د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۶

افغانستان

ارګ: په هر ولایت کې یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکل کېږي

ارګ
ارګ

افغان کابینې پرېکړه وکړه چې هر ولایت ته به یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه ټاکي.

دغه ګام په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د ډېروالي په هدف پورته شوی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې دغه پرېکړه اعلان کړه.

هغه زیاته کړه: "د ښځو چارو وزارت له وړاندیز سره سم حکومت پرېکړه کړې چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه-یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه وټاکي، کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښونه وکړه چې د دغو پوستونو د رامنځ ته کېدو لپاره ګام پورته کړي."

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون دوه کاله وړاندې ویلي و چې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۲۲ سلنه ده، خو دوی ژمنه کړې وه چې تر څو کلونو به دغه کچه دېرش سلنې ته لوړوي.

ناامنۍ او په افغانې ټولنه کې دودیزې ستونزې په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې د کمۍ سبب شوې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان خبرې پيلیدونکې دي

استانبول-ترکیه
استانبول-ترکیه

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ د خبرو درېیم پړاو نن د ترکیې په استانبول ښار کې پیلېږي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.

د طالبانو او پاکستان حکومت د پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی

افغانستان-کوکنار- ارشیف
افغانستان-کوکنار- ارشیف

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وایي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د دې ادارې د بیان له مخې چې نن ( د لړم ۱۵ مه) خپور شو دا هم ویل شوې دي چې د اپینو تولید او د اپینو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید هم کم شوی، او د مصنوعي مخدره توکو، په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر موندنې ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.

دا اداره زیاتوي چې سږ کال په شاوخوا ۱۰۲۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د بیان له مخې، وړم کال کې په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

د بیان له مخې د اپینو له درکه سږکال بزګرانو یوسل او څلور دیرش میلیونه ډالر ګټلي، په داسې حال کې چې پروسږکال دوی دوه سوه شپيته میلیونه ډالر ګټه کړې وه.

په بنګله دیش کې د انتخاباتي کمپاین له پیلیدو سره سم برید شوی

۲۰۲۴- د بنګله دیش د صدراعظمې شیخ حسینې د حکومت پرضد د خلکو پاڅون
۲۰۲۴- د بنګله دیش د صدراعظمې شیخ حسینې د حکومت پرضد د خلکو پاڅون

د بنګله دیش چارواکو نن وویل چې وسله والو د یوې سیاسي ډلې پر غونډه برید کړی او یو تن یې وژلی دی.

فرانس پریس اژانس خبر ورکړ چې په دې حمله کې چې پرون وشوه د انتخاباتو د یوه نوماند په شمول دوه تنه ټپيان شوي هم دي.

دا برید وروسته تر دې وشو چې د چهارشنبې په ورځ انتخاباتي مبارزې پيل شوې.

په بنګله دیش کې پروسږکال له پراخو مظاهرو وروسته چې له امله یې د شیخ حسینې حکومت نسکوره شو، دا لومړي انتخابات دي چې ټاکل شوې ده د فبروري په میاشت کې ترسره شي.

دوبرېنت: که د جرمني د تګ مستحق افغانان د تګ له هڅو لاس واخلي، نقدې پیسې ورکوي

د اسلام اباد په یوه پارک کې جرمني ته د تګ په تمه افغانان، ارشیف
د اسلام اباد په یوه پارک کې جرمني ته د تګ په تمه افغانان، ارشیف

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت وایي، پاکستان کې د جرمني د تګ په تمه بندو افغانانو ته یې وړاندیز کړی چې که د جرمني د تګ له هڅې لاس په سر شي، نقدې پیسې به ورکړي.

رویټرز اژانس پرون چهارشنبه ( د لړم ۱۴مه) لیکلي، د جرمني دغه اقدام د صدر اعظم فریدریش مرتس د محافظه کاره دولت د کډوالۍ ضد هڅو یوه برخه ده.

شاوخوا دوه زره افغانان چې جرمني ته د تګ مستحق بلل شوي، له کلونو راهیسې پاکستان کې بند پاته دي او د راپورونو له مخې ناوړه اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي.

که څه هم معلومه نه ده چې جرمني دغو افغانانو ته له جرمني د لاس په سر کېدو په صورت کې د څومره پیسو ژمنه ورکړې، خو ځینو جرمني رسنیو "څو زره ایرو" یادې کړې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي " دا منطقي ده که څوک جرمني ته د تګ امکان ونه لري، هغوی ته مالي امکانات برابر شي چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه یا دریم هېواد ته ولاړ شي".

د ګډ امنیتي تړون سازمان: افغانستان د دغه سازمان د غړو امنیت ته یو جدي ګواښ دی

د ګډ امنیتي تړون سازمان مشران، ارشیف
د ګډ امنیتي تړون سازمان مشران، ارشیف

د ګډ امنیتي تړون سازمان سرمنشي وایي، افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته " د یوه جدي ګواښ" په توګه پاته دی.

ایمانقلی تاسماګامبېتوف دغه څرګندونې پرون چهارشنبه په مسکو کې د ګډو ګټو هېوادونو د امنیت شورا په ۱۳مه غونډه کې وکړې.

انټرفاکس خبري اژانس د هغه په حواله ویلي، تراوسه په افغانستان کې د ثبات او سیاسي ارامۍ لپاره اوږده لاره مخکې ده.

روسیه، تاجکستان، قرغېزستان، قزاقستان، بلاروس او ارمنستان د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه دي.

افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو معلومه نه ده چې پرونۍ غونډه کې یې د اوسني حکومت کوم استازی و او که نه؟

د طالبانو حکومت وړاندې تر دې د ګاونډیو او منځنۍ اسیا د هېوادونو ورته اندیښنې بې ځایه بللې دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې له واقعیت لیری او نا سمې بلي

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې چې ګواکې بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږځلې ټیلیفونی تماس نیولی ، له واقعیت لیری او نا سمې وبللې.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل ددواړو لوریو ترمینځ لومړۍ اړیکه د تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې شوې چې په ترځ کې یې اسحاق ډار له وضعیت څخه نا خبري څرګنده کړې وه او ویلي وو چې د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به تماس نیسي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاتوي چې د همدې لړۍ په دوام کې دوهم ځل هم اړیکه وشوه خو د دریم ځل لپاره یوه ورځ وروسته اسحاق ډار بیا داړیکې هڅه وکړه خو د حافظ ضیاء احمد تکل په وینا د بیلابیلو دلایلو وجوهاتو له کبله عملي نه شوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي د هیوادونو اړیکي باید د متقابل احترام او پر واقعیتونو ولاړ تعامل پر بنسټ وي.

دغه ناندرۍ په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چی ټاکل شوې د طالبانو حکومت او پاکستان استازي د شوي اوربند د خبرو په ادامه کې د ترکیې او قطر د منځګړو په حضور کې سبا استانبول کی بیا خبرو ته سره کیني.

د تیرې اکتوبر میاشتې په ۱۱ مه د دواړو لوریو ترمینځ له نښتو وروسته په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اور بند وشو. لدې وروسته د اکتوبر په ۲۵ په استانبول کې د ۶ ورځنیو خبرو په نتیجه کې د اوربند په تمدید موافقه وشوه او د چی دواړه لوري به د نومبر په ۶ مه بیا خبرو ته سره کیني.

د طالبانو حکومت د هوا له لارې سوداګري کې د اسانتیاوو خبر ورکوي

یوه کارګو الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې د بارګیري په حال کې ، عکس له آرشیفه
یوه کارګو الوتکه د کابل په هوايي ډګر کې د بارګیري په حال کې ، عکس له آرشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د هوا له لارې د سوداګريزو توکو په انتقال کې د اسانتیا خبر ورکوي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت اعلامیه وايي چې د دوی پرونۍ غونډه کې افغان اریانا هوايي شرکت ته لارښوونه وشوه چې وروسته لدې به فی کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یوه ډالر او فی کیلو وارداتي سوداګریز توکي په اتیا سینټه انتقالوي.

دغه راز د ترانسپورت او هوايي چلند وزارتونو ته لارښوونه شوې چې د اریانا شرکت لپاره خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ومني.

اریانا شرکت ته دا لارښوونه هم شوې چې یوه کارګو یا بار وړونکې الوتکه وپیري.

د طالبانو حکومت دغه اقدام په داسې مهال کوي چې د پاکستان له لارې سوداګري چې له مودو راهیسې ستونزمنه وه د دواړو خواوو ترمینځ له وروستیو نښتو وروسته یو مخ دریدلې ده.

افغان سوداګرو د بدیلو لارو په لټه کې منځني اسیا او د ایران د چابهار بندر لور ته مخه کړې.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د پنجشنبې په ورځ له مراکش سره لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د اسلامي هیوادونو د یووالي د لوبو د لړۍ په ترڅ کې سبا پنجشنبې له مراکش سره مخامخ شي. افغان لوبډلې پرون سې شنبې خپله لومړۍ لوبه له تاجکستان څخه ۹ د ۵ په مقابل کې وګټله. د سعودي عربستان پلازمینه ریاض د دغو لوبو کوربه دی. افغانستان په بې ګروپ کې له تاجکستان، مراکش او ایران سره دی. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې داسې مهال په دې لوبو کې ګډون کړی چې تراولس کلونو کشرې لوبډلې یې تیره اونۍ د آسیایي جام لوبو اتلولي خپله کړه.

د افغانانو په ګډون د غیرقانوني کډوالو د قاچاق وړونکو د یوې شبکې محاکمه په پاریس کې پيل شوه

د انګلستان په کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له پیښې وروسته چې اووه کسان پکې مړه شول، د افغانانو په ګډون د نهو مشکوکو قاچاق وړونکو محاکمه د سې شنبې په ورځ په پاریس کې پیل شوه.

څارنوالانو د افغانستان، عراق او سوډان نهه اتباع د غیرعمدي وژنې، له خطر سره د مخ کولو او بریتانیا ته د غیرقانوني ننوتلو لپاره د اسانتیا برابرولو پرمواردو رسماً تورن کړي دي.

دا کښتۍ چې ۶۵ کډوال پکې سپاره و، د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د فرانسې له بندري ښارکالې څخه انګلستان ته پر لاره وه چې د انجن د خرابوالي له امله ډوبه شوه. د ژغورنې کارکوونکو د شپږو غیرقانوني کډوالو جسدونه له اوبو څخه را وویستل اود یوه بل تن مړی وروسته د هالنډ په سواحلو کې وموندل شو.

د راپورونو له مخې د څو اروپایي هیوادونو لخوا ترسره شویو پلټنو وموندله چې په فرانسه او جرمني کې د قاچاق وړونکو یوې منظمې شبکې هغه کډوال چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل، انګلستان ته بیول. ویل شوي دغه شبکه د عراقي کردانو له خوا اداره کیده. د دې شبکې یوې څانګې په جرمني کې د کډوالو لوژیستیکي چارې سمبالولې او ظاهراً افغان ډلې هم ورته خلک پیدا کول چې انګلستان ته یې ولیږي.

ویل کیږي چې قاچاق وړونکو انګلستان ته د تګ لپاره له هر کس څخه څه کم یونیم زر ډالر اخیستل.

له کلونو راهیسې، غیرقانوني کډوال د انګلستان کانال له لارې په کوچنیو ربړي کښتیو کې بریتانیا ته د تیریدو هڅې کوي چې ډیری وختونه له خطرناکو پیښو سره مخ کیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو ترټولو بده پیښه څلور کاله مخکې رامنځته شوه چې ۲۷ غیرقانوني کډوالو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانانو ۳۱ کسیزه ډله جرمني ته ورسیده

د افغانانو هغه ډله د جرمني هانوور ښارته ورسیده چې له مخکې په جرمني کې منل شوي او پرون سې شنبې یې په یوې مسافروړونکې الوتکه کې له اسلام آباد څخه جرمني ته سفرکاوه.

د جرمني د ډي پي اې خبري آژانس د راپورله مخې د افغانانو دغه ۳۱ کسیزه ډله لومړی د ترکیې استانبول او له هغه ځایه پرون ماښام د جرمني هانوور ښار ته ورسیده. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دغه افغانان به د جرمني په مختلفو ښارونوکې ځای پرځای شي. دا هغه افغانان دي چې په جرمني کې د میشتیدو لپاره په محکمو کې یې دعواوې وړي دي. دا د جرمني د هغو پروګرامونو یوه برخه ده چې په ځانګړي ډول له خطرسره مخ افغانانو، لکه د پخوانیو سیمه ایزو کارکونکو، د بشري حقونو د مدافعینو او نورو د خوندیتوب او ملاتړلپاره ځانګړې شوي دي. ډیری افغان کورنۍ په اسلام آباد کې له میاشتو او کلونو راهیسې جرمني ته د تلو انتظارباسي.

د جرمني د حکومت په وینا، شاوخوا ۱۹۰۰ افغانان چې جرمني ته د تلو مستحق پیژندل شوي یا ورته د منلو ژمنې ورکړل شوي، تراوسه په پاکستان کې پاتې دي.n

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG