د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۴۱

محمد یوسف غضنفر په 'کووېډ-۱۹' د اخته کېدو له کبله مړ شو

محمد یوسف غضنفر
محمد یوسف غضنفر

د اقتصادي پرمختګ په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر پرون په حق ورسېد.

ولسمشر اشرف غني تېر ماښام په یوه بیان کې ویلي چې د اقتصادي-سوداګريز پرمختګ او د بې‌وزلۍ د کمولو په چارو کې د ده ځانګړی استازی په 'کووېډ-۱۹' د اخته کېدو له کبله په حق رسېدلی دی.

ښاغلي غني د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې یوسف غضنفر د افغانستان د ابادۍ او له بې‌وزلو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کار پیل کړی و او مړینه‌یې د هېواد او نظام لپاره لویه ضایعه ده.

یوسف غضنفر چې په ۱۳۴۴ هـ.ل کال کې په بلخ ولایت کې زېږېدلی و، د هېواد د نامتو سوداګرو له ډلې و او د ۱۳۹۸ کال په انتخاباتو کې یې د ولسمشر غني په دوهم ځل بریا کې مهم رول ولوباوه.

یوسف غضنفر د ولسي جرګې په ۱۵مه دوره کې د بلخ د خلکو استازی هم و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG