افغانستان
د ټاپي اجرائیوي رئیس سره د کانونو وزارت خبرې؛ ټاپي دې ژر تطبیق شي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې په اقتصادي او نورو اساسي مسایلو خبرې وکړې.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازدي راډیو ته وویل چې دا خبرې پرون ناوخته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د ټاپي پایپلاین له اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف سره کړي.
د نوموړي په خبره د ناستې په ترڅ کې د پروژې د چټک تطبیق او د چارو د ښې همغږۍ، د پروژې د امنیت، د ځمکو د استملاک، د ګازو د استفادې او د پروژې په اجتماعي او اقتصادي اړخونو خبرې شوې دي.
ښاغلی مطفي وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت په افغانستان کې د ټاپي ګاز د پایپلاین د اصلي شریک په توګه د دې پروژې چټک تطبیق او د ښکېلو اړخونو ترمنځ د قوي همغږۍ د مسؤل په توګه کار کوي ترڅو له ټولو شریکانو سره د ټاپي پروژې په تخنیکي، حقوقي، اقتصادي او اجتماعي برخو کې اساسي تحرک رامنځته او د پروژې ساختماني چارې ژر پيل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک په هکله به د ښارجوړونې له وزارت سره همغږي رامنځته شي او د خلکو د مشارکت په موخه به د انکشافي شوراګانو او ولسي تړون له پرګرامونو ګټه واخیستل شي چې د پروژې اجتماعي چارې منظمې شي. په افغانستان کې د ټاپي پروژې تړون څلور کاله وړاندې د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د پاکستان د صدراعظم او د هند د جمهور رئیس د مرستیال لهخوا په هرات کې لاسلیک شو.
ټاپي هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.
دا پروژه په کال کې د ۳۳ میلیارده متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري چې افغانستان بیا له دې لارې هر کال د ۴۰۰ میلیونه ډالرو ټرانزیټ حق ترلاسه کوي.
افغان چارواکو ویلي چې دا پروژه ۱۲،۰۰۰ افغانانو ته د کار زمینه هم برابروي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د روسیې سترې محکمې طالبان د ترهګرو له نوملړه وایستل

د روسیې سترې محکمې نن پنجشنبه طالبان د ترهګریزو ډلو له نوملړه لرې کړل.
اسوشیتید پریس خبري اژانس دا کار د طالبانو لپاره " دیپلوماتیکه بریا" بللې.
روسیې په ۲۰۰۳ کال کې طالبان د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي وو.
تر دې وړاندې د روسي د کابینې یوشمېر غړو له ولسمشر پوتین نه غوښتي وو چې طالبان له دې نوملړه وباسي.
هغه مهال روسي چارواکو ویلي و چې دوی د طالبانو د حکومت رسمیت پيژندنې ته ګامونه جدي کړي دي.
طالب او پاکستاني چارواکو د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته فعالیت پر امکان خبرې کړي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال جام کمال خان سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د شته ترانزیتي ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن ( پنجشنبه د حمل ۲۸مه) په یوه بیان کې څرګنده کړه چې په دې غونډه کې د څلرویشت ساعتونو په مخ د تورخم بندر د فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو هیوادونو له لارې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د رامنځته کیدو په اړه بحثونه او خبرې شوې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي دي چې دواړو لوریو ترمنځ به بیلابیلې تخینکې غونډې ترسره شي چې پکې داسې پریکړې وشي چې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی پرون په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسید.
د طالبانو پلاوي له پاکستاني چارواکو سره پر ترانزیټي ستونزو خبرې وکړې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سیال جام کمال خان سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د شته ترانزیتي ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه بیان کې څرګنده کړه چې په دې غونډه کې د څلرویشت ساعتونو په مخ د تورخم بندر د فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو هیوادونو له لارې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د رامنځته کیدو په اړه بحثونه او خبرې شوې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي دي چې دواړو لوریو ترمنځ به بیلابیلې تخینکې غونډې ترسره شي چې پکې داسې پریکړې وشي چې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوی پرون په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسید.
اوکراین کې د روسیې تازه برید، درې تنه وژل شوي او ۳۱ ټپیان دي

د اوکراین پر جنوب ختیځ ښار دنیپرو د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه میرمنې او یو ماشوم وژل شوی او د درې ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.
د سیمې والي سیرهي لیساک تېره شپه پر خپل ټېلګرام چېنل لیکلي چې د پروني برید د ټپيانو له ډلې ۵ یې تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.
د دنیپرو ښاروال ویلي چې برید د ښاروالۍ ودانۍ ته په سل متري واټن کې شوی چې له کبله یې شاوخوا ۱۵ هستوګنیز کورونه تخریب شوي دي.
د برید له ځایه په خپرو شویو ویډیوګانو کې د اور لمبې او د اور وژونکو د ژغورنې هڅې ښکاري.
پر اوکراین په دې وروستیو کې دغه خونړي بریدونه داسې مهال کیږي چې دغې جګړې ته اوس په نړیواله کچه د پای ته رسولو هڅې هم ډېرې شوي دي.
امریکایي چارواکي پاریس کې د اوکراین د جګړې او له ایران سره د شخړې پر مخنیوي خبرې کوي

د امریکا دوه لوړپوړي چارواکي نن پنجشنبه ( د حمل ۲۸مه) په پاریس کې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو او له ایران سره د امریکا د احتمالي شخړې پر مخنیوي خبرې کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د منځني ختیځ لپاره یې ځانګړی استازی سټیف ویټکوف د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره د خبرو په هدف پاریس ته رسیدلي دي.
رویټرز لیکلي چې امریکایي چارواکي به د روسیې په اړه د اروپایي ټولنې اندیښنې اوري او د اوکراین د سولې د پلان پر څرنګوالي به خبرې کوي.
اروپایي مشران د ټرمپ پر هغې ډيپلوماسۍ خفه دي چې د اوکراین په جګړه کې یې خپله اوکراین پړ بللی دی.
د منځني ختیځ لپاره به د امریکا استازی له پاریس وروسته روم ته ولاړ شي او هلته به د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرې وکړي.
ټرمپ تر دې وړاندې خبرداری ورکړی که ایران له اټومي پروګرامونو لاس وانخلي، د اسراییل په وسیله به برید پرې وکړي.
۱۳۸ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل

یوه الوتکه چې ۱۳۸ افغان کډوال پکې سپاره وو، له اسلام اباد څخه د جرمني لایپزیګ ښار ته ورسیده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ټولو افغانانو د "مشروط قانوني استوګنې جوازونه" ترلاسه کړي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پناه غوښتونکو کې ۴۵ ماشومان، ۷۶ ښځې او ۶۲ نارینه شامل دي.
دوی به لومړی د مرکزي جرمني د کډوالو کمپ ته ولیږدول شي او په راتلونکو دوو اونیو کې به نورو ښارونو ته وویشل شي.
سږ کال درې نورو الوتکو ۴۶۱ افغان کډوال جرمني ته لیږدولي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې نږدې ۲۶۰۰ "زیان منونکي" افغانان لا هم جرمني ته د لېږد په تمه دي.
دا هغه افغانان دي چې وايي د طالبانو د واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د دوی ژوند په خطر کې دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې زیانګالي افغانان به د پاکستان د حکومت لخوا د جبري ایستلو له خطر سره مخ نشي، وویل: "موږ د پاکستاني چارواکو سره نږدې همغږي لرو او ژمن یو چې د هغو کسانو سره مرسته وکړو چې د لیږد ژمنه یې شوې ده."
کندز کې ټلویزیونونه د ژوندیو موجوداتو له ښکاره کولو منع شول

طالب چارواکو په کندز ولایت کې هم رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له ښکاره کولو منع کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز دا خبره چهارشنبې ناوخته په یوه بیان کې کړې ده.
د دغه مرکز په خبره کندز څوارلسم ولایت شو چې د طالبانو له خوا رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو منع شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز او د رسنیو نورو فعالانو پر رسنیو د ژوندیو موجوداتو د خپرولو ممنوعیت د اطلاع رسونې، بیان ازادۍ او اطلاعاتو د خلکو د لاسرسي د حق سرغړونه بللې ده.
دمګړۍ په هغو ولایتونو کې چې رسنۍ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرولو منع شوي یواځې د غرونو-رغونو، دښتو، ونو او فصلونو نندارې وړاندې کېږي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې څلور افغان ورونه له تیرکال راهیسې تري تم دي

د اسلام اباد سترې محکمې د پلازمېنې اسلام اباد او پنجاب پوليسو ته امر کړی چې په دوو اوونيو کې د څلور لادرکه افغانان وروڼو درک ولګوي.
دغه څلور افغانان چې سره وړوڼه دي د ۲۰۲۴ په جنورۍ کې له اسلام اباد څخه تري تم شوي دي.
دلادرکه شویو افغانانو مورګل سيما په اړه محکمې ته عارضه شوې وه او محکمې نن چهارشنبه ( د حمل ۲۷مه) په دې اړه بحث وکړ.
محکمه کې د لادرکه شویو مور وویل، د پاکستان پولیس یې باید د زامنو د مړي-ژوندي درک ولګوي او معلومات ورکړي.
محکمې په دې برخه کې پولیس په ناغیړۍ تورن کړل او غوښتنه یې ترې وکړه چې د پلټنې چارې ګړندۍ کړي.
۱۶۲ افغان کډوال په یو چارټر الوتکه کې نن ماښام جرمني ته رسیږي

د پاکستان له پلازمینې اسلام اباده یو شمیر افغان کډوال په چارټر الوتکه جرمني ته په لار دي.
د جرمني دي يي ای خبري اژانس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، " تمه د دې افغانانو چارټر الوتکه په لابیزیک ښار کې نن مازیګر ناسته وکړي".
په نننۍ پرواز کې ۱۶۲ افغان کډوال رانتقال شوي دي.
له دې وړاندې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي و، شاوخوا ۲۶۰۰ افغانان چې جرمني ته د راتګ ژمنه ورسره شوې په پاکستان کې د انتقال په تمه دي.
د افغانستان کرکټ د ۱۹کلنو ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته د غوراوي سیالیو په ترڅ کې نن افغانستان د ۱۸۰ منډو په توپیر متحده عربي امارات ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
د متحده عربي اماراتو لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې ۱۶۸ منډې وکړي او ونه توانیده چې هدف ترلاسه کړي.
د ۱۹ کلنو لوبغاړو نړیوال جام د غوراوي پړاو د سیالیو په ترڅ کې دا د افغانستان درېیمه لوبه وه.
تر دې مخکې افغان لوبډلې خپلو سیالو عمان او او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.