افغانستان
کابل نن د 'سام' دوهمې او اصلي غونډې کوربه دی
کابل نن سې شنبه د زمري ۷مه د سام د دوهمې او اصلي غونډي کوربه دی.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند وویل چې د دې غونډې مشري د افغانستان او فنلنډ حکومتونه او د ملګرو ملتونو سازمان کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بهیې په خپلې وینا پرانیزي.
شمروز مسجدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په دې غونډه کې پر کومو مسایلو خبرې کېږي.
هغه زیاته کړه: "اساسي خبرې به ولسمشر محمد اشرف غني کوي چې د افغانستان د پنځو کلونو لپاره به د افغان حکومت لیدلوری په اقتصادي، امنیتي او سیاسي چارو کې وړاندې کوي. ترڅنګیې د افغانستان د مالیې وزارت د افغان حکومت د ملي پراختیا او سولي د چوکاټ دوهمه مسوده وړاندې کړي او وروسته به د جنوا په کنفرانس کې د دوه اړخیزو ژمنو پر پرمختګ راپور وړاندې شي. وروسته به نړیوال همکاران هم په دې مواردو کې خپل خپل نظریات شریکوي."
د سام لومړۍ غونډه چې تېره ورځ (دوشنبه د زمري ۶) د څه باندې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه، هم دوه برخې درلودې چې په یوې کې د کرونا ویروس له کبله د اقتصادي اغېزو او د دې ستونزې د هواري پر لارو چارو خبرې وشوې او په دوهمه برخه کې یې د افغانستان پر پراختیا او سولې بحث وشو.
ښاغلي مسجدي وویل چې دا غونډه د افغانستان د مالیې وزارت او د ملي امنیت شورا استازو، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مرستیال، د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې او هم د مدني ټولنو او ځینو خصوصي سکټورونو استازو برخه درلوده.
نوموړي وویل چې دغه ګډونوال په دې باور ول چې ښایي د کرونا ویروس منفي اثرات په افغانستان کې بېکاري او بېوزلي زیاته کړي، خو زیاتهیې کړه چې افغانستان د نړیوالو همکارانو په مرسته او په ملي بودجه کې د شفافیت په راوستلو له دې احتمالي ناورین څخه ځان ایستلی شي.
د غونډې ګډونوالو پر افغان حکومت هم غږ وکړ چې د فساد سره مبارزه او خلکو ته د خدماتو رسول ښه کړي.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي په نننۍ غونډه کې به له افغانستان سره د مالي ژمنو په اړه د جنوا د راتلونکې غونډې په اړه هم خبرې وشي.
کابل داسې مهال د دې دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی چې افغانستان د کرونا نړیوالې وبا د اغېزو ترڅنګ د سختو جګړو او تاوتریخوالي شاهد دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په هند کې د افغان سفارت لپاره د طالبانو ګمارلی شارژدافیر نوي ډیلي ته ورسېد
په هند کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو ګمارلی شارژدافیر نوي ډیلي ته رسیدلی دی.
هندۍ رسنۍ ( د هندو) راپور ورکړ چې د جمعې په ورځ مفتي نور احمد نور نوي ډیلي ته ورسید چې د افغانستان په سفارت کې د شارژد افیر چارې مخته یوسي.
د هندي رسنیو په وینا هند د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت د دې دیپلومات له منلو سره موافقه کړې وه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هند ته تللی و. د هغه سفر پرمهال ښاغلی نور هم له امیرخان متقي سره مل و.
طالبانو د دوه زره درویشتم کال په اپریل کې هم په نوي ډیلي کې د سفارت لپاره شارژدافیر معرفي کړی و چې هغه وخت یې د سفارت د کارکوونکو له لورې مخه ونیول شوه چې سفارت ته داخل شي.
د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان غوښتي د افغان کډوال نیول او ځورول پای ته ورسوي
د بخښني نړیوال سازمان په پاکستان کې په غیرقانوني ډول د افغان کډوالو پر نیولو، د هغوی پر ځورولو او په زوره افغانستان ته د هغوی پر استولو اعتراض کړی دی.
د بخښني نړیوال سازمان د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته د جمعې په ورځ په استولي لیک کې دا هم لیکلي دي چې د افغان کډوالو شړل ودروي.
په لیک کې دا ټینګار هم شوی دی چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ورکړي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی کیږي او له کمپونو او استوګنځایونو په زوره نه ایستل کیږي.
د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو د ادارې د راپور له مخې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له پاکستانه نهه لکه دیرش زره افغانان افغانستان ته اخراج شوې دي.
له قزاقستان سره سوداګري ۶۳ فیصده لوړه شوې
قزاقستان وایي چې په تیر یوه کال کې یې له افغانستان سره تجارت درې شپيته سلنه زیات شوی دی.
قزاقي رسنیو د دغه هیواد د چارواکو په وینا د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې دا فیصدي د دوه زره پنځه ویشتم کال په وروستیو کې ثبت شوې ده.
د راپور له مخې د دوه زره پنځه ویشتم کال د سپتمبر او ډسمبر په میاشتو کې افغانستان ته د قزاقستان صادرات یو اویا په سلو کې د وړم کال همدې مودې په پرتله زیات شوې دي.
قزاقستان تر ډیره افغانستان ته غله دانې صادروي او په اکتوبر میاشت کې له پاکستان سره د لارو له بندیدو وروسته افغان سوداګرو تر ډیره قزاقستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادو ته مخه کړې ده.
د طالبانو د مالیې وزارت د مېوو پر وارداتو تعرقه لوړه کړه
د طالبانو د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د ځینو توکو او مېوو پر ګمرکي تعرفو کې زیاتوالی راغلی دی.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۱۸ جدی) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر وارداتي مېوو لکه ناک، انګورو او توتۍ یا سټرابېري باندې ۸۰ سلنه ګمرکي تعرفه لګول شوې ده.
افغانستان په خپله د مېوو یو صادروونکی هیواد دی خو بیا هم ځینې مېوې له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي.
د طالبانو د مالیې وزارت همداراز ویلي چې پر پلاستيکي بوټونو ګمرکي تعرفه له ۳۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې او پر پټاکۍ او کاغذباد تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته زیاته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا تعرفې د ګډې بینالوزارتي کمېټې له لوري د کورني صنعت د ملاتړ په هدف ټاکل شوې دي.
د افغانستان او پاکستان سوداګري ۵۳ سلنه کمه شوې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوهاړخیزه سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې له ۱.۲۶ میلیارد ډالرو څخه د روان مالي کال (۲۰۲۵–۲۶) په همدې موده کې ۵۹۴ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده. د دې کمښت اصلي لامل د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د لارو بندېدل بلل کېږي.
د ۲۰۲۵–۲۶ مالي کال له جولای څخه تر دسمبر پورې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تحارتي مالونو دوهاړخیزه سوداګري په څرګند ډول راکمه شوې ده. په پاکستان کې رسمي سرچینو «نېشن» ورځپاڼې ته ویلي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تېر کال د همدې مودې پرتله ۵۵ سلنه کم شوي، چې له ۷۵۴ میلیون ډالرو څخه ۳۳۶ میلیون ډالرو ته راښکته شوي دي.
همداراز، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم د تېر کال پرتله ۴۹ سلنه کم شوي او له ۵۰۷ میلیون ډالرو څخه ۲۵۸ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د همدې بدلونونو له امله، د دواړو هېوادونو مجموعي سوداګري د تېر کال پرتله ۵۳ سلنه کمه شوې ده.
په افغانستان کې د اوبو بحران، اروپایي ټولنه او یوه تحقیقاتي موسسه په همدې هدف انلاین غونډه لري
اروپايي اتحادیه او د «اکسیپت» تحقیقاتي موسسه په افغانستان کې د اوبو د بحران او د خلکو په ژوند د اقلیمي بدلونونو د اغیزو د څیړنې لپاره انلاین غونډه کوي.
اروپايي اتحادیې د پنجشنبې په ورځ ( دمرغومي په ۱۸ مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې یاده غونډه د جنوري په ۲۱مه دایریږي.
دغه راز اکسیپت موسسې په خپل ویبسایت لیکلي دي چې په غونډه کې په کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او کلیوالي سیمو خصوصا د هلمند د سیند د حوزې سیمو ته د اوبو د کمښت دبحران غځیدل څیړل کیږي.
دغونډې تنظیموونکي وايی چې دغه بحران د ۳،۵ ملیون کسانو د ژوند چارې ګواښي.
افغانستان دنړۍ له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم له بدلون څخه سخت متاثر شوي دي او دغه هیواد په روان کال کې هم د ورښت له کموالي سره مخ دی.
د خبریالانو مرکز: ارزګان ۲۴م ولایت شو چې د ژوندیو موجوداتو تصویر خپرول په کې منع شول
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ارزګان ولایت کې د طالبانو لخوا د ذیروح اجسامو په عکاسي اود تصویرونو په نشر باندې بندیز غندي او دبیان دازادي او ازادو رسنیو د اصولو خلاف کار یې بولي.
مرکز د پنجشنبې ورځې په اعلامیه کې وویل چې دارزګان دامربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې په دغه ولایت کې د ذیروحو اشیاوو فیلم اخسیتل او خپرول منع کړي دي.
له دغه دستور سره سم ،د ارزګان داطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ارزګان تلویزیون راډیو ته اړولی دی.
محلي خبریالان هم له عکاسي او دتصویرونو له خپرولو منع شوي دي.
اعلامیه وايي چې د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مرغومي د ۱۷مې په مکتوب کې ویلي دي چې دغه لارښود د امربالمعروف د قانون د اولسمې مادې په اساس صادر شوی او رسنۍ باید له عکاسي ډډه وکړي.
دافغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غواړي چې په خپله دغه پریکړه دې بیرته واخلي.
دافغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو په اساس ، ارزګان څلورویشتم ولایت دی چې د ذیروحو اجسامو د تصویرونو خپرول رسما په کې منع شوي دي.
تردې مخکې دا ممنوعیت په ۲۳ نورو ولایتونو کې اعلان شوی دی.
د طالبانو د حکومت په کابینه کې نوی بدلون، د اوبو او انرژۍ او د کلیو د پراختیا وزیران بدل شوي
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مشرتابه په خپل یو نوي فرمان کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ټاکلی او ددغه وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده یې د اوبو او انرژۍ وزیر ټاکلی دی .
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دپنجشبنې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې ددغو ټاکنو په ترڅ کې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمرهم د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس ټاکل شوی دی.
سره له دې چې د طالبانو د حکومت په کابینه کې بدلونونونه معمول دي خو د اوبو او انرژۍ په مهم وزارت کې نوی بدلون په داسې حال کې اعلانیږي چې ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې په روان ژمي کې د واورې او باران کچه ټیټه ده او په راتلونکو میاشتو کې به د اوبو په سرچینو ، کرنه او د خوراکي موادو په خوندیتوب جدي اغیز وکړي.
د اسپانیا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو یوه خونه رامنځته شوه
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د دغه وزارت په اډانه کې د افغان میرمنو او نجونو د ملاتړ یوه خونه رامنځته کړه.
د دغې خونې موجودیت نن پنجشنبه ( د جدي ۱۸مه) په هغې غونډه کې اعلان شو چې د هسپانیا صدر اعظم پیترو سانچز، ډيپلوماتانو او د افغانستان د ښځو یوشمېر فعالانو په کې برخه اخیستې وه.
د افغانستان لپاره د ښځو په نوم یوه سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دغه نوښت د افغانستان د فعالو ښځو د دوامداره هڅو پر مټ شوی دی.
که څه هم د دغې خونې د فعالیتونو په اړه ډېر جزییات نشته، خو اسپانیا په ۲۰۲۵ کال کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې د لږ تر لږه دوه غونډو کوربنه وه.
افغان فعالې ښځې له دې لارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو له حکومت سره د نجونو او ښځو د اساسي حقونو د پښو لاندې کولو له کبله حساب کتاب وکړي.
طالبان که څه هم ادعا کوي چې د نجونو او ښځو حقونه یې د اسلام په چوکاټ کې ورکړي دي، خو ګڼ شمېر افغانان، د اسلامي همکاریو سازمان او د بشري حقونو سازمانونه له دوی سره یوه خوله نه دي.
یو افغان ځوان بریتانیا کې د انساني قاچاق په تور محاکمه کیږي
یو اتلس کلن افغان پرون چهارشنبه د بریتانیا په یوه محکمه کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې د لسګونه کډوالو ژوند یې خطر کې اچولی و.
د امان ناصر په نوم دغه ځوان تورن دی چې د ۴۶ ناقانونه کډوالو یوه ربړي بیړۍ یې له فرانسې څخه د بریتانیا په لور بیولې ده.
دغه افغان په محکمه کې ویلي، دی مجبور کړای شو و چې دغه بیړۍ له فرانسې بریتانیا خواته هدایت کړي.
د هغه بله محکمه د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۹مه جوړېږي.
دا د مانش کانال له لارې لومړۍ ډله کډوال دي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې بریتانیا ته رسیدلي دي.
د بریتانیا حکومت په نوي قانون کې هغه کسان مجرم پيژني چې کډوال په دې خطرناکه لاره بریتانیا ته رسوي.
۲۰۲۵ کال کې ۲۹ کډوالو پر دغه لاره ژوندی بایللی دی.