د افغانستان د امنیتي او دفاعي ادارو چارواکو نن یکشنبه پر طالبانو تور ولګاوه چې تاوتریخوالي او جګړو ته دوام ورکوي او د سولې د راوستو لپارهیې لازم ګامونه نهدي پورته کړي.
طالبانو هم په دې وروستیو کې څو ځلې د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې د بهیر په ګډون د حکومت پر ډېرو اقداماتو انتقادونه کړي دي.
دا انتقادونه داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د سولې د راوستو هڅې لاهم روانې دي او په دې ترڅ کې د ځینو څارونکو په نظر یو لړ پرمختګونه هم شوي، خو ایا پر دې انتقادونو سربېره په افغانستان کې د سولې بهیر پر وړاندې نورې ستونزې هم شته؟
احمد تکل دا پوښتنه د ولسي جرګې له پخوانۍ غړې او شنونکې شکریې بارکزۍ سره په دې اړه د مرکې په پیل کې کړې ده.
د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: