د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۹

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳،۵۴۶ ته ورسېد


د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس د درملنې پر مهال.
د کابل افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته کس د درملنې پر مهال.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۵۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلي معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې په دې ویروس ۲۰ کسان مړه شوي او ۶۰۲ تنه نور روغ شوي دي.

له دې سره د وزارت په حواله په ټوله کې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳ زره ۵۴۶ او له دې جملې د روغو شویو کسانو شمېر ۳،۹۲۸ ته ورسېد.

وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې خلک له یو بله لږ تر لږه یو متر فاصله وساتي، لاسونه په وار وار په صابون پریمینځي او په مکروب ضد مایع‌یې ولړي.

XS
SM
MD
LG