افغانستان
د افغانستان دفاع وزارت: فاریاب کې ۱۷ طالبان ووژل شول
د افغانستان دفاع وزارت وايي په فاریاب کې یې د طالبانو برید ځواب کړی او د هغوی ۱۷ تنه وسلهوال یې وژلي دي.
دا خبره د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې کړې.
د بیان له مخې وسلهوالو طالبانو پرون د فاریاب ولایت په دولتاباد او المار ولسوالیو کې د افغان پوځیانو پر پوستو د بریدونو پلان درلود چې افغان عسکرو د هوايي ځواک په مرسته دې کار ته پرېنښودل.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او د دولتاباد لپاره د طالبانو د نظامي مرستیال په شمول ۱۱ نور طالبان ټپيان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په فاریاب کې د وراوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.
د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ تازه نښتې داسې وخت شوي چې پرون لومړی طالبانو او بیا افغان پوځیانو د اختر په شپو او ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو د مالیې وزارت د مېوو پر وارداتو تعرقه لوړه کړه
د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ځینو توکو او مېوو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راغلی دی.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۱۸ جدی) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر وارداتي مېوو لکه ناک، انګورو او توتۍ یا سټرابېري باندې ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګول شوې ده.
افغانستان په خپله د مېوو یو صادروونکی هیواد دی خو بیا هم ځینې مېوې له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.
د طالبانو د مالیې وزارت همداراز ویلي چې پر پلاستيکي بوټونو ګمرکي تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې او پر پټاکۍ او کاغذباد تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته زیاته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا تعرفې د ګډې بینالوزارتي کمېټې له لوري د کورني صنعت د ملاتړ په هدف ټاکل شوې دي.
د افغانستان او پاکستان سوداګري ۵۳ سلنه کمه شوې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوهاړخیزه سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې له ۱.۲۶ میلیارد ډالرو څخه د روان مالي کال (۲۰۲۵–۲۶) په همدې موده کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. د دې کمښت اصلي لامل د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د لارو بندېدل بلل کېږي.
د ۲۰۲۵–۲۶ مالي کال له جولای څخه تر دسمبر پورې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تحارتي مالونو دوهاړخیزه سوداګري په څرګند ډول راکمه شوې ده. په پاکستان کې رسمي سرچینو «نېشن» ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۵۵ سلنه کم شوي، چې له ۷۵۴ میلیون ډالرو څخه ۳۳۶ میلیون ډالرو ته راښکته شوي دي.
همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د تېر کال پرتله ۴۹ سلنه کم شوي او له ۵۰۷ میلیون ډالرو څخه ۲۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د همدې بدلونونو له امله، د دواړو هېوادونو مجموعي سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
په افغانستان کې د اوبو بحران، اروپایي ټولنه او یوه تحقیقاتي موسسه په همدې هدف انلاین غونډه لري
اروپايي اتحادیه او د «اکسیپت» تحقیقاتي موسسه په افغانستان کې د اوبو د بحران او د خلکو په ژوند د اقلیمي بدلونونو د اغیزو د څیړنې لپاره انلاین غونډه کوي.
اروپايي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ ( دمرغومي په ۱۸ مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې یاده غونډه د جنوري په ۲۱مه دایریږي.
دغه راز اکسیپت موسسې په خپل ویبسایت لیکلي دي چې په غونډه کې په کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او کلیوالي سیمو خصوصا د هلمند د سیند د حوزې سیمو ته د اوبو د کمښت دبحران غځیدل څیړل کیږي.
دغونډې تنظیموونکي وايی چې دغه بحران د ۳،۵ ملیون کسانو د ژوند چارې ګواښي.
افغانستان دنړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون څخه سخت متاثر شوي دي او دغه هیواد په روان کال کې هم د ورښت له کموالي سره مخ دی.
د خبریالانو مرکز: ارزګان ۲۴م ولایت شو چې د ژوندیو موجوداتو تصویر خپرول په کې منع شول
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ارزګان ولایت کې د طالبانو لخوا د ذیروح اجسامو په عکاسي اود تصویرونو په نشر باندې بندیز غندي او دبیان دازادي او ازادو رسنیو د اصولو خلاف کار یې بولي.
مرکز د پنجشنبې ورځې په اعلامیه کې وویل چې دارزګان دامربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دغه ولایت کې د ذیروحو اشیاوو فیلم اخسیتل او خپرول منع کړي دي.
له دغه دستور سره سم ،د ارزګان داطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ارزګان تلویزیون راډیو ته اړولی دی.
محلي خبریالان هم له عکاسي او دتصویرونو له خپرولو منع شوي دي.
اعلامیه وايي چې د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي د ۱۷مې په مکتوب کې ویلي دي چې دغه لارښود د امربالمعروف د قانون د اولسمې مادې په اساس صادر شوی او رسنۍ باید له عکاسي ډډه وکړي.
دافغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې په خپله دغه پریکړه دې بیرته واخلي.
دافغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو په اساس ، ارزګان څلورویشتم ولایت دی چې د ذیروحو اجسامو د تصویرونو خپرول رسما په کې منع شوي دي.
تردې مخکې دا ممنوعیت په ۲۳ نورو ولایتونو کې اعلان شوی دی.
د طالبانو د حکومت په کابینه کې نوی بدلون، د اوبو او انرژۍ او د کلیو د پراختیا وزیران بدل شوي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشرتابه په خپل یو نوي فرمان کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ټاکلی او ددغه وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده یې د اوبو او انرژۍ وزیر ټاکلی دی .
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دپنجشبنې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې ددغو ټاکنو په ترڅ کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمرهم د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس ټاکل شوی دی.
سره له دې چې د طالبانو د حکومت په کابینه کې بدلونونونه معمول دي خو د اوبو او انرژۍ په مهم وزارت کې نوی بدلون په داسې حال کې اعلانیږي چې ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په روان ژمي کې د واورې او باران کچه ټیټه ده او په راتلونکو میاشتو کې به د اوبو په سرچینو ، کرنه او د خوراکي موادو په خوندیتوب جدي اغیز وکړي.
د اسپانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو یوه خونه رامنځته شوه
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت په اډانه کې د افغان میرمنو او نجونو د ملاتړ یوه خونه رامنځته کړه.
د دغې خونې موجودیت نن پنجشنبه ( د جدي ۱۸مه) په هغې غونډه کې اعلان شو چې د هسپانیا صدر اعظم پیترو سانچز، ډيپلوماتانو او د افغانستان د ښځو یوشمېر فعالانو په کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان لپاره د ښځو په نوم یوه سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه نوښت د افغانستان د فعالو ښځو د دوامداره هڅو پر مټ شوی دی.
که څه هم د دغې خونې د فعالیتونو په اړه ډېر جزییات نشته، خو اسپانیا په ۲۰۲۵ کال کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې د لږ تر لږه دوه غونډو کوربنه وه.
افغان فعالې ښځې له دې لارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو له حکومت سره د نجونو او ښځو د اساسي حقونو د پښو لاندې کولو له کبله حساب کتاب وکړي.
طالبان که څه هم ادعا کوي چې د نجونو او ښځو حقونه یې د اسلام په چوکاټ کې ورکړي دي، خو ګڼ شمېر افغانان، د اسلامي همکاریو سازمان او د بشري حقونو سازمانونه له دوی سره یوه خوله نه دي.
یو افغان ځوان بریتانیا کې د انساني قاچاق په تور محاکمه کیږي
یو اتلس کلن افغان پرون چهارشنبه د بریتانیا په یوه محکمه کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د لسګونه کډوالو ژوند یې خطر کې اچولی و.
د امان ناصر په نوم دغه ځوان تورن دی چې د ۴۶ ناقانونه کډوالو یوه ربړي بیړۍ یې له فرانسې څخه د بریتانیا په لور بیولې ده.
دغه افغان په محکمه کې ویلي، دی مجبور کړای شو و چې دغه بیړۍ له فرانسې بریتانیا خواته هدایت کړي.
د هغه بله محکمه د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۹مه جوړېږي.
دا د مانش کانال له لارې لومړۍ ډله کډوال دي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بریتانیا ته رسیدلي دي.
د بریتانیا حکومت په نوي قانون کې هغه کسان مجرم پيژني چې کډوال په دې خطرناکه لاره بریتانیا ته رسوي.
۲۰۲۵ کال کې ۲۹ کډوالو پر دغه لاره ژوندی بایللی دی.
د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتور غړیو د لارو د پرانیستو هڅې پيل کړې
د افغانستان او پاکستان د خصوصي سیکتورونو مرکچي کېمېټې پرون (چهارشنبه) د دوو هیوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ د لارو د پرانیستو په اړه غونډه وکړه.
ټاکل شوې ده چې د دواړو خواوو کمېټې خپل وړاندیزونه له خپلو حکومتونو سره شریک کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیتي ستونزو د حل په هدف، په ځانګړې توګه د لارو د پرانیستلو لپاره، د مذاکراتو وړاندیز کړی و. دا وړاندیز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري له هرکلي سره مخامخ شو او د همدې هدف لپاره څو انلاین غونډې هم وشوې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې پر کابل او پکتیکا د پاکستان له هوايي حملې او د دغو حملو په وړاندې د طالبانو له ځوابي بریدونو وروسته د پاکستان له لوري بندې شوې.
وروسته د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې تر هغو به له پاکستان سره لارې خلاصې نه کړي چې د لارو د نه بندولو په اړه یې کلک ضمانت نه وي ورکړی.
طالبانو د عمان د بهرنیو چارو وزیر ته د کابل د سفر بلنه ورکړه
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د عمان له بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي سره د افغانستان او عمان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو او د سوداګریزو، ترانزیتي او ترانسپورتي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه (د جدي ۱۷مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي متقي عمان ته خپل وروستی سفر ګټور بللی او دواړو لورو په وروستیو اوونیو کې د دوو هېوادونو ترمنځ د بېلابېلو همکاریو د پراخولو لپاره د پلاوو سفرونه مهم ارزولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې ټیلیفوني خبرو کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د سفر بلنه هم ترلاسه کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تېر کال د حوت په میاشت کې په یوه رسمي سفر عمان ته تللی و او هلته یې له البوسعیدي او د دغه هېواد له یو شمېر نورو جګپوړو چارواکو سره لیدنې کړې وې.
د طالبانو حکومت د ۱۴۰۳ کال په سنبلې کې د عمان په پلازمېنې مسقط کې د افغانستان د سفارت کنټرول ترلاسه کړ.
طالبان: په چاه اب کې د اعتراضونو په ترڅ کې ۴ تنه وژل شوي
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې د تخار په چاه اب ولسوالي کې د یوه قراردادي شرکت او د سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د رامنځته شوي اخ و ډب له امله څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.
عبدالمتین قانع نن د دې پیښې په تړاو چې د جمعې په ورځ شوې، د دوو تنو د نیولو خبر هم ورکړ.
د ښاغلي قانع په باور په وژل شویو کې درې تنه د سیمې اوسیدونکي دي او یو تن د قراردادي شرکت کارکوونکی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې د اوس لپاره د سرو زرو د دې شرکت کارونه دریدلي او د پولیسو تحقیقات ادامه لري.