د افغانستان روغتیا وزارت وايي سر له نن شنبې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د تنفس د ۵۰۰ دستګاوو د وېش بهیر پیلېږي.
وزارت وايي دغه دستګاوې په وروستیو کې پېرودل شوي او سر له ننه به د ټولو ولایتونو روغتونونو ته ورکول کېږي.
وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې اړه به نن د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په یوه کنفرانس کې خبرې وکړي.
په افغانستان کې د تنفسي دستګاوو موضوع وروسته له هغې لانجمنه شوه چې پژواک خبري اژانس تېره میاشت د جون پر ۲۲مه راپور ورکړ چې د تنفس ۳۲ دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوې دي.
که څه هم د افغانستان روغتیا وزارت دا موضوع رد کړله، وروستهیې په افغانستان کې د موجوده ۵۴ دستګاوو یو لېست خپور کړ چې بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د درملنې لپاره د مرستې په توګه ورکړې دي.
خو د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل ویلي وو چې دا لېست نیمګړی دی.