افغانستان
خلیلزاد: د بندیانو تبادله کې پرمختګونه شوي

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی وايي، د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل په هدف د پرتو خنډونو حل ته ژمن دی.
زلمي خلیلزاد پرون ناوخته د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انسټېټوټ په کوربه توب هغه بحث ته دا خبرې وکړې، چې د افغانستان په سوله ییز راتلونکي کې د مرکزۍ اسیا د ملاتړ پر موضوع رابلل شوی وی.
ښاغلي خلیلزاد وویل، چې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو د پیل لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو په تبادله کې پرمختګونه شوي دي.
هغه زیاته کړه: "موږ له افغان حکومت او طالبانو سره نورو هڅو ته هم ژمن یو چې د بندیانو د تبادلې په برخه کې پرتې اندېښنې حل شي، چې ورسره د اعتماد جوړونې لپاره بندیان تبادله او بین الافغاني مذاکرې پیلېدای شي."
د ښاغلي خلیلزاد په وینا حکومت تر اوسه شا و خوا ۴۴۰۰ بندیان خوشې کړي او طالبانو هم له خپله اړخه ۸۶۱ بندیان خوشې کړي دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې له مخې چې په قطر کې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه لاسلیک شوې، تر بین الافغاني مذاکرو مخکې به حکومت په ټوله کې د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشې کوي.
د افغانانو خپلمنځي مذاکرې چې د مارچ میاشتې لسمې ته پلان شوې وې، د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلافاتو له کبله لا پیل شوي نه دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ښځو شبکه: طالبانو ۴ کلونو کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې ته دوام ورکړی

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه وایي، طالبانو د بیا واکمنۍ په څلورو کلونو کې د ښځو سیستماتیکې ځپنې او له سیاسي، ټولنیز او روزنیز ژونده د هغوی ګوښه کولو ته دوام ورکړی دی.
دغې شبکې دا خبره نن شنبه ( د اګست ۹مه) په هغې خبرپاڼه کې کړې چې د طالبانو د بیا واکمنۍ د ۴مې کلیزې په درشل کې یې خپره کړې.
شبکې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پيژنی او مشرتابه دې له بندیزونو سره مخامخ او قانوني چلند باید ورسره وشي.
طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴مه د جمهوري نظام تر سقوط وروسته په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته ورسېدل.
دوی د واک په لومړنیو اونیو کې د ښځو لپاره د جمهوریت د نظام ځانګړی شوی وزارت او د بشري حقونو کمیسیون منحل او پر ښځو یې له شپږم ټولګي پورته تحصیل په ګډون بیلابیلو برخو کې بندیزونه ولګول.
ار.ایس.ایف: د بیان ازادۍ په وړاندې د طالبانو کمپاین شدید شوی

د بې پولې خبریالانو ټولنه وایي، په وروستیو کې په افغانستان کې د خبریالانو نیول او په جبر له هغوی نه د اعترافاتو اخیستل، د ازادو رسنیو د ځپلو لپاره د طالبانو د کمپاین شدت ښيي.
دغې ټولنې د جمعې په ورځ ( د اګست ۸مه) په یوه خبرپاڼه کې د رسنیو او خبریالانو ځپل غندلي او د نیول شویو خبریالانو د سملاسي ازادۍ غوښتنه یې کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د روان میلادي کال د جولای له ۲۲مې تراوسه( په تیرو دریو اونیو کې) په کابل کې لږ تر لږه څلور خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو او یا هم امربالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو له خوا په خپل سر نیول شوي دي.
دوی ویلي چې دغه ډول توقیفونه د بیان ازادۍ ګواښي او هم عادلانه محکمې ته د لاسرسي حق نقضوي.
د بې پولې خبریالانو سازمان پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بیان ازادۍ په وړاندې د طالبانو د حکومت پر کړنو چوپ پاته نه شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ وویل چې د طالبانو استخباراتو په بامیانو کې د ( نسیم راډیو) مسول مدیر او دوه خبریالان نیولي دي.
د پاکستان اردو ادعا کوي چې په ژوب کې یې ۳۳ وسلوال وژلي دي

د پاکستان اردو ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو هغه ۳۳ وسلوال چې هڅه یې کوله له افغانستانه د پاکستان جنوب لویدیځې نا آرامې سیمې ته داخل شي وژلي دي.
د پاکستان د اردو د جمعې ورځې اعلامیې وویل چې دغه شپني عملیات د بلوچستان په ژوب په ولسوالۍ کې هغه مهال وشول چې عسکر له خوارجو سره مخامخ سول.
د پاکستان حکومت پاکستاني طالبانو او بلوڅ بیلتون پالو ته د خوارج اصطلاح کاروي.
د پاکستان اردو وايی د پاته وسله والو د موندنې او له مینځه وړلو لپاره د پلټنې او تعقیب عملیات روان دي.
اسلام آباد وايي پاکستانی طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه کوي خو کابل تل دغه ادعا بی اساسه ګڼلې او رد کړې.
د پاکستان اردو پرته لدې چې کوم دلیل وړاندې کړي دا هم ویلي چې وژل شوي وسلوال دهند له ملاتړه برخمن وو.
پاکستانی طالبانو یا کومې بلې ډلې هم د پوځ د ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي او ازادي راډیو په خپلواکه توګه د پوځ ادعا نه شي تاییدولای.
څه دپاسه زر کورنۍ پرون له ایران او پاکستان، افغانستان ته ستنې شوي

څه دپاسه زر کورنۍ د جمعې په ورځ له ایران او پاکستان افغانستان ته ستنې شوي دي.
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس رپوټ ورکوي چې یو زر او ۱۱۴ کورنۍ او په دوی کې ۲۰۲ کورنۍ د ننګرهار د تورخم ، ۹۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک ، ۱۱۰ کورنۍ د نیمروز د ابریشم پل او ۷۱۰ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هیواد ته ستنې شوي دي.
خبر زیاتوي چې د غو کورنیو د طالبانو د حکومت لخوا مرسته ترلاسه کړې ده.
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان -هبیتات) وايی په ټولنه کې د راستنیدونکو د ادغام موفقیت د محلی بنسټونو په مټ هراړخیزو او منظمو هلوځلو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو ویلي خصوصا له ایرانه افغانستان ته د ګڼ شمیر افغانانو ستنول افغانستان له یو نوی بیړني حالت سره مخ کوي.
( ای او ایم) راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه

د کډوالۍ نړیوال سازمان( ای او ایم) له نړیوالې ټولنې غوښتې دي چې افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو لپاره بیړنۍ بودیجه اختصاص کړي.
( ای او ایم) په یوه بیان کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، وویل، افغانستان د کډوالو د راستنیدنې له یوې لویې څپې سره مخامخ دی که بیړنۍ مرستې له دې خلکو سره ونه شي، ممکن شته سیستمونه له منځه ولاړ شي چې دا چاره بیا په میلیونونو کسان له جدي ګواښ سره مخامخولی شي.
د ( ای او ایم) په وینا د دوه زره درویشتم کال د سپتمبر له میاشتې تر اوسه له پاکستان او ایران څخه تر څلور میلیونه ډیر افغانان خپل هیواد ته ستانه شوې دي چې له دې ډلې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کې تر دې دمه تر یو نیم میلیونه ډیر کډوال افغانستان ته ستنیدلې دي.
د زابل په شاه جوی ولسوالي کې لګیدلی اور مهار شو

د زابل په شاه جوی ولسوالي کې عامو خلکو ته لګیدلي اور په میلیونونو افغانۍ زیان اړولی دی.
دا اور پرون د لرګیو په یوه ټال کې ولګید. د زابل امنیه قومانداني په خپله ایکسپانه کې لیکلي دي چې دا پیښه د نجارانو په کوڅه کې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې وه او بیا له مرکز کلات څخه د اطفاییه له ورتګ او په سیمه کې د خلکو په مرسته دا اور مړ شو.
د زابل د امنیه قومانداني په بیان کې راغلې دي چې د دې هڅو په نتیجه کې د شاوخوا شل ملیونه افغانیو په ارزښت د نور زیان اوښتو مخه ونیول شوه.
د راپورونو له مخې د دې اور له امله شاوخوا درې میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
یونیسف په کندهار کې نهه ښوونځي جوړ کړل

د کندهار په پنځو ولسوالیو کې د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق( یونیسف) په مالي ملاتړ نهه ښوونځي جوړ شول.
دا ښوونځي په سپین بولدک، معروف، ارغستان، ډنډ او دامان ولسوالیو کې د څه باندې څلور اویا میلیونه افغانیو په لګښت ودان شوې دي.
په کندهار کې د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې په دې مکتبونو کې د زده کوونکو لپاره د درس مناسب چاپیریال، روغتیایي اسانتیاوې، پاکې اوبه، تشنابونه او نور ضروري تسهیلات برابر شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: د سلګونو افغان کډوالو د ویزو د تصویب چارې روانې دي

د امریکا حکومت وایي چې د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام روان دی او سلګونه ویزې اوس مهال د تصویب په مختلفو مرحلو کې دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاندې ټامي پيګوټ د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن ډي سي کې خبرې غونډې ته وویل چې (SIV) پروسه روانه ده او دا له کلونو راهیسې ادامه لري. نوموړي بیا وویل چې د ټرمپ اداره دې پروګرام ته لومړیتوب ورکوي.
د SIV پروګرام د هغو افغانانو لپاره دی چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو له ځواکونو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو سره یوځای کار کړی دی او اوس غواړي چې امریکا ته پناه یوسي.
په متحده ایالاتو کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د اوږدې مودې ملاتړ سربیره، دا پروګرام د ورو پروسس کولو، لوژستیکي خنډونو او امنیتي اندیښنو په ګډون له ننګونو سره مخامخ دی.
په جرمني کې د ښځینه افغانانو د پناه اخیستو شمیرې زیاتې شوې

د جرمني د مهاجرت او کډوالو فدرالي دفتر (BAMF) وايي چې په جرمني کې د پناه غوښتونکو افغان ښځو شمېر په بې ساري کچه زیات شوی دی.
د شپیګل اونیزې په وینا، یوازې په جولای میاشت کې له ۳۰۰۰ څخه زیاتو افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د تیرې میاشتې په پرتله دوه چنده زیاته ده.
د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، شاوخوا ۹۵۹۳ افغان ښځو په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې، چې د دې غوښتنلیکونو نیمایي یې د هغو ښځو دي چې پخوا په جرمني کې اوسېدلې وې او اوس یې خپلو دوسیو ته د بیا کتنې درخواستونه ورکړې دي.
په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبانو بیا کابل ونیو، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړې منع کړې او په ډیری دولتي دفترونو او غیر دولتي موسسو کې یې د ښځو د کار مخه نیولې ده.
د نسیم راډیو کارکوونکي ونیول شول او دغه رسنۍ بیا وتړل شوه

د افغان خبریالانو مرکز رپوټ ورکوي چې د ولایتي استخباراتو لخوا په دایکندي کې د سیمه ییزې راډیو نسیم د مدیر او دوو خبریالانو په نیولو او د هغې د تجهیزاتو ضبطولو سره، د راډیو نسیم او په بامیان کې د هغې د سیمه ییز سټوډیو فعالیتونه وځنډول شول.
د افغان خبریالانو مرکز د واکمنې استخباراتي ادارې دا عمل په ولایت کې د آزادو رسنیو د ځپلو او محدودولو لپاره یوه څرګنده هڅه ګڼي او غندي یې.
د طالبانو په څلور کلنه واکمني کې په خبریالانو او رسنیو فشار زیات شوی دی ، ګڼ شمیر نیول شوي او ډیری خصوصا ښځینه خبریالانې اړ شوی چې خپل کار پریږدی او له هیواده ووځي.