نړۍ
بېپولې خبریالانو سازمان: ایران کې بندي شوې نرګس محمدي باید خوشې شي

د بېپولې خبریالانو سازمان پر ایرانۍ ژورنالېستې او د بشري حقونو پر فعالې نرګس محمدي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حکومت په بند کې ده، لګول شوي تورونه غندلي دي.
دغه سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون (د جون په ۱۲) نېټه په یوه بیان کې په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپورټر جاوېد رحمان څخه وغوښتل چې سمدستي لاس په کار شي او له بنده د دې خبریالې د خلاصون لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ایران او افغانستان د برخې مشر رضا معیني وايي چې د مېرمن محمدي عدلي تعقیب د ایران د استخباراتو د وزارت او قضا د سیستم د چارواکو په لیکو کې د قضايي تبعیض ثبوت دی.
نرګس محمدي چې په عین حال کې د ایران د بشري حقونو د مدافعانو د مرکز ویانده وه، د حکومت پر ضد په تبلیغاتو، د اعدام د حکم په یوه مخالف ممنوع ګروپ کې په غړیتوب او نورو تورونو مجرمه وپېژندل شوه او په ۱۰ کاله بند محکومه شوه.
د نرګس ورور مهدي محمدي چې په ناروې کې کډوال دی په دې وروستیو کې د ایران قضا ته په یو پرانیستي لیک کې خبر ورکړی چې پر خور یې د عاشورا د ماتم په ورځو کې په زندان کې دننه د نڅا تور هم لګېدلی دی.
نوموړي همداراز ویلي دي چې نرګس سخته ناروغه ده، خو هغې ته اجازه نهورکول کېږي چې د علاج لپاره له زندانه بهر ډاکتر ته ولاړه شي.
۴۷ کلنې محمدي د بشري حقونو په برخه کې څو نړیوالې جایزې ګټلې دي. ایران په ۲۰۲۰ کال کې د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال انډېکس کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۳م ځای خپل کړی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هند په شمال کې د هیلې کوپټر د سقوط له کبله ۷کسان وژل شوي دي

د هند په شمال کې د یوې هیلې کوپټرې د سقوط له کبله اووه کسان وژل شوي دي.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، دا هیلې کوپټر د همالیه غرونو د اوتاراکند په سیمه کې راغورځیدلی ده.
د اوتاراکند ایالت د عامه اړیکو د مشر د معلوماتو له مخې، په هیلې کوپټر کې سپاره کسان له کیدارناته څخه د ګوپت کاشي پر لور روانه وه.
معلومه نه ده چې هیلې کوپټرې ولې سقوط کړی خو په سیمه کې چارواکي وايي، د پېښې د علت په اړه څیړنې پیل شوي دي.
چارواکو وايي، د خرابي هوا له کبله يې تر دوشنبې کیدارناته درې ته د هیلې کوپټرو ټولې الوتنې ځنډولې دي.
له دې وړاندې په همدې دره کې درې بیړنۍ ناستې او دوه هیلې کوپټرو سقوط کړی وو.
درې ورځې مخکې د هند په کجرات ایالت کې د یوې مسافروړنکې الوتکې د سقوط له کبله ۲۶۰ کسان ووژل شول.
پر اسراییلو د ایران په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳تنو ته پورته شو

پر اسراییلو د ایران په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر۱۳تنو ته پورته شو.
د راپورونو له مخې، تل ابیب ته نژدې په بت یام سیمه کې نن سهار پر یوې ودانۍ د توغندي د لګیدو له کبله شپږ تنه وژل شوي چې دوه يې ماشومان دي.
په نننۍ بریدونو کې په بت پام او رحووت سیمو کې ۲۱۳ کسان بیا ټپیان شوي دي.
له دې وړاندې په عرب میشته طمره سیمه کې څلور ښځې او یوه نجلۍ وژل شوې وې.
د تیرو دوو ورځو په بریدونو کې تل ابیب ته نژدې په رامات ګان او ریشون لتصیون ښارونو کې درې کسان وژل شوي او د اوو سرتیرو په ګډون په لسهاوو نور ټپیان شوي وو.
اسراییلي چارواکی؛ممکن اسراییل د علي خامنه ای په ګډون پر یو شمیر لوړپوړو ایراني چارواکو بریدونو وکړي

یو اسراییلي چارواکی وايي، د دې احتمال شته چې د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ای د هغوو کسانو په لیست په کې وي چې اسراییل غواړي برید پرې وکړي.
دغې اسراییل چارواکي د نوم نه ښودل په شرط وال سټریټ ژورنال ته ویلي، "اسراییل د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو په موخه له هیڅ کړنې مخ نه ګرځوي "هیڅ هدف مستثنا نه دی حتي خامنه ای".
تراوسه اسراییلي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي نه دي.
وال سټریټ ژورنال د دغه اسراییلي چارواکي په حواله وړاندې لیکلي، د اسراییلو موخه یوازې د ایران د اټومي پروګرام له منځه وړل نه، بلکې اسراییل غواړي په سیاسي او پوځي برخو کې دا هېواد ضعیفه کړي.
تراوسه ایراني چارواکو د وال سټریټ ژورنال د دغه راپور په اړه څه ویلي نه دي.
ټرمپ؛ امریکا پر ایران په بریدونو کې هیڅ رول نه لري، خو که ایران امریکايي اهداف په نښه کړل سخت ځواب به ورکړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې پر ایران په برید کې ښکیل نه دی.
ټرمپ پرون ناوخته پر خپلې سوشل پاڼه ټروټ کې لیکلي، "امریکا پر ایران د نن شپې په بریدونو کې هیڅ رول نه درلود".
د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د اسراییلو او ایران ترمنځ جګړه روانه ده.
ایراني رسنیو نن یکشنبې راپور ورکړی چې اسراییلو د ایران د دفاع وزارت او د وسلوالو ځواکونو د ملاتړ د قوماندې مرکز په نښه کړي دي.
تر دې مخکې د ایران له خوا پر اسراییلو د راکټي او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي وو.
د ایران سپاه پاسداران ګواښ کړی که اسراییل پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به يې هم په "پراخه" کچه ورته ځواب ووايي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، "که چیرته ایران پر امریکايي اهداف بریدونه وکړل، د امریکا د وسله وال ځواکونه به په ټول ځواک او وړتیا سره په بې سارې کچې د تهران ځواب ورکړي".
ټرمپ وړاندې ویلي،" د ایران او اسراییلو ترمنځ توافق کولی شي په اسانۍ سره دا خونړۍ جګړه پای ته ورسوي".
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرون شنبې د اروپايي ټولنې له یوې لوړپورې چارواکې سره په خبرو کې ویلي و، پر ایران د اسراییلو له بریدونو وروسته د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې نه توجیه کیدونکې دي.
د امریکا پوځ ۲۵۰ کلن شو، ولسمشر ټرمپ خپل پوځیان د نړۍ پیاوړي ځواکونه بللي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد پوځیان " د نړۍ تر ټولو پیاوړي" ځمکني ځواکونه وبلل او د هغوي لاسته راوړنې یې وستایلې.
ټرمپ پرون شنبه په واشنګټن کې د خپل پوځ د جوړولو د ۲۵۰مې کلیزې مراسمو ته وویل چې ځواکونو یې د افغانستان په ګډون بېلابېلو سیمو کې لاسته راوړنې درلودلې او ځلیدلي دي.
د دغو مراسمو پر مهال ځانګړې پوځي نندارې هم ترسره شوي دي.
د راپورونو له مخې، امریکا ۲ اعشاریه ۸۶ میلیونه پوځیان لري.
دغه مراسم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د زیږېدو له نهه اویایمې کلیزې سره هممهاله نیول شوي دي.
ټرمپ ویلي، د روسیې ولسمشر د کلیزې د مبارکۍ په پار پرون ورسره ټیلفوني خبرې کړي، خو په خبره یې تر ډیره د ایران پر وضعیت متمرکزې وې.
امریکا کې د اعتراضونو دوام، مظاهره چیان د ډیموکراسۍ او کډوالو په ملاتړ شعارونه ورکوي

د امریکا په ګڼ شمېر ښارونو کې پرون شنبه هم مظاهرې روانې وې.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا مظاهره چیانو د استبداد ضد او د ډیموکراسۍ او کډوالو د حقونو په ملاتړ شعارونه ورکول.
امریکایي چارواکو له مظاهره چیانو څخه د ارامۍ غوښتنه کړې او ویلې يې دي چې تاوتریخوالی هیڅ د زغملو نه دی.
په لاس انجلس کې چې د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ دغه اعتراضونه وپارېدل، د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخ او ډب شوی او پولیسو له اوښکې بهونکي ګاز او نورو وسایلو څخه استفاده کړې.
دغه مظاهرې وروسته تر هغه وپارېدې چې د ګمرک او کډوالۍ پولیسو د لاس انجلس په لاتین میشته سیمه کې پر کډوالو چاپې ووهلې.
چارواکي وایي، د چاپو هدف یې د غیر قانوني کډوالو نیول او د هغوی اخراجول دي.
جنوبي افریقا د کرکټ د ټسټ لوبو اتل شو

جنوبي افریقا د کرکټ د ټسټ میچ په پایلوبه کې نن د استرالیا لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
دا لوبه د جون په یولسمه په لندن کې پيل شوه، لومړی بټنګ استرالیا وکړ چې په دوه سوه دولس منډو یې ټول لوبغاړي وسوځیدل، په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبغاړو یوازې یوسل او اته دیرش منډې وکړې.
په دوهم ځلي بټنګ کې استرالیا دوه سوه اووه منډې وکړې او جنوبي افریقا د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د دواړو پاڼیو توپير پوره کړ او دوه سوه دوه اتیا منډې یې جوړې کړې.
دا لومړی ځل دی چې د کرکټ د پنځه ورځنیو لوبو پایلوبه جنوبي افریقا خپلوي.
د کرکټ د ټسټ لوبو دا دریمه اتلولي وه، په دوه زره یو ویشتم کال کې نیوزیلنډ اتل شو او په دوه زره درویشتم کې استرالیا د دې لوبو قهرمان شوی و.
د اسراییلو په بریدونو کې دوه نور جګپوړي ایراني جنرالان هم وژل شوي

د ایران دولتي رسنۍ نن د استخباراتو د مرستیال جنرال غلام رضا محرابي او د عملیاتي مرستیال جنرال مهدي رباني وژنه تایید کړې.
تر دې مخکې د ایران د وسله والو ځواکونو د مشرتابه لویه برخه وژل شوې ده.
د سپاه پاسداران د عمومي قومندان حسین سلامي، لوی درستیز محمد باقري، د قدس د ځواکونو د مشر اسماعیل قاآني او ګڼو اټومي ساینسپوهانو وژنه تایید شوې وه.
ایران په ټوله کې د شاوخوا ۸۷ کسانو وژنه او د څه باندې ۳۲۰ ټپيانېدل تایید کړي.
اسراییلي چارواکو هم تایید کړې چې د ایران په ځوابي بریدونو کې په اسراییلو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ نور ژوبل دي.
ایران په لرې واټن ویشتونکو توغندویو په تل ابیب او څو نورو سیمو کې بریدونه کړي.
یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، په خپل جرم اعتراف وکړ

یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، پرون (د جمعې په ورځ) په خپل جرم اعتراف وکړ.
۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ملاتړ او د تروریستي عمل لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په دوو تورونو تورن دی.
توحیدي که مجرم وپیژندل شي، تر ۳۵ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي.
د محکمې د اسنادو له مخې، د اوکلاهوما اوسیدونکی نصیر احمد توحیدي تیر کال د ټاکنو په ورځ د برید لپاره دوه کلاشینکوف ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړې وې.
د FBI مشر کیش پټیل په یوه بیان کې وویل: "متهم اعتراف وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ یې د مرګوني برید پلان جوړ کړی و - یو برید چې د FBI او زموږ د شریکانو د ښه کار له امله کشف او شنډ کړای شو."
د متحده ایالاتو چارواکو ویلي چې توحیدي د برید پلان لپاره د میاشتو راهیسې د خپلې میرمنې د ورور عبدالله حاجي زاده په ګډون له څو نورو سره په تماس کې و.
حاجی زاده، چې هغه وخت ۱۷ کلن و، په اپریل کې په خپل جرم اعتراف وکړ. هغه د ۱۵ کلونو بند سره مخ دی.
نصیر احمد توحیدي، د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزې متحده ایالاتو ته تللی.
ایران او اسراییل پر یول بل بریدونو ته دوام ورکړ

ایران او اسراییل نن شنبې هم په یو بل د توغندیوباړونه وچلول او هوايي بریدونه و کړل.
په داسې حال کې چې دایراني توغندیو څپې داسراییلو فضا ته ورسیدې او دافع هوا سیستم یې د شنډولو لپاره لاس په کار شو ، په شمول د تل ابیب او بیت المقدس د اسراییل په ټولو سیمو کې د هوایي بریدونو دخطر شپیلی وغږول شوې، او اوسیدونکي یې په چټکۍ سرپناه ته ستانه سول.
د اسراییلو د امبولانس خدماتو ادارې په وینا، په اسراییلو کې یو سړی او یوه ښځه د هغه توغندي له امله ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول چې د دوی کورونو ته نږدې ولګېد.
د ژغورنې ټیمونو د تل ابیب څخه بهر په ریشون لیزیون ښار کې د ویجاړو شویو ودانیو لاندې د پلټنې او ژغورنې هلوځلو ته مخه کړه.
د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاټز د شنبې په ورځ وویل چې د ایران مشرتابه په ملکي وګړو برید سره ، سره کرښه ماته کړه او "د دې لپاره به درنه بیه پریکړي".
بلخوا ، د فلسطین سرې میاشتې وویل د حوثي ملیشو لخوا له یمن څخه یو توغول شوي توغندي د اسراییلو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه فلسطینیان ووژل.
په ایران کې، د نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې په پلازمینه تهران کې د شپې څو چاودنې واورېدل شوې.
د فارس خبري اژانس هم ویلي چې د تهران په مهرآباد هوايي ډګر کې دوه توغندي ولګېدل، او د ایران رسنیو ویلي چې هلته د اور لګېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
مهرآباد هوايي ډګر چې نږدې ورته دایران د رهبري مهمو ځایونه دي د جنګي جیټ او ترانسپورتي الوتکو یوه اډه هم لري.
ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني وویل چې په ایران باندې د اسراییلو په بریدونو کې د لوړ پوړو پوځي چارواکو په شمول ۷۸ کسان وژل شوي او له ۳۲۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.