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د موضوع د څېړلو لپاره مولوز ته تللی او هلته به وینا وکړي.
د فرانسې څارنوالي وایي، شکمن کس د برید پر مهال "الله اکبر" شعار ورکړی و.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه په ځايي وخت د شنبې مازیګر ۴ بجې د جرمني پولې ته نژدې په مولوز ښار کې شوې.
د مولوز څارنوالي وایي، د برید عامل ۳۷ کلن الجزایری سړی دی چې نیول شوی، او وژل شوی کس یو ملکي وګړی و چې هڅه یې کوله مداخله وکړي.
د مولوز ښاروال میشل لوتز هم په فېسبوک کې لیکلي: "وحشت زموږ ښار نیولی دی."
ویل کېږي چې بریدګر د پولیسو مرکز ته ورغلی و، چې باید د خپل توقیف په اړه یو سند لاسلیک کړي، خو له دې کار یې انکار وکړ، یوه دوکان ته وتښتېد او هلته یې له پولیسو سره شخړه وکړه.
د فرانسوي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې شخړه کې یو پولیس افسر په غاړه کې، بل په سینه کې ټپي شوی، درې نور افسران برسېرن ژوبل شوي، او یو ملکي کس چې د مداخلې هڅه یې کوله، د چاقو په برید وژل شوی دی.
راپورونه وايي چې بریدګر له اوږدې مودې راهیسې تر نظر لاندې و او د ترهګرۍ د خطر له امله د څارل کېدونکو کسانو په لېست کې شامل و.
اسراییل د سلګونو فلسطینیانو خوشي کېدل ځنډولي

د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې د هغو سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کیدل تر هغو پورې ځنډیډلي چې حماس په غزه کې د کاواکه اوربند د موافقې ټول شرطونه پوره کړې.
په هغه اعلامیه کې چې دې دفترنن یکشنبې خپره کړې، ویل شوي چې اسراییل د ۶۲۰ بندیانو خوشې کیدل ترهغو پورې ځنډوي چې له سپکاوي پرته د نورو اسراییلي یرغملو خلاصون ډاډمن شي.
ټاکل شوې وه چې د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې د لومړي پړاو په وروستۍ تبادله کې اسراییل د حماس له لوري د ۶ یرغملو د آزادیدو په بدل کې دغه فلسطیني بندیان پرون د ورځې په وروستیو کې آزاد کړي. حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني، د اوربند په اړه د موافقې په لومړي پړاو کې ۳۳ یرغمل خوشې کړي دي.
که څه هم دواړو لورو د شوې موافقې د دوهم پړاو پرسر خبرو ته چمتووالی ښودلی خو پیلیدل یې تراوسه ځنډیدلي دي.
په جرمني کې پارلماني انتخابات روان دي

نن یکشنبې په جرمني کې پارلماني انتخابات ترسره کیږي
په جرمني کې له ټاکلې نیټې مخکې انتخاباتو ته وروسته له هغې زمینه برابره شوه چې د تیر۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د جرمني د موقت صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ ایتلافي حکومت ړنګ شو او د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مه د دغه هېواد پارلمان منحل او د فبرورۍ په میاشت کې یې وارمخکې انتخابات تایید کړل.
جرمني چې د اروپا ستر اقتصادي قدرت دی، کابینه یې د اقتصادي رغونې په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ ده، خو په دې هیواد کې د وروستیو بریدونو په تړاو چې ډیری یې په دې هیواد کې د میشتو کډوالو له خوا ترسره شوي، د امنیت او کډوالۍ پر سر اختلافات هم زیات شوی دی.
د کډوالۍ مسله د کاندیدانو د کمپاینونو پریوې مهمې مسلې بدله شوې ده. په جرمني کې وروستیو پیښو ته په پام په ښي اړخو ګوندونو پورې تړلو کاندیدانو ویلي که چېرته دوی ټاکنې وګټي نو جرمني ته به د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي.
بریتانیا وايي، پر روسیې نوي بندیزونه لګوي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وایي، هیواد به یې سبا دوشنبې د فبرورۍ په ۲۴ چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره کیږي، پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي.
هغه وویل، دا بندیزونه به د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې د روسیې پر وړاندې تر ټولو پراخ بندیزونه وي.
لامي په یوه بیان کې وویل، د دوی هدف "د هغه پوځي ماشین له منځه وړل او د عوایدو کمول دي چې په اوکراین کې د ویجاړۍ لپاره اور ته پکۍ وهي."
لامي همدارنګه وویل، " اوس د دې وخت را رسیدلی چې د پوتین د روسیې غوږونه تاو کړي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر له کییف سره د بریتانیا پر پوځي ملاتړ بیا ټینګار وکړ چې پکې په کال کې د ۳ ملیارډ پونډو ژمنه شامله ده او هم یې چمتووالی ښودلی چې د اړتیا په صورت کې بریتانوي ځواکونه د سوله ساتو ځواکونو یوه برخه وي.
په جرمني کې عمومي انتخابات کېږي

ټاکل شوې ده چې په جرمني کې د یکشنبې په ورځ پارلماني ټاکنې کېږي.
د اولاف شولڅ په مشرۍ د ایتلافي حکومت له ړنګېدو وروسته، د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مې د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د فبروري په میاشت کې یې له وخت مخکې ټاکنې تصویب کړې.
د جرمني کابینه د اروپا د تر ټولو لوی اقتصاد د بیا راژوندي کولو په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ ده، خو د کرسمس په بازار کې د برید راهیسې د امنیت او کډوالۍ په اړه اختلافات هم زیات شوي دي.
ټاکنې په داسې حال کې کیږي چې د کډوالۍ مسله د کاندیدانو لپاره له خورا مهمو مسلو څخه ده.
په جرمني کې وروستیو پیښو ته په کتو ښي اړخو کاندیدانو ویلي که چېرته دوی ټاکنې وګټي نو جرمني ته به د ناقانونه کډوالو مخه ونیسي.
په وروستیو میاشتو کې جرمني د ډېرو جنايي پېښو شاهد پاتې شوی.
اسټرالیا د اتلانو جام په سیالیو کې انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټرالیا د اتلانو د جام یا چمپینز ټرافي د سیالیو په لړۍ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.
د لاهور په کرکټ لوبغالي کې د پرونۍ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې، انګلستان اسټرالیا ته د ۳۵۲ منډو هدف وټاکه. اسټرالیا په ۴۸م اوور کې هدف بشپړ کړ او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله.
دا دواړه لوبډلې د افغانستان او جنوبي افریقا سره په B ګروپ کې دي.
د اتلانو جام په لړ کې به د یکشنبې په ورځ پاکستان او هند سره مخامخ شي. د دوی لوبه په دوبۍ کې ترسره کېږي.
د چمپینز ټرافي په لوبلړۍ کې نن اسټرالیا او انګلستان سره مخامخ کېږي

د چمپینز ټرافي د سیالیو په ترڅ کې استرالیا او انګستان نن (د کب ۴مه) په خپلو کې لوبه کوي.
دواړه لوبډلې چې له افغانستان او جنوبي افریقا سره په B ګروپ کې یوځای دي، د پاکستان په لاهور ښار کې د سیالۍ ډګرته وځي. دا لوبه د افغانستان په وخت د ماسپښن په یوه نیمه بجه پیلیږي.
په دې لړۍ کې افغانستان خپله لومړنۍ لوبه پرون له جنوبي افریقا سره ترسره کړه چې د ۱۰۷ منډو په توپیر یې ورته وبایلله.
سبا یکشنبې د کوربه پاکستان لوبډله د هند له لوبډلې سره مخامخ کېږي خو د دوی لوبه به د مخکینۍ موافقې په اساس په پاکستان کې نه بلکې په متحده عربي اماراتو کې کېږي.
د افغانستان دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ (د فبروري ۲۶مه) له انګلستان او دریمه لوبه یې د فبرورۍ په ۲۸ له اسټرالیا سره پلان شوې ده.
په غزه کې د اسراییلي یرغملو او فلسطیني بندیانو د خوشې کولو بل پړاو ترسره کېږي

د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د یرغملو او بندیانو د تبادلې په ترڅ کې به حماس نن شپږ یرغمل خوشې کړي او اسراییل به یې په هم په بدل کې سلګونه فلسطیني بندیان آزاد کړي.
دا په غزه کې د کاواکه اوربند د موافقې د لومړي پړاو وروستۍ تبادله ده چې ترسره کیږي. د جنوري په نولسمه په غزه کې د اوربند له نافذیدو راهیسې په دې پړاو کې ټاکل شوې، حماس ۳۳ یرغمل خوشې کړي.
په نننیو شپږو یرغملو کې چې دا ډله یې آزادوي، څلور یې دې ډلې پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پراومه د حملې پر مهال یرغمل کړي او دوه نور هغه اسراییلیان ښودل شوي چې شاوخوا یوه لسیزه مخکې د نامعلومو دلایلو له امله غزې ته ننوتي او یرغمل شوي وو.
اسراییل او حماس چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، دواړو ویلي چې غواړي د شوې موافقې د دوهم پړاو پرسر خبرې پیل کړي چې د منځګړیو په خبره په ترڅ کې به یې شاوخوا ۶۰ یرغمل خوشې کیږي او اسراییل به له غزې څخه خپل ځواکونه باسي.