د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۴

کابل کې سر له ننه محدودیتونه کمېږي

ارشیف
ارشیف

ټاکل شوې په کابل ښار کې سر له نن چهارشنبې محدودیتونه کم شي.

څو اوونۍ مخکې وروسته له هغه په کابل کې پراخ محدودیت وضع شو چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري پرون له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د محدودیتونو کمی په دې معنی نه‌دی چې خلک روغتیايي مشورې رعایت نه‌کړي.

ښاغلی حیدري زیاتوي: "محدودیتونه اسانه کېږي یعنې موږ هڅه کوو چې بازارونه په ځانګړې توګه د اصنافو بازارونه په بېلابېلو ساعتونو، وختونو او ورځو فعالیت وکړي، خو د قرنطین شرایط مراعت کړي او د عامې روغتیا وزارت پر مشورو عمل وکړي."

د کابل والي په داسې حال کې د محدودیتونو د کمېدو خبر ورکوي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت پرون وویل چې په دې هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۱،۸۰۰ ته رسېدلې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG