د افغانستان ولسي جرګې د سې شنبې په ورځ په عمومي ناسته کې هغه ۲۲۴ میلیونه ډالره چې افغان حکومت د ملي دسترخوان په نوم د هېواد بېوزلو خلکو سره مرستو ته ځانګړې کړې وه رده کړه.
ولسي جرګه د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کې عمومي ناستې جوړوي خو نن سې شنبې یې د همدې موضوع په خاطر ځانګړې ناسته جوړه کړې وه.
خان محمد سیند په دې اړه د ولسي جرګې له لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي سره مرکه کړې چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ: