د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۷

نړۍ

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: امریکا دې د رسنیزو فعالانو نښه کول ودروي

له تېرې جمعې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مطبوعاتو له ازادۍ لږ تر لږه ۱۲۵ سرغړونې ثبت شوي دي.
له تېرې جمعې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مطبوعاتو له ازادۍ لږ تر لږه ۱۲۵ سرغړونې ثبت شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له امریکايي چارواکو غوښتنه کړې، چې د اعتراضونو په اړه د راپور ورکولو پر مهال د ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکوونکو په نښه کول بند کړي.

دغې کمېټې له امریکايي چارواکو دا هم غوښتي چې د ګرځ بندیز پر مهال دې رسنۍ مستثنی وګڼل شي.

له تېرې جمعې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مطبوعاتو له ازادۍ لږ تر لږه ۱۲۵ سرغړونې ثبت شوي دي.

په نیویارک کې دېره د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې ویلي، دا سرغړونې د هغو ژورنالیستانو په وړاندې شوي، چې د یوه تورپوستي سړي جورج فلوید د مړینې په اعتراض د روانو مظاهرو په اړه یې راپورونه ورکول.

د کمېټې د پروګرامونو مشر کارولس مارتینز دي لا سیرنا وویل، د دندې پر مهال د خبریالانو په وړاندې د پولیسو له خوا سختو او کله- کله د تاوتریخجنو اقداماتو دوام ډارولي یو.

د هغو دوو فوټوژورنالیستانو یادونه هم کړې، چې په لاس انجلس کې د کار پر مهال د مې پر ۲۹مه ونیول شول.

تر خوشې کېدو یوه ورځ مخکې د ګډوډیو په پارولو تورن شوي وو.

دغه کمېټه وايي پولیسو پر لسګونو نورو ژورنالیستانو اوښلن ګاز کارولي او په ربړۍ مرمۍ یې ویشتلي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ولکر ترک؛ پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي،" پر ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی".

ولکر ترک د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي،"د نړیوالو حقونو له مخې پر ملکیانو او ملکي تاسیساتو بریدونه جنګي جنایت دی او هر هغه څوک چې دغه نړیوال جریم ترسره کوي باید په محکمه کې ځواب ووايي".

ترک پرته له دې چې د ایران نوم واخلي، په منځنۍ ختیځ کې روانه جګړه غندلې ده.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ وو، که ایران جوړجاړی ونه کړي او د هرمز تنګی خلاص نه کړي، نو د دې هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو او پلونو به بریدونه وکړي.

د مشهد والي د اسراییل له خبرداري وروسته د رېلګاډو تګ راتګ وځنډاوه

په ایران کې پر ریلګاډو د اسراییل د احتمالي برید له کبله د مشهد والي اعلان وکړ چې د ټولو ریلګاډو تګ راتګ تر بلې خبرتیا پورې ځنډوي.

د اسراییل پوځ په یوه خبرداري کې، چې نړیوالو خبري اژانسونو هم خپور کړی، د ایران له خلکو غوښتي چې د نن ماښام تر ۹ بجو (سې‌شنبه ۱۸ حمل) پورې په رېلګاډو کې له سفر څخه ډډه وکړي او رېللارو ته نژدې نه شي.

د اسراییل پوځ ویلي چې په رېلګاډو کې سفر او یا رېل پټلیو ته نژدې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکلي ضرب‌الاجل وخت په پوره کېدو دی. ټرمپ تر نن ماښامه پورې ایراني چارواکو ته مهلت ورکړی او ویلي یې دي که د جګړې د پای ته رسولو او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه هوکړه ونه شي، نو د ایران برېښناکوټونه او پلونه به بمباري شي.

په استانبول کې د اسراییل کونسلګرۍ ترڅنګ په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې په استانبول کې د هغې ودانۍ ترڅنګ، چې د اسراییل قونسلګري پکې موقعیت لري، د ډزو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د دې پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ډزو له پیل سره سم ګڼ شمېر پولیس سیمې ته رسېدلي دي.

ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا مهال په ترکیه کې هېڅ اسراییلي ډیپلومات نه شته.

په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې پولیس د ډزو د غږ له اورېدو سره سم خپلې وسلې راباسي او پناه اخلي. همداراز په یوه صحنه کې یو کس لیدل کېږي چې په وینو لړلی پر ځمکه پروت دی.

سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده

د سعودي عربستان رسنيو د سې‌شنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي.

د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول.

چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده.

په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس هم د سعودي د سرچینو په قول ویلي چې د دغه هېواد پر پېټروکیمي (کیمیاوي صنعت) تاسیساتو باندې برید شوی دی.

د الجبیل سیمه د انرژۍ او پېټروکیمي مهم تاسیسات لري.

په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا لوړې شوې

د تېلو بیې نن (سې شنبې) وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ایران ته ګواښونه وکړل، یو وار بیا لوړې شوې.

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي ضرب‌الاجل پورې هرمز تنګی نه پرانیزي، نو د دې هېواد ملکي تاسیسات به په نخښه شي.

په مقابل کې، تهران ګواښ کړی چې که دا کار وشي، نو د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه

د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي، د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د بوشهر اتومي بټۍ (د ایران په جنوب کې) پر شاوخوا سیمو باندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.

د ښاغلي ګروسي په وینا، پر دې اتومي بټۍ یا د هغې پر شاوخوا سیمو برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر دی او باید سمدستي ودرول شي».

د راپور له مخې، د متحدم ایالتونو او اسرائیل له خوا پر ایران د ګډو بریدونو له پیل څخه چې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې، د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ شوی و.

رافائل ګروسي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې په یوه پېښه کې بم یوازې ۷۵ متره لرې له بټۍ ولګېد. هغه خبرداری ورکړ چې پر دې ځای برید «یوه جدي راډیولوژیکي پېښه رامنځته کولی شي، چې د ایران دننه او له دې هېواد بهر د خلکو او چاپېریال لپاره به زیانمنې پایلې ولري».

د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل

د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.

هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:

«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضرب‌الاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.

ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.

کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.

په جرمني کې هغه لېوه چې یوه ښځه یې داړلې وه، برېښودل شو

د جرمني د چاپېریال ادارې ویلي چې هغه لېوه چې تېره اوونۍ یې په هامبورګ کې یوه ښځه داړلې او ټپي کړې وه، بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.

دغه حیوان ته د څرک لګولو وسیله (ټریکر) لګول شوې او اوس تر څارنې لاندې دی.

چارواکو خبرداری ورکړی چې که بیا مېشتو سیمو ته نژدې شي، ژر به اقدام وشي.

دغه لېوه تېره اوونۍ په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوې ۶۵ کلنې ښځې برید کړی و.

د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر سید مجید خادمي وژل شوی

مجید خادمي
مجید خادمي

د ایران د سپاه پاسدران د اطلاعاتي سازمان مشر وژل شوی دی.

سپاه پاسدران نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) اعلان کړی چې د دغو پوځي ځواکونو د اطلاعاتي سازمان مشر تورن جنرال سید مجید خادمي وژل شوی دی.

دوی به له دې چې د پيښې جزییات روښانه کړي ویلي چې خادمي شاوخوا نیمه پيړۍ د سپاه پاسدران انقلاب په اطلاعاتي او امنیتي څانګه کې فعالیت کړی دی.

خادمي تېر کال د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په دغې څوکۍ وګمارل شو. دا وروسته تر دې چې هغه مهال د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر محمد کاظمي ووژل شو.

ایران او امریکا ( د لنډمهاله اوربند) او (هرموز تنګي د خلاصولو) طرحه ارزوي

تهران
تهران

رویټرز خبري اژانس د ایران او امریکا ترمنځ د داسې طرحې خبر ورکړی چې " اوربند" او " د هرموز تنګي خلاصول" یې دوه پړاونه دي.

رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې متحده ایالتونو د شخړو د پای ته رسولو لپاره دغه طرحه ترلاسه کړې او کیدای شي چې له دوشنبې عملي شي او ورسره د هرموز تنګی خلاص شي.

د سرچینې په وینا، دغه طرحه پاکستان جوړه کړې او یکشنبه ماښام یې امریکا او ایران دواړو ته سپارلې ده.

پرون یکشنبه د لومړي ځل لپاره اکسیسوس ویبپاڼې د امریکایي، اسراییلي او سیمه ییزو سرچینو په حواله ولیکل چې متحده ایالتونه، ایران او سیمه ییز منځګړي د یوه ۴۵ ورځني احتمالي اوربند په ارزونه بوخت دي چې کولای شي شخړې ورسره پای ته ورسیږي.

بل لورته یوه ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې دوی به د لنډمهالي اوربند په بدل کې د هرموز تنګی خلاص نه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG