د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۳

نړۍ

بیلاروس کې د اعتراضونو د مطرحو تنظیمونکو نیول او احضارول ګړندي شوي

مینسک کې پولیس هڅه کوي چې اعتراض کونکی ونیسي
مینسک کې پولیس هڅه کوي چې اعتراض کونکی ونیسي

په بیلاروس کې چارواکو د وروستیو اعتراضونو د مطرحو تنظیمونکو نیول او یو شمېر نورو احضارول ګړندي کړي دي.

بیلاروس هڅه کوي چې د مخالفې ډلې لوړپوړي مشران د وروستیو اوونیو د اعتراضونو په تړاو مجازات کړي.

د مخالفینو دا ډول ځپل په دې معنا دي چې دغلته د پنځو دورو لپاره پاتې شوي ولسمشر الکساندر لوکاشینکا چې اوس د شپږم ځل لپاره هم بریالی شوی، قدرت کې د پاتې کېدو کلک هوډ لري.

سره له دې چې شاوخوا یو لک کسان او د لوکاشینکا ټاکنیزه سیاله سویتلانا تیخانوفسکایا د وروستیو ټاکنو په اړه اعتراض لري او وایي، درغلۍ په کې شوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بشري حقونو د بحثونو تر سیوري لاندې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ سیالۍ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن چهارشنبه د اګسټ «په ۵مه» په ایرلنډ کې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو د دوشنبې په ورځ له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره خپل تمرینات ترسره کړي دي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجو د ایرلنډ د «بریډي» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د دغو سیالیو لړۍ د اګسټ تر ۱۴مې نېټې پورې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بنېټ، د یکشنبې په ورځ ویلي و چې د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې ښکاره کړي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبې بلنه ورکړي.

د ایرلنډ کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د احتمالي اعتراضونو د اټکل له امله‌یې د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره همغږي کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې پنځه سیالۍ په خوندي ډول ترسره شي.

د دغو سیالیو کوربه‌توب په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.

امریکا وايي د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ښایي له ایران سره ډېر ژر هوکړه وشي

هرمز تنګی
هرمز تنګی

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ وایي چې واشنګټن او تهران ښايي تر چهارشنبې پورې یوې هوکړې ته ورسېږي چې له مخې به‌یې د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او دا به د انرژۍ د بیو له ثبات سره مرسته وکړي.

بېسنټ «سي اېن بي سي» ته ویلي چې له ایران سره خبرې روانې دي او امکان شته چې د دغې مهمې سمندري لارې د پرانیستلو او د وضعیت د عادي کېدو لپاره هوکړه وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې واشنګټن د عمان او ایران ترمنځ په هغو خبرو کې ښکېل دی چې د هرمز له تنګي څخه د تګ راتګ د زیاتېدو په اړه روانې دي.

هغه ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی، خو لا وروستۍ هوکړه نه‌ده شوې.

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ لپاره یو مهم مسیر دی چې له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه د تېلو لېږدونه له همدې لارې ترسره کېده.

ایران رد کړې چې له امریکا سره مستقیمې خبرې روانې دي.

بېسنټ ویلي چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل به د بېړیو تګ راتګ اسانه کړي او ښايي د انرژۍ بیې بېرته راټیټې کړي.

د هرمز تنګي د احتمالي بیا پرانیستلو په اړه له روانو خبرو سره هم‌مهاله د سې شنبې په ورځ په نړۍ کې د اومه تېلو بیې بیا شاوخوا ۴ سلنه راولوېدې.

د برینټ اومه تېلو د یوه بېرل بیه نږدې ۸۰ ډالرو ته او د وېسټ ټکزاس اومه تېلو د هر بېرل بیه ۷۶ ډالرو ته رسېدلې.

د ایران ولسمشر د خپلې د استعفا او له خامنه‌اي سره د اختلاف اوازې رد کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي چې د استعفا کولو هېڅ نیت نه‌لري او هغه اوازې یې رد کړې چې په دې وروستیو کې د هغه د استعفا په اړه خپرې شوې دي.

پزشکیان په هغه وېډیو کې چې د ایران څو خبري اژانسونو خپره کړې، ویلي هر کله‌یې چې د استعفا پرېکړه وکړه، نو هغه به په رسمي ډول اعلان کړي.

پزشکیان هغه اوازې هم رد کړې چې ګواکې د ده او د ایران د مشر ایت‌الله مجتبی خامنه‌‌اي ترمنځ اختلافات راپورته شوي دي.

هغه وویل: "هغوی غواړي داسې انګېرنه رامنځته کړي چې ګواکې اختلاف موجود دی. مشر یو څه وايي او دوی ادعا کوي چې زه بل څه وایم."

ټاکل شوې دغه وېډیو چې "خلکو ته راپور" نومول شوې، په راتلونکو ورځو کې په بشپړه بڼه خپره شي.

مجتبی خامنه‌‌اي د خپل پلار ایات‌الله علي خامنه‌اي له وژل کېدو وروسته د هغه د ځای‌ناستي په توګه له اعلانېدو وروسته تر اوسه په عام محضر کې نه‌دی راڅرګند شوی.

د هغه په نوم یو شمېر لیکلي بیانونه خپاره شوي، خو تر اوسه‌یې نه تأیید شوی غږیز پیغام خپور شوی او نه هم تأیید شوې وېډیو.

د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د استرالیا مرسته

ارشیف، د استرالیا بیرق
ارشیف، د استرالیا بیرق

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سې ‌شنبې په ورځ، د زمري په ۱۳مه، په خپلې اېکسپاڼه کې لیکلي چې د استرالیا له سخاوتمندانه ۹ میلیونه استرالیايي ډالرو چې شاوخوا ۶،۳۴ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، مرستې څخه مننه کوي.

اوچا زیاته کړې، په داسې حال کې چې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي او مالي سرچینې محدودې دي، دا مرسته به په ټول افغانستان کې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام لپاره زمینه برابره کړي.

اوچا تر دې مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل څخه د شپږو میاشتو په تېرېدو سره، دغې ادارې یوازې د خپلې اړتیا وړ بودجې ۱۷ سلنه ترلاسه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، په افغانستان کې ډېری اړ کسان هره ورځ له سختو انتخابونو سره مخ دي، دا چې خواړه واخلي که درمل او یا د نن ورځې خواړه برابر کړي که د سبا.

دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) هم خبرداری ورکړی و چې دا مهال په افغانستان کې ۱۳،۸ میلیونه کسان د خوړو له بحراني یا بېړني ناامنۍ سره مخامخ دي.

ټرمپ: له ایران سره خبرې روانې دي ښايي د هرمز تنګی ترسبا بېرته پرانیستل شي

ولسمشر ټرمپ  سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال
ولسمشر ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته د څرګندونو په مهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، اوس مهال له ایران سره داسې خبرې روانې دي چې هدف یې دا دی څو د هرمز تنګی تر سبا بېرته پرانیستل شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ، د اسد په ۱۲مه، په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «دا د هغوی لپاره وروستی فرصت دی چې یوه ښه هوکړه لاسلیک کړي، که نه نو سختې پایلې به ولري.»

د هغه په وینا، دغه خبرې د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو په غوښتنه ترسره کېږي.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران یو شمېر چارواکو او ایراني رسنیو د دوشنبې په ورځ له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو ترسره کېدل رد کړي وو.

د امریکا ولسمشر وویل د دغو خبرو اساسي موضوع دا ده چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، خو زیاته یې کړه چې همداراز داسې مذاکرات هم روان دي چې له مخې یې تهران تر سبا د هرمز تنګی بېرته پرانیزي.

ټرمپ تر دې وړاندې په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل (Truth Social) کې لیکلي وو چې: «هرمز تنګی اوس مهال په بشپړه توګه د امریکا د سمندري ځواکونو تر کنټرول او زموږ د محاصرې لاندې دی؛ یا لکه ځینې یې چې بولي، د امریکا فولادي دېوال.»

هغه ټینګار وکړ چې ایران ته به اجازه ورنه کړي چې د هرمز له تنګي څخه د کښتیو د تېرېدو لپاره حق العبور واخلي.

د امریکا ولسمشر همداراز وویل، د نفتو لوی شرکتونه د ایران سره د جګړې له امله د خامو تېلو د کمښت او د بیو د لوړېدو له کبله «له حده زیاتې ګټې» ترلاسه کوي.

ټرمپ وویل: «زه له دې وضعیت خوښ نه یم. هغوی له اړتیا او کمښت څخه په استفادې ډېرې پیسې ګټي، او دا سمه نه ده.»

افغانستان ته د قزاقستان د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی

آرشیف، محموله از صادرات غله قزاقستان
آرشیف، محموله از صادرات غله قزاقستان

قزاقستان د تېر کال د سپمټبر میاشتې راهیسې تر اوسه ۲.۴ ملیون ټنه غله افغانستان ته صادره کړې ده.

د یاد هېواد د کرنې وزارت وايي د مخکېني کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د دوی د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د منځني اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړې.

اوسمهال اکثر اولیه خوراکي مواد او د سونګ توکي له منځنۍ اسیا افغانستان ته واردېږي.

پاکستان د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته د سفر بلنه ورکړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار (ښی) او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (کین)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار (ښی) او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي (کین)

د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۲مه) راپور ورکړ چې د ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې او نړۍ د مهمو تحولاتو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي او پاکستان د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ته اسلام‌اباد ته « په لومړني ممکن فرصت کې» د سفر رسمي بلنه ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې وروستي پرمختګونه او روان ډیپلوماتیک بهیر څېړلی او د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یې د نږدې همکاریو او دوامدارو سلا مشورو پر اړتیا ټینګار کړی.

راپور زیاتوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې ټیلیفوني خبرو کې په رسمي ډول له سید عباس عراقچي څخه وغوښتل چې په لومړي مناسب فرصت کې اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا مهال په عراق کې دی. تر اوسه د دې بلنې د اصلي سبب په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ چې مخکې یې ویلي و د دې لپاره یې پر ایران پلان شوی «لوی برید» لغوه کړی چې ډیپلوماسۍ ته یو بل فرصت ورکړي، خبریالانو ته ویلي و چې ټاکل شوې د تهران او واشنګټن ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي.

خو تهران د دوشنبې په ورځ د دغو خبرو د ترسره کېدو راپورونه رد کړي دي.

د دمشق تازه هڅه؛ د عراق د کردستان سیمې ولسمشر له الشرع سره ولیدل

د سوریې ولسمشر احمد الشرع
د سوریې ولسمشر احمد الشرع

د سوریې ولسمشر احمد الشرع، د عراق د کردستان د خودمختارې سیمې له ولسمشر نچیروان بارزاني سره وکتل.

رسمي سرچینو فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د دغو خبرو هدف د دمشق او د سوریې د کردانو ترمنځ د ادغام د هوکړې پرمخ وړل دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی چې ولسمشر احمد الشرع د دوشنبې په ورځ د «اسد په ۱۲مه» په دمشق کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د نچیروان بارزاني هرکلی وکړ.

دا د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې راهیسې چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشار اسد له واکه لیرې شوی، سوریې ته د عراق د کردستان د خودمختاره سیمې د ولسمشر لومړنی سفر دی.

وروسته له دې چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د سوریې د کردي ځواکونو او د نوي حکومت د قواوو ترمنځ نښتې وشوې، دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېدل چې له مخې یې د سوریې کردي اداره او ځواکونه یې د دولت په تشکیلاتو کې مدغمېږي.

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې د دوشنبې په لیدنه کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخه کې د همکاریو او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې څو د امنیت او ثبات په ټینګښت کې مرسته وشي.

نچیروان بارزاني هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه د داسې باثباته او متحدې سوریې ملاتړ کوي چې د ټولو قومونو او د بېلابېلو دینونو د پیروانو حقونه په کې خوندي وي.

تهران وایي، دا مهال د ایران او امریکا ترمنځ هیڅ ډول خبرې اترې ندي روانې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، نن دوشنبې په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل هغه خبرې چې اوس روانې دي، د دوو ساحلي هیوادونو، ایران او عمان ترمنځ دوه ‌اړخیزې خبرې دي.

بقايي زیاته کړه چې د دغو خبرو په بهیر کې د نورو لورو حضور کولای شي رغنده یا زیانمن تمام شي، خو ټینګار یې وکړ چې اصلي موضوع یوازې د ایران او عمان ترمنځ ده. دواړه هیوادونه په هرمزتنګي کې د کشتیو د تیریدو د لارې پرټاکلو خبرې کوي. د ایران د حکومت ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ وویل چې له ایران سره به خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي خو د خبرو د ځای، ګډونوالو او د احتمالي هوکړې لپاره د ټاکل شوې مودې په اړه یې څه ونه ویل.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ایرفورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې غواړي له ایران سره یوه هوکړه وشي، ځکه د هغه په خبره، دی نه غواړي "خلک ووژل شي." ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې پر ایران یې د احتمالي پوځي برید پلان په دې په هیله ځنډولی چې د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو او د ایران د اټومي لانجې د حل لپاره ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.

د ولسمشرټرمپ له دې څرګندونو وروسته نن د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیه څه باندې څلور سلنه را ولویده او د برېنټ اومه تیلو د هربیرل بیه ۸۳ ډالرو او ۸۸ سنټو ته ورسېده.

په سوات کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیرلږترلږه ۱۷ او د ټپیانو لږترلږه ۳۴ ته ورسید

آرشیف
آرشیف

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو پریوه ماموریت په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمیر لږترلږه ۱۷ ته ورسید.

د رویترز د راپورله مخې دا پیښه تیرماښام د دې ولسوالۍ په کبل سیمه کې داسې مهال شوې چې په همدې سیمه کې د یکشنبې په ورځ د سیمې د اوسېدونکو له خوا د پولیسو په ملاتړ یوه غونډه روانه وه. خو سمدستي نده څرګنده چې ایا د دغه برید اصلي هدف همدا غونډه وه که نه.

مخکې په دې پیښه کې د لږترلږه ۱۴ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی و خو چارواکو وروسته وویل چې د دې پیښې درې ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړه. د ټپیانو شمیر چې مخکې چارواکو ۱۸ تنه ښودلی و، لږترلږه ۳۴ ته رسیدلی دی. چارواکو مخکې د وژل شویو ۱۴ کسانوپه ډله کې، پنځه یې پولیس، اته یې ملکي وګړي او یویې احتمالي ځانمرګی یاد کړي وخو نده څرګنده چې درې نور چې په روغتون کې یې ساه ورکړې، ملکي وګړي او که پولیس دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG