د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

اسپانیا کې یو میاشتنی بېړنی حالت پای ته ورسېد


د اسپانیا د اقتصاد په سلو کې څه باندې دولس د توریزم له عوایدو څخه ترلاسه کېږي.
د اسپانیا د اقتصاد په سلو کې څه باندې دولس د توریزم له عوایدو څخه ترلاسه کېږي.

په اسپانیا کې چې د کرونا ویروس له کبله سخت ځپل شوی، له یوې میاشتې راهیسې نافذ بېړنی حالت نن پای ته ورسېد.

په دې ترڅ کې اسپانیا چې د توریزم یې سخت ځپل شوی دی له پرتګال پرته له نورو ټولو ارپايي هېوادونو سره خپل سرحدونه پرانیستل.

د اسپانیا د اقتصاد په سلو کې څه باندې دولس د توریزم له عوایدو څخه ترلاسه کېږي.

په همدې حال کې په لاتینه امریکا کې د کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده او په دې ترڅ کې په برازیل کې چې ۲۱۲ میلیون وګړي لري په 'کووید-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له یو میلیون او د مړو شمېر له ۵۰ زرو واوښت.

XS
SM
MD
LG