خبرونه
د برازیل امازون ځنګلونو کې د تېر کال په پرتله ۲۸ سلنه اور زیات شوی

د برازیل په امازون ځنګلونو کې د تېر کال په پرتله د جولای په میاشت کې د اورونو شمېر په سلو کې ۲۸ زیات شوی دی.
دې مسئلې یو وار بیا اندېښنه پارولې چې دا ځنګلونه به چې د ځمکې د سږو حیثیت لري، سږ کال بیا په اورونو کې لولپه شي.
د هغو معلوماتو پر اساس چې د برازیل فضايي ادارې پرون (د اګسټ په لومړۍ نېټه) خپاره کړل، تېره میاشت په امازون ځنګلونو کې ۶ زره ۸۰۳ اورونه ثبت شوي چې د تېر ۲۰۱۹ م کال د جولای تر میاشتې ۵ زره ۳۱۸ زیات دي.
د برازیل د امازون په ځنګلونو کې عموماً د جون او اوکټوبر د میاشتو ترمنځ اورونه بلېږي.
متخصصان خبرداری ورکوي چې که سږ کال د دغو ځنګلونو ډېره برخه وسوځي، د ځمکې او انسانانو لپاره بهیې پایلې له ناورینه کمې نهوي.
ساینسپوهان د برازیل ځنګلونه د ګلتوني ګازونو د ډېرېدو او د اقلیمي بدلون د مخنیوي لپاره ډېر مهم بولي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بلوچستان کې د( پت په نوم وژنې) په تور ۱۲ تنه نیول شوي

د پاکستان پولیسو نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) ویلي، له ۱۲ زیات کسان یې په بلوچستان کې د" ناموسي وژنې" د یوې ویډیو له خپریدو وروسته نیولي دي.
د دغې وژنې قربانیان " بانو بي بي " او " احسان الله" بلل شوي چې تیره میاشت له تیښتې وروسته نیول شوي او په ډزو وژل شوي دي.
د دغې وژنې ویډیو تازه ټولنیزو رسنیو ته راوتلې چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.
په نیول شویو کسانو کې د نجلۍ هغه سپین ږیری خپلوان شامل دی چې په یوه قومي جرګه کې یې د دغې سارایي محکمې پریکړه کړې ده.
د بلوچستان ایالتي حکومت دا یو "بوږنونکی" جنایت بللی او د ترهګرۍ د تور قضیه یې ورته پرانستې ده.
د پاکستان په لرې پرتو سیمو کې وخت نا وخت د پت په نوم دغسې تاوتریخوالي کیږي.
ټرمپ په ابوظبۍ کې بې برخه لیکه افغانانو سره د مرستې ژمنه کړې، خو دا ژمنه له وخته (تیره) ده

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده عربي امارتو ته تخلیه شويو افغانانو سره به مرسته کوي، خو یوشمېر دغه افغانان بیرته افغانستان ته لیږل شوي دي.
ټرمپ پرون پر خپله ټولنیزه پاڼه سوشل تروټ دا خبره وکړه.
رویټرز نن دوشنبه ( د چنګاښ ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د یوه اطلاعاتي سیستم په حواله ویلي، یوشمېر افغانان د ابوظبۍ له کمپه بیرته افغانستان ته لیږل شوي او ځینو نورو ته هم دا ژمنه له وخته تېره ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ را وروسته شاوخوا ۱۷ زره افغانان متحده عربي اماراتو او بیا له هغه ځایه امریکا ته لیږدول شوي، خو شاوخوا ۳۰ تنه د اماراتو په یوه کمپ کې بې برخه لیکه پراته وو.
د رویټرز معلومات ښيي چې د دغو دیرش تنو له ډلې دوه کورنۍ د جولای په سر کې بیرته افغانستان ته لېږدول شوي او متحده عربي اماراتو یې معلومات امریکایي لوري ته ورکړي دي.
د همدې پلان له مخې ټاکل شوې وه پرون یکشنبه ۲۵ تنه نور افغانان هم له اماراتو افغانستان ته ولېږدول شي، خو رویټرز وایي، دا چې دا کار به شوي وي که نه، معلومات نه دي ورکړل شوي.
د اوکراین پوځ د دې هېواد په ختیځ کې د روسیې د حملو د پراخېدو خبر ورکوي

د اوکراین پوځ وايي، روسیې د دې هېواد پر ختیځو سیمو حملو ته زور ورکړی او وايي چې د دواړو خواوو ترمنځ په یوه ورځ کې له سلو زیاتې نښتې شوې دي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز پرون یکشنبې په یو بیان کې وویل چې پرون یې د ورځې په اوږدو کې د روسیې له خوا د ۱۲ حملو راپور ترلاسه کړ.
په بیان کې راغلي چې په دې ترڅ کې د اوکرایني ځواکونو پر سنګرونو۷۱ رهبري شوي بمونه غورځول شوي دي. دا ارقام خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.
د اوکراین پوځ وايي، د دې حملو ډېر تمرکز د پوکروفسک ښار پر شاوخوا وو چې د روسي ځواکونو قطعو له بېلابېلو اړخونو ۳۶ حملې پرې وکړې.
پوکروفسک د دونېڅک ښار په لویدیځ کې مهم ستراتیژیک ښار دی چې له څو میاشتو راهیسې درنې جګړې پکې روانې دي او اوس تقریبا ټول ویجاړ شوی دی.
ایران او درې اروپايي هېوادونه د جمعې په ورځ په استانبول کې خبرې کوي

په پام کې ده د ایران، برتانیا، فرانسې او جرمني استازي د راروانې جمعې په ورځ د تهران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پرون دا خبر ورکړ.
اروپايي قدرتونو له دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې که ایران خبرو ته کېنني، نو دا احتمال شته چې نور نړیوال بندیزونه پرې ولګول شي.
د ایران دولتي رسنیو د ښاغلي بقايي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، د ایران، برتانیا، فرانسې او جرمني ترمنځ دا خبرې به د ترکیې په استانبول ښار کې او د بهرنیوچارو وزارتونو د مرستیالانو په کچه وي.
دا خبرې په داسې حال کې پلان شوې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییلو او امریکا له حملو وروسته د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې د دې دریو هېوادو او همداراز د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر، د پڼجشنبې په ورځ د ایران د بهرنیوچارو له وزیر عباس عراقچي سره ټلفوني خبرې وکړې.
آی، سي، سي؛ په بهر کې دېره د افغان نجونو د کرکټ لوبډله به په راروانو دوو مهمو لوبلړیو کې ګډون وکړي

د کرکټ نړیواله شورا ICC وايي د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبډلې غړې به چې اوس مهال په بهر کې اوسي، په راروانو دوو مهمو لوبلړیو کې ګډون وکړي.
د ICC د بېګانۍ اعلامیې له مخې په پام کې ده چې دا لوبغاړې په هند او سریلانکا کې د ۲۰۲۵ کال د ښځو د کرکټ په نړیوال جام او همداراز په برتانیا کې د راتلونکي کال د ښځو په شل اووریز نړیوال جام کې برخه ولري.
د کرکټ نړیوالې شورا په سنګاپور کې په خپل کلني کنفرانس کې دا پرېکړه کړې او د دې اقدام هدف یې د افغان ښځو ملاتړ بللی دی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار او همداراز ورزشي لوبو او لوبغالو ته د هغوی پر ورتګ هم محدودیتونه ولګول.
د پکتیا په زرمت کې یوه ښځه او یو نارینه په دُرو ووهل شول

طالبانو پرون د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یوه ښځه او یو نارینه په درو ووهل.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا کسان د هغه څه په خاطر چې نامشروع اړیکي بلل شوي، په عام محضر کې په ۳۵ درو وهل شوي دي.
په بیان کې دا یادونه هم شوې چې دواړه تورن په ۱۸ میاشتې حبس هم محکوم شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ تېره میاشت وویل چې په روان کال کې د طالبانو له خوا د علني سزاګانو د تطبیق په مواردو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
نن او سبا د هېواد په ځینو سیمو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل

د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کوي.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د هواپېژندنې ادارې په حواله خبر ورکوي چې وايي نن دوشنبې او سبا سه شنبې د کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان او ولایتونو په ځینو سیمو کې د بارانونو او واورو د ورېدو امکان شته.
نوموړی وزارت د کوزنیو سیمو له اوسېدونکو غواړي چې د سېلابونو او اوبو د کچې د لوړېدو پرمهال دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.
افغان ښځو ولې چادرې په سر کړو په نوم کمپاین پیل کړی

پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه پر انسټاګرام د Woman Post په نوم د ښځو له خوا "ولې باید چادري په سر کړو، موږ قوي ښځې یو" کمپاین پیل شوی چې په زرهاوو ښځې ورسره یو ځای شوي دي.
له دغه اعتراضي کمپاین سره په تیرو ۲۴ساعتونو کې څه باندې ۳۰ زره ښځې له هغې ډلې د افغانستان نوموتې سندغاړې، لوبغاړې او هنرمندانې یو ځای شوي دي.
د دغې کمپاین یوې غړې او د ښځو د حقونو فعالې وږمې توخي ازادي راډیو ته وویل، "طالبانو افغانې ښځې مجبوره کړې چې چادري واغوندي او تر شا يې پټې شي، خو موږ داسې نه یو، موږ ازاده او پرمختللې ښځې یو".
په دغه کمپاین کې افغانې ښځې او نجونې د چادري له عکس سره خپلې اصلي انځورونه یو ځای کوي.
دغه کمپاین وړمه ورځ پیل شوی دی.
د شپږیزې لیګ وروستی حال؛ د بست ساتوکو له سپین غر او بندامیر له مس عینک څخه لوبې وګټلې

د شپږیزې د لیګ د لسم پړاو د دوهمې ورځې په دوهمه لوبه کې د بست ساتونکو له سپین غر پړانګانو لوبډلې څخه لوبه وګټله.
په دې لوبه کې لومړی د بست ساتونکو توپوهنه وکړه او په شلو اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۲۰۳ منډو هدف وټاکه.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د سپین غر پړانګانو په شلم اوور کې د ټولو لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۳۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
د نن ورځې په لومړۍ لوبه کې د بند امیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه. لوبه مس عینک پیل کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره سیالې لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.
بندامیر لوبډلې په شلم اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.
د ۴۰۴ کال د لوړو زده کړو د موسسو د کانکور آزموینې لومړی مقام سیدموسی وګاټه

د پلازمېنې کابل د پامیر نوین د خصوصي ښوونځي د دولسم ټولګي فارغ سید موسی د سږني کانکو لومړی مقام وګاټه.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د سږني کانکور نتایج نن اعلان کړل. د نتایجو د اعلان له مخې موسی ۳۵۶،۵۷۴۱۴ نمرې ګټلې دي.
همداراز د سږني کانکور دوهم مقام هم د پامیر نوین د خصوصي ښوونځي د دولسم تولګي یوه بل فارغ محمدنذیر ګټلی دی.