د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

ګارډین: کرونا ویروس به د افغانستان اقتصاد ډېر زیانمن کړي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ټینسي ټربیون

ټینسي ټربیون ورځپاڼې افغانستان کې د لاسي صنایعو د تولیدونکو او وړو سوداګرو پر ستونزو او بریاوو لیکنه کړې.

د دې لیکنې سرلیک دی" د طالبانو په وخت کې ځپل شوي افغان سوداګر اوس انلاین راکړه ورکړه کوي. "

د لیکنې لیکوال په بامیانو کې د زهره کاظمي په نوم د لاس صنایعو د یوې تولیدونکې یادونه کوي چې څنګه یې د یو بل امریکايي میشتې افغان په مرسته وکولی شول، خپل تولیدات له انلاین لارې نړیوال بازار ته ورسوي.

د لیکنې په یوه برخه کې په افغانستان کې د کاروبارونو لپاره شته ستونزې هم یادې شوې دي او وايي، د انټرنېټ کمی او انلاین بانکي سیستم ته محدود لاسرسی لا هم دې هېواد کې د افغان سوداګرو لپاره د پام وړ ننګونې دي.

  • سټارز اینډ سټرایپز

سټارز اینډ سټرایپز خپرونې بیا په افغانستان کې د هغو بهرنیو قرادادیانو ستونزې راخیستې چې کارونه یې پای ته رسېدلي خو لا هم په دې هېواد کې بند پاتې دي.

خپرونه وايي، باګرام کې یو شمېر بهرني کارګران د امریکایي سرتېرو لوی پوځي مرکز کې، داسې شرایطو کې ژوند کوي چې زندان ته ورته بلل کېدای شي.

د خپرونې په وینا د دې بهرنیو کارګرانو دندې ختمې شوې خو د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شويو محددیتونو یې کورونو ته د تلو مخه نېولې ده.

د ډېرو دې بهرنیو قراردادیانو دندې وروسته له هغې پای ته ورسېدې چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو سره د شوې هوکړې له مخې خپلې پنځه پوځي اډې تشې کړې.

سټارز اینډ سټرایپز خپرونه وايي، د امریکا پوځ هم منلې چې د کویډ۱۹ د محدودیتونو له کبله د څو هېوادونو قراردادیان نه دي توانېدلي چې د باګرام له پوځي اډې ووځي.

  • ګارډین

ګارډین بریتانوي ورځپاڼې بیا د افغانستان د اقتصادي راتلونکې په اړه د نړیوال بانک هغه وروستۍ اندېښنه راخیستې چې وايي د کرونا ویروس وبا به د افغانستان اقتصاد ډېر زیانمن کړي ځکه چې یو خو دې وبا بسپنه ورکونکي هېوادونه خپله له ستونزمن حالت سره مخ کړي او بل د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د راتلونکې په اړه بې باوري ددې سبب شوې چې څوک په دې هېواد کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

د ګارډین په لیکنه کې وړاندې راغلي، د ښار بندیو له کبله تمه کېږي چې د افغان حکومت خپل عواید به په سلو کې ۳۰ راکم شي. ورځپاڼه اقتصاد پوهانو او ډیپلوماټانو له قوله زیاتوي چې له افغانستان سره د مرسته کونکو هېوادونو په مرستو کې هم د کمي تمه کېږي، ځکه ډېر بسپنه ورکونکي هېوادونو خپله کرونا وبا له اقتصادي بحرانونو سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG