د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۸

کرکټ بورډ: د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ سیالۍ لغوه شوه

ارشیف، ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ
ارشیف، ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د دوی او زېمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ پلان شوې سیالۍ لغوه شوې ده.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبډلې به نږدې راتلونکي کې پنځه ۲۰ اوریزې سیالۍ کوي.

کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي د زېمبابوې حکومت خپلې کرکټ ادارې ته د کرونا ویروس د خطر له امله د یادو لوبو اجازه ورنه‌کړه چې ورسره د لوبو دا لړۍ هم لغوه شوه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG