- ویسا
ویسا ورځپاڼې پر کونړ د پاکستاني پوځیانو وروستي برید ته په اشارې، د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت په سیاست انتقاد کړی دی.
ویسا دا پړه د ملي وحدت پر حکومت اچولې او لیکلي چې یو ورځ به ملت له دوی په دې اړه خواب غواړي.
ورځپاڼې د ملي وحدت حکومت پر مهال د پاکستان دولت او پوځیانو یو شمېر هغو کړنو ته اشاره کړې چې د نهزغملو وړ بلل شوي چې پهکې پر ډیورند فرضي کرښه د اغزن تار غځول او د تورخم د دروازې په لوحه د «سرحد» کلمې لیکل هم شامل دي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې هم پر کونړ د پاکستاني پوځیانو د وروستي بريد په اړه لیکلي دي.
په ورځپاڼه کې راغلي، د پاکستاني ملېشو له لوري پر کونړ وروستی بريد ښکاره یرغل دی چې دغه يرغل د پاکستان پر ضد د افغان ولس سخت حساسيتونه راپارولي او له افغان حکومت او بهرنيو چارو وزارت هم په کلکه غوښتل شوي چې د دې مسئلې لپاره ډيپلوماتيک حل وګوري.
ورځپاڼې لیکلي، د پاکستاني پوځ د دغه عمل په غبرګون نن د افغانستان ملي شورا مهمه او فوقالعاده غونډه جوړوي چې په دې غونډه کې به د پاکستان د يرغل په وړاندې د افغان حکومت تصميم روښانه شي او د ملت په استازولۍ به د پاکستان په اړه واضح تصميم ونيسي!
هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې دا راټولېدنه د پاکستان د يرغلونو پر ضد د ملت احساسات روښانه کوي او ملت له خپلو اتلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی.
هېواد دا هم ليکلي چې حکومت به د ملت د دغه دريځ او د ملي شورا د استازو د مهم تصميم پر بنسټ له پاکستان سره چلند کوي!
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د ځرنګوالي په اړه ليکلي دي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې طرحې ډېرې، خو عملي اړخیې کمزوری دی.
ورځپاڼې ليکلي، که څه هم د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره ډېرې طرحې له رسنیو سره شریکې کړي، خو په خبرهيې دې طرحو نهیوازې عملي بڼه ونهموندله، بلکې د فساد د یوې اساسي منبع په توګه بدلې شوې دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، تر کومه چې له دغې پدیدې سره د حکومت دننه په اداري شفافو سیستمونو کار ونهشي، هره هڅه به بېنتیجې وي.
سرمقاله ليکونکي ادعا کړې، ليکلي قانون ماتوونکي هغه کسان دي چې خپله قانون جوړوي، خو عمل پرې نهکوي او په باور یې دا کار لامل شوی چې له فساد سره مبارزه نتیجه ورنهکړي.