خبرونه
پنټاګون: امریکايي پوځیان د افغانستان له پنځو پوځي اډو وتلي

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) منلې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د توافق له مخې د افغانستان له پنځو پوځي اډو څخه امریکایي پوځيان وتلي دي.
د دغه وزارت لهخوا په یوې اعلامیه کې چې د جولای پر ۱۴مه خپره شوې راغلي، د یادې موافقې د ۱۳۵ ورځو په تېرېدو سره د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې خپل ځواکونه ۸،۶۰۰ ته کم کړي دي.
په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه کې د امریکایي ځواکونو د وتلو ترڅنګ د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمېدل او له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې مخامخ خبرو پیلېدل نورې مهمې برخې دي.
د پنټاګون اعلامیه وایي، امریکایي پوځیانو یادې پنځه پوځي اډې افغان ځواکونو ته سپارلې دي.
د امریکا دفاع وزارت دغهراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ او ملاتړ ته دوام ورکړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کنت مککنزي پرون په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال هم په دې اړه د امریکا ژمنه تکرار کړه او ویېویل چې متحده ایالات د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي څو دا هېواد یو ځل بیا د ترورېستانو په پټنځای بدل نهشي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو شمیر تر ۲۲۰۰ واوښت

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت پر ایکسپاڼه لیکلي دي چې د یکشنبې د شپې د زلزلې د قربانیانو شمیر ۲۲۰۵ ته رسیدلی دی.
د دې زلزلې له امله په زرګونو کسان ټپيان شوې هم دی.
اکثر تلفات په کونړ کې اوښتې دي، خو دې زلزلې په ننګرهار او لغمان کې هم یوشمیر کورونه زیانمن کړې دي.
نن هم یوې بلې ۴،۷ درجې زلزلې ختیځ ولایتونه ولړزول.
د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې وویل چې دا زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې.
ویل کیږي چې دغې نوې زلزلې د کنړ په چپه دره کې یو کور بشپړ ویجاړکړی دی خو له اوسیدونکو خالي وو نو مرګ ژوبله نه ده رامینځ ته شوې .
د تېرې یکشنبې په شپه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ درجې و، یوازې په کونړ ولایت کې له ۱۴۵۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.
له دې یوه ورځ وروسته یوې بلې ۵،۵ درجې زلزلې بیاهم د هېواد ختیځ ولړزاوه، خو د دې زلزلې د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
یوې بلې زلزلې نن بیا د افغانستان ختیځې سیمې ولړزولې

د افغانستان ختیځې سیمې نن یوځل بیا زلزلې ولړزولې.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې نن- د وږي ۱۳مه وویل چې دا زلزله د ورځې په ۱۰:۵۲ د جلال آباد ښار په ۱۳ کیلومترۍ واټن کې د ځمکې په لس کیلومتره ژور تل کې شوې ده او شدت یې د ریښتر په مقیاس ۴،۷ درجې و.
د دې تازه زلزلې د احتمالي زیانونو په اړه تراوسه دقیق معلومات نه شته.
دا په تېرو څلورو ورځو کې دریمه زلزله ده چې د افغانستان ختیځ لړزوي. د تېرې یکشنبې په شپه یوې سختې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ درجې و، یوازې په کونړ ولایت کې له ۱۴۵۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۳۴۰۰ نور یې ټپیان کړل.
له دې یوه ورځ وروسته یوې بلې ۵،۵ درجې زلزلې بیاهم د هېواد ختیځ ولړزاوه، خو د دې زلزلې د زیانونو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.
د ایران ولسمشر وايي په چین کې یې له خپل روس سیال سره څلور ساعته مهمې خبرې وکړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په څنډه کې یې له خپل روس سیال ولادیمیر پوتین سره څلور ساعته کتنه لرله.
ښاغلي پزشکیان له دې غونډې د راستنېدو پرمهال وویل چې له پوتین سره په کتنه کې یې د سیمه ایزو، اقتصادي او علمي مسایلو په اړه خبرې وکړې.
پزشکیان همداراز زیاته کړه چې د چین او ترکیې له ولسمشرانو سره په کتنو کې یې خورا مهمې او حیاتي ستراتیژیکې پرېکړې وکړې خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل.
د جرمني د خبري آژانس ډي پي اې د راپور له مخې د ایران مشران هیله من دي چې له روسیې او چین سره اړیکي به پر لویدیځ د تهران اتکا او د بندیزونو اغېز راکم کړي او د دې هېواد له دفاعي سکتور سره د همکارۍ په برخه کې به نوي فرصتونه رامنځ ته کړي.
برتانیا د پرځېدلي جمهوري نظام د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز د سیاسي پناه غوښتنه رد کړې ده

برتانیا د تېر پرځېدلي جمهوري نظام د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز د سیاسي پناه غوښتنه رد کړې ده.
ډېلي مېل ورځپاڼې پرون (د وږي ۱۲مه) د ښاغلي فیروز له قوله خبر ورکړی چې دی وايي، د برتانیا د مهاجرت د ادارې د دې حکم پر وړاندې یې اعتراض کړی او په دې اړه د بیا کتنې غوښتنه یې کړې ده.
فیروز ډېلې مېل ته ویلي چې که په برتانیا کې د استوګنې ویزه ترلاسه کړي، نو له خپلې تجربې څخه به د برتانیا د صحي نظام په ګټه کار واخلي.
ښاغلی فیروز چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ د جمهوري نظام د روغتیا وزیر و، اوس مهال د برتانیا د مهاجرت د ادارې په مرسته د بورن موت ښار په یوه هوټل کې دېره دی.
تراوسه روښانه نه ده چې د فیروز د سیاسي پناه غوښتنه ولې رد شوې ده خو د برتانیا حکومت د هغو رای ورکوونکو تر فشار لاندې دی چې برتانیا ته د کډوالو له ورتلو سره مخالفت کوي.
د طالبانو مخالفې د مقاومت جبهې د خپل یوه قوماندان وژل کېدل تایید کړل

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې ډلې مشر احمدمسعود تایید کړې چې طالبانو د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د دې ډلې یو قوماندان وژلی دی.
ښاغلي مسعود بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې ولیکل چې د شهید د اونۍ په درشل کې د دې ډلې یو قوماندان قیوم کهګدای د طالبانو پرضد د جګړې په سنګر کې وژل شوی دی.
مسعود نه دي ویلي چې دا جګړه څه وخت او په کوم ځای کې شوې، خو د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې کهګدای د سه شنبې ورځې په ماښام ناوخته په نهرین ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو.
د طالبانو امنیتي چارواکو د کهګدای د وژل کېدو یا په نهرین کې د کومې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د یوې قطرۍ وزیرې په مشرۍ پلاوی له زلزله ځپلو سره د مرستې په پار افغانستان ته ورسېد

د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیره ډاکټره مریم بنت علي بن ناصر المسند پرون (د وږي ۱۲مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېده څو د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته د دې هېواد مرستې ورسوي.
په یوه بیان کې چې د قطر د بهرنیوچارو وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویل شوي دي چې د دې هېواد له خوا د دوو خوځنده روغتونونو، دارو درملو، خیمو او خوړو مرستې په څلور پوځي الوتکو کې کابل ته ورسېدلې او په پام کې ده چې شاوخوا یوولس زره زلزله ځپلو ته ووېشل شي.
د قطر د بهرنیوچارو وزارت له خوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر محمدنعیم او نور طالب چارواکي د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د دریو ښځو په ګډون د قطري پلاوي هرکلی کوي.
د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې ورځې په زلزله کې چې تر ډېره یې کونړ ولایت زیانمن کړ د طالبانو د حکومت د چارواکو په وینا له ۱۴۵۰ ډېر کسان وژل شوي، ۳۴۰۰ نور ټپیان دي او شاوخوا ۶۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو په پراخو ساحو کې ماینونه او ناچاودي مهمات شته

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې شاوخوا ۲۵ کیلومتر مربع ساحه کې د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو مهماتو خطر شته.
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک پرون خبریالانو ته وویل چې د زلزله ځپلو سیمو او له هغو سره د مرستو د ارزونې پر وړاندې ننګونې د لارو د بندېدو له کبله ډېرې دي خو نوموړي زیاته کړه چې د خوړو، خیمو او د صحي مرستو د رسولو چارې پیل شوې دي.
د ملګروملتونو ویاند دا هم وویل چې د مرستندویانو لپاره د سرپناه، روغتیايي خدماتو، د څښاک د پاکو اوبو او خوړو د رسولو چارې لومړیتوب لري.
په عین حال کې خیریه ټولنو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان د ختیځ له زلزلې وروسته له دې هېواد سره مرستې زیاتې کړي.
د نړیوال لید د خیریه ټولنې د افغانستان د څانګې مشرې ټامیندري دی سیلوا پرون وویل چې افغانان له پرله پسې بحرانونو څخه پوزې ته رسېدلي دي او په داسې حال کې له دې بحرانونو سره مقابله کوي چې نړیوالې مرستې کمې شوي او په کور دننه هم د مرستو امکانات لږ دي.
مېرمن دي سېلوا وايي چې دې ټولنې له خپلې خوا هم له افغانستان سره د بسپنې د جلبولو کمپاین پیل کړی دی.
د طالبانو چارواکو هم له نړیوالو غوښتي دي چې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو سره مرستې وکړي.
ملګري ملتونه وايي چې د هېواد د ختیځ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره یوازې د څلورو اونیو بودیجه لري

د خوړو نړیوال پروګرام WFP خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مالي مرسته ترلاسه نه کړي نو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له مصیبت ځپلو سره د مرستې لپاره به یې سرچینې ژر پای ته ورسېږي.
په افغانستان کې د WFP مشر جان علییف نن (د وږي په ۱۲مه) رویټرز خبري آژانس ته وویل چې یوازې د ۴ اونیو لپاره بودیجه او د خوړو زېرمې لري.
د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام بودیجه د طالبانو له بیاواکمنېدو یوکال وروسته په ۲۰۲۲ کال کې ۱،۷ میلیارد ډالره وه خو د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې بودیجه سږکال یوازې ۳۰۰ میلیون ډالره ده.
پوتین د روسیې له لویدیځ څخه د اوکرایني ځواکونو په ایستلو کې د شمالي کوریا د سرتېرو ستاینه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن (د وږي ۱۲مه) د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه مننه وکړه چې د هېواد پوځیانو یې د روسیې له کورسک سیمې څخه د اوکرایني سرتېرو په ایستلو کې د مسکو مرسته کړې.
پوتین کوریايي سرتېري وستایل او ویې ویل چې هغوی په اتلولۍ سره جګړه وکړه.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د روسیې ولسمشر د چین په پلازمېنه بېجینګ کې په دې لیدنه کې ښاغلي کېم ته د مسکو د سفر بلنه ورکړه.
د پوتین او کېم لیدنې څه باندې دوه ساعته دوام وکړ خو د دوی د خبرو په اړه جزییات نه شته.
شمالي کوریا پر اوکراین د مسکو له حملې وروسته په تېرو درې نیمو کلونو کې د روسیې اصلي متحد پاتې شوی او د روسیې له لویدیځ څخه د اوکرایني پوځیانو د ایستلو لپاره یې خپل زرګونه سرتېری هلته واستول.
د ناروې د کډوالو د شورا خبرداری؛ د بودیجې کمښت ښايي له زلزله ځپلو سره مرستې اغېزمنې کړي

د ناروې د کډوالو شورا وايي چې د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې سیمه ایز امکانات ترډېره لګول شوي او د بودیجې د کمښت له وجې د مرستو د رسولو کچه او سرعت خورا ډېر محدود شوي دي.
دې خیریه ټولنې نن (د وږي ۱۲مه) د زلزلې د مصیبت ځپلو د وضعیت په اړه د یوه راپور په خپرولو سره ویلي دي چې په زلزله ځپلو سیمو کې په جوړو شویو موقتي خیمو کې د پنځوسو او سلو ترمنځ ښځو او ماشومانو له صحي خدماتو او نورو ضروري امکاناتو پرته پناه اخیستې ده.
په راپور کې راغلي دي چې له زلزلې ژغورل شوي خلک د سرپناه، خوړو، د څښاک د پاکو اوبو او د روغتیايي خدماتو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د ناروې د کډوالو شورا له نړیوالو مرستندویانو غوښتي دي چې په افغانستان کې له دې نوي راغلي بحران سره د مبارزې لپاره دې د مرستو ژمنې ډېرې کړي او د اوږد مهال په مخه په سیمه کې پاتې شي.