د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۴

لوفت هانزا هوايي شرکت سره د جرمني حکومت ۹،۸ میلیارده ډالره مرسته

فرانکفورت هوايي ډګر کې د لوفت هانزا هوايي شرکت الوتکې
فرانکفورت هوايي ډګر کې د لوفت هانزا هوايي شرکت الوتکې

د جرمني حکومت له لوفت هانزا سره ۹،۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ترڅو دا هوایي چلند د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو سربېره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

د جرمني اقتصاد وزارت او لوفت هانزا هوایي چلند پرون د دې مرستې خبر ورکړ.

اروپایي ټولنه او سهم ورکوونکي هم باید د دې مرستې تأیید وکړي.

د جرمني خزانې وزیر اولاف شولز ویلي دي چې پر لوفت هانزا شرکت پانګونه موقتي ده.

د نړۍ د ډېرو هوایي شرکتونو په څېر لوفت هانزا هم اکثر مسافر وړونکې الوتنې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې ځنډولې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG