د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۳

خبرونه

د ډنډ پټان او انګور اډې سوداګریزې لارې پرانیستل شوې

ارشیف
ارشیف

د افغانستان په جنوب ختیځ کې له پاکستان سره د دوو تړل شویو سوداګریزو لارو بیا پرانیستنه د سوداګرو له هرکلي سره مخ شوې.

د ډنډ پټان او انګور اډې لارې چې په پکتیا او پکتیکا کې له څو میاشتې راهیسې تړل شوې وې، پرون پرانیستل شوې.

په پکتیا کې د کانونو او صنعت خونې رئیس فضل‌الدین جلال‌زي ازادي راډیو ته وویل چې دا لارې به تر ټولو لومړی ټرانسپورتي لګښتونه راټیټ کړي.

ښاغلی جلال‌زی زیاتوي: "د دې لارې خلاصول صنعت او سوداګرۍ ته حیاتي مسئله ده، ځکه هغه مصارف چې د غلام خان بندر او تورخم له لارې راځي، هغه د دې لارې په نسبت دوه چنده زیات دي، دا هواره لاره ده، ګاډي په ارزانه راځي، ستونزه‌یې دا ده چې دلته معیاري ګمرګ نه‌شته."

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، راتلونکې اوونۍ به د واګې بندر هم د افغانستان د صادراتو په مخ پرانیستل شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د هنګري صدراعظم نن له ولسمشر ټرمپ سره ګوري

ویکتور اوربان
ویکتور اوربان

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن د نومبر اوومه په سپینه ماڼۍ کې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان هرکلی کوي.

تمه ده چې غونډه به صمیمانه وي. خو د دواړو مشرانو ترمنځ له نژدې شخصي اړیکو سره سره، د اختلافي موضوعاتو اوږد لست شته.

که څه هم ټرمپ او اوربان په فکر او وینا کې متحد ګڼل کیږي، خو د روسیې د تیلو د وارداتو په خاطر دوی سره جوړ نه دي.

له واشنګټن څخه د اوربان یوه له اصلي غوښتنو څخه دا ده چې د روسیې د تیلو سوداګرۍ باندې د متحده ایالاتو له بندیزونو څخه معافیت ترلاسه کړي.

ټرمپ د اکتوبر په ۳۱مه خبریالانو ته وویل: اوربان د معافیت غوښتنه کړې ده. موږ لا تر اوسه دا نه ده منلې... ویکتور زما ملګری دی او هغه د معافیت غوښتنه کړې ده.

په نړۍ کې سږکال د پروسږکال په پرتله د کډوالو شمیر کم شوی

فلیپو ګراندي
فلیپو ګراندي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو عالي کمشنر وایي، په نژدې یوه لسیزه کې سږکال د لومړي ځل لپاره په نړۍ کې د کډوالو او بیځایه شویو خلکو شمیر ښکته شوی دی.

فیلپو ګراندي چې د کار موده یې په خلاصیدو ده د ملګرو ملتو عمومي غونډې ته د پنجشنبې په ورځ وویل، د دوه زره څلرویشتم کال په پای کې یوسل او درویشت میلیونه خلک په نړۍ کې د جګړو، شخړو او تاوتریخوالي له امله بیځایه شوي وو او نن دا شمیره یوسل او اوولسو ته راښکته شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې د دې شمیرو د کمیدو یو علت دا دی چې ګڼ سوریایان او افغانان خپلو هیوادو ته ستانه شوې دي.

ښاغلي ګراندي زیاته کړه چې له پاکستان او ایران څخه سږ کال ډیر افغانان افغانستان ته استول شوې دي، هغه هیواد ته چې هلته له بشري حقونو څخه په ځانګړې ډول د ښځو له حقونو څخه سرغړونې کیږي.

له ملګرو ملتو سره د فلیپو ګراندې دنده وروسته له لسو کلونو په راتلونکو څو اونیو کې پای ته رسیږي.

پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړې

استانبول-ترکیه
استانبول-ترکیه

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د استازیو د خبرو نن دوهمه ده.

دا دریم پړاو خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرون پیل شوې. د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.

بل لور ته یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په استانبول کې د پرونیو خبرو پرمهال پاکستاني لورې طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې تراوسه د دې طرحې جزییات نه دې رسنیز شوي.

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله له مراکش سره مخامخیږي

د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډله سبا د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په ترڅ کې له مراکش سره مسابقه وکړي.

دا لوبې د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې روانې دي.

افغان لوبډله په ( ب) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوې ده. تاجکستان ته یې نهه د پنځو په وړاندې ماتې ورکړې ده، له ایران سره یې پرون لوبه دوه د دوو په مقابل کې مساوي کړه.

د اسلامي پیوستون لوبو په ترڅ کې د اووه پنځوس اسلامي هیوادونو څه باندې درې زره لوبغاړي په نولس بیلابیلو ورزشي څانګو کې سیالۍ سره کوي.

اریانا سعید د هالیوود د موسیقۍ د جایزې نامزده شوه

اریانا سعید
اریانا سعید

آریانا سعید، چې یوه مشهوره افغانه هنرمنده ده، د هالیوډ د موسیقۍ د یوې معتبرې جایزې لپاره نومول شوې ده.

د هالیوډ د رسنیو د جایزو تنظیم کونکو (Hollywood Music in Media Awards) د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اریانا سعید سندره "موږ پر امېد باور لرو" د سږ کال د جایزو لپاره نومول شوې ده.

دا سندره د اریانا سعید، جیف بیل او جواین بیل په ګډه لیکلې او اریانا سعید او د بروکلین ځوانانو د کورَس په نوم د موسیقۍ ډلې ترسره کړې ده.

د هالیوډ د رسنیو د موسیقۍ جایزې د نړۍ د غوره هنرمندانو د درناوي لپاره یوه کلنۍ غونډه ده.

د سږ کال د جایزو مراسم د نومبر په ۱۹مه نیټه ترسره کیږي.

له اریانا سعید سره به د نړۍ مشهور هنرمندان لکه د هند اې ار رحمان هم ګډون وکړي.

د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه مساوي شوه

د افغانستان او ایران د فوتسال د ملي لوبډلو لوبه نن دوه د دوو په وړاندې مساوي شوه.

دا لوبه د اسلامي هیوادونو د پیوستون په نوم د سیالیو په ترڅ کې ترسره شوه چې د سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې روانې دي.

په دې سیالیو کې افغانستان د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته نهه د پنځو په مقابل کې ماتې ورکړه.

افغانستان په ( بې) ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره یوځای شوی دی.

د فرانسې چارواکي: هغه تورن کس چې پر خلکو یې موټر وروست، یو بنسټپال دی

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر نن وویل، هغه کس چې خپل موټر یې د فرانسې په لویدیځ کې پر خلکو وروست، په دې تورن دی چې بنسټ پاله دی.

لوران نونه زیاته کړه چې دغهَ پنځه دیرش کلن برید کوونکي د حملې پرمهال الله اکبر شعار ورکاوه، خو لاهم یو مخ څرګنده نه ده چې د چهارشنبې د ورځې دا برید دیني انګیزه لري که نه.

د اولرون په ټاپو کې د دې حملې له امله پنځه تنه ټپیان شوې دي چې د دوو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ دریم پړاو خبرې پيل شوې

د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د استازیو ترمنځ په استانبول کې دریم پړاو خبرې پيل شوې.

دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي او ځیني سرچینې خبر ورکوي که چیرته اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې پيلیدونکې دي

استانبول-ترکیه
استانبول-ترکیه

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو نن د ترکیې په استانبول ښار کې پیلېږي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی

افغانستان-کوکنار- ارشیف
افغانستان-کوکنار- ارشیف

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وایي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د دې ادارې د بیان له مخې چې نن ( د لړم ۱۵ مه) خپور شو دا هم ویل شوې دي چې د اپینو تولید او د اپینو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید هم کم شوی، او د مصنوعي مخدره توکو، په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر موندنې ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.

دا اداره زیاتوي چې سږ کال په شاوخوا ۱۰۲۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د بیان له مخې، وړم کال کې په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

د بیان له مخې د اپینو له درکه سږکال بزګرانو یوسل او څلور دیرش میلیونه ډالر ګټلي، په داسې حال کې چې پروسږکال دوی دوه سوه شپيته میلیونه ډالر ګټه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG