د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۳

افغانستان

کندهار کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژلي او ۲ ټپيان دي

کندهار کې ماین چاودنه کې ویجاړ شوی موټر
کندهار کې ماین چاودنه کې ویجاړ شوی موټر

د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل.

په پېښه کې دوه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، دغه کسان له میانشین څخه د ارزګان مرکز ترینکوټ ته روان وو چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "په دې پېښه کې یوه مور، دوې ماشومې لوڼې او یو ماشوم زوی ورسره وو چې څلور واړه وژل شوي دي. د موټر چلوونکی او د کورنۍ سرپرست ټپیان شوي او په ټپي حالت ارزګان ته لېږدول شوي دي."

تر اوسه د دې ماین چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

ملکيانو ته دا مرګ‌ژوبله په داسې حال کې اوړي چې وسله‌والو طالبانو او حکومت د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هند د افغانستان د ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د ملاتړ پر ژمنه ټینګار کړی

د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند دندهیر جېسوال
د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند دندهیر جېسوال

نوې ډېلي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې هند د افغانستان ارضي تمامیت ته ژمن دی.

هندي رسنیو د دې هېواد د بهرنیوچارو وزارت د ویاند رندهیر جیسوال له قوله راپور ورکړی چې نوموړي نن په یوه خبري غونډه کې هغه څه چې ده د پاکستان له خوا پر ډیورنډ کرښه کړکېچ وباله، د نه منلو وبلل.

ښاغلي جیسوال ویلي نوې ډېلي د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ بشپړ ملاتړ کوي.

جیسوال وویل، زه پر خپله هغه وینا بیا ټینګار کوم چې پاکستان د افغانستان پر خپلو سیمو له حاکمیت څخه په غوسه دی.

د هند د بهرنیوچارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې له کابله د طالبانو او له اسلام آباد څخه د پاکستان استازي پر ډیورنډ کرښه له خونړیو نښتو وروسته د ترکیې په استانبول ښار کې د اړیکو د ښه کولو په مقصد خبرې کوي.

افغانستان او زیمبابوې دوهمه شل اووریزه لوبه کوي

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د پخوانۍ لوبې یوه څنډه
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د پخوانۍ لوبې یوه څنډه

په پام کې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا په خپلو کې دوهمه شل اووریزه لوبه وکړي.

دا لوبه د کابل د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې په لوبغالي کې په پام ده او د دوی ترمنځ د دریو شل اووریزو لوبو دوهمه ده.

د دواړو لوبډلو دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالي به راروانه یکشنبې د نوامبر په دوهمه نېټه په همدې لوبغالي کې وي.

افغانستان د دې لړۍ لومړۍ لوبه د ۵۳ منډو په توپیر وګټله.

یوه ډله نور افغان کډوال جرمني ته ولاړل

جرمني د دریم ځل لپاره یوه ډله افغانان په دې هېواد کې د استوګنې لپاره ومنل.

د جرمني خبري آژانس راپور ورکوي چې دا ډله افغانان په یوه تجارتي الوتکه کې له پاکستانه روان شوي او د ترکیې په استانبول ښار کې له یوې وقفې وروسته به خپل منزل ته ورسېږي.

جرمني په تېره مې میاشت کې د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه خو دوه ځلې مخکې یې هم هغه افغانان په خپله خاوره کې منلي دي چې وايي، په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی. دا افغانان لومړی هانوور ښار ته او له هغه ځایه د جرمني نورو ښارونو ته استول شوي دي.

اوس مهال زرګونه افغانان په پاکستان او نورو هېوادونو کې استوګن دي او دې ته شېبې شمېري چې په پرمختللو هېوادونو کې د کډوال په توګه ومنل شي.

د جرمني حکومت ویلي چې له ۱۹۰۰ د ډېرو نورو افغان کډوالو د سیاسي پناه غوښتنلیکونه هم منل شوي او هغوی لاهم په پاکستان کې منتظر دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مهم قوماندان قاري امجد یې وژلی دی

پاکستاني پوځیان د پوځي عملیاتو پرمهال
پاکستاني پوځیان د پوځي عملیاتو پرمهال

د پاکستان پوځ د پاکستاني طالبانو د یوه مهم قوماندان د وژلو ادعا کوي. د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې وویل چې د قاري امجد په نوم د پاکستاني طالبانو دا قوماندان په باجوړ کې وژل شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې قاري امجد او درې نور وسله والو د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ننوتو پرمهال په نښه شوي دي.

د پوځ د اعلامیې له مخې قاري امجد د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مشر نورولي محسود مرستیال او د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی و. په بیان کې راغلي دي چې نوموړي په یوشمېر وسله والو حملو کې لاس درلود. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو مشران په افغانستان کې فعال دي، خو طالبانو دا تور بیا بیا رد کړی دی.

د طالبانو سرچینې وايي چې پاکستاني مرکچیان د استانبول خبرو ته بیا راستانه شوي دي

د ترکیې استانبول ښار
د ترکیې استانبول ښار

د طالبانو د حکومت سرچینې وایي چې پاکستاني مرکچیان بېرته له دوی سره د خبرو بهیر ته راستانه شوي دي.

د استانبول له مذاکراتو باخبرو د طالبانو ډیپلوماتیکو سرچینو ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان مرکچي پلاوی چې پاکستان ته روان شوی و، بېرته خبرو ته راګرځول شوی دی او نن پنجشنبه بیا خبرې پیلېږي.

په عین حال کې رویټرز خبري آژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نن بیا پیلېږي.

سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې د دواړو هېوادونو مرکچي پلاوي اوس مهال په استانبول کې دي. د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

پرون له دې مخکې پاکستاني چارواکو ویلي و، چې د استانبول خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي. او وروسته د ملګروملتو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په یوه خبري غونډه کې د دې خبرو د ناکامۍ په اړه اندېښنه وښوده.

ملګروملتونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو پرناکامه کیدو اندیښنه وښوده

ملګروملتونو د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د لانجي د هواري لپاره د ترسره شویو خبرو پرناکامه کیدو اندیښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه لوري بیا جګړې ته مخه نکړي. پاکستاني جګپوړو چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د استانبول خبرې ناکامه شوې او پړه د افغانستان پرلوري واچوله.

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون چهارشنبې په نیویارک په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملګري ملتونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامه کیدو ته اندیښنه لري، وویل، چې البته دا سازمان اندیښمن دی او زیاته یې کړه چې سره له دې چې دا خبرې له خنډ سره مخ شوي خو دوی بیاهم ډیرهیله من دي چې نښتې به له سره پیل نشي. د دغو خبرو له ناکامه کیدو وروسته پاکستاني چارواکو ګواښ وکړچې د دواړو لورو ترمنځ د لانجې د هواري لپاره خبرو نتیجه ورنکړه او نافذ شوی اوربند له خطرسره مخ دی. د طالبانود حکومت چارواکو تراوسه د استانبول د خبرو او د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي څه ندي ویلي.

د افغانستان فوټسال لوبډله نن له ایران سره پایلوبه کوي

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال لوبډله به نن پنجشنبې په بحرین کې د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ځوانانو د سیالیو په پای لوبه کې له ایران سره مخامخ شي.

افغانستان د سې شنبې په ورځ تایلینډ ته ۹ د ۱ په مقابل کې په ماتې ورکولو سره د دې لوبو وروستي پړاو ته ووت.

افغانستان په دې سیالیو کې مخکې ازبکستان، بحرین او چین ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان زیمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون چهارشنبې په لومړۍ یو ورځنۍ مسابقه کې د زیمبابوې لوبډلې ته د ۵۳ منډو په توپیرماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د زیمبابوې په کوربه ‌توب، په هرارې کې ترسره شوه، افغان لوبډلې ۱۸۰ منډې کړې وې چې د زیمبابوې لوبډلې یوازې ۱۲۷ منډې وکړې. دواړه لوبډلې به دوه نورې لوبې هم وکړي. یوه یې سبا جمعه او بله هم د یکشنبې په ورځ پلان شوي دي. دواړه لوبډلې په هند او سریلانکا کې د راتلونکې فبرورۍ او مارچ میاشتوکې د شل اوره نړیوال جام لوبو ته تیاری نیسي.

په بریتانیا کې یو افغان پرقتل تورن شو

د لندن پولیسو پرون چهارشنبې یو ۲۲ کلن افغان پرقتل تورن کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې پولیسو صفي داوود په لندن کې د دوشنبې په ورځ د چړې په وسیله له برید وروسته د قتل او د وژنې د هڅې پردوو مواردو تورن کړ.

د راپورله مخې نوموړی د لندن په شمال لویدیځ د اکسبریج هستوګنې سیمې په یوه ارامه کوڅه کې د یوه ۱۴ کلن هلک په ګډون د درې کسانو په چاقو وهلو تورن دی.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، هغه ته چې په ۲۰۲۰ کال کې یې ځان په یوه لارۍ کې پټ کړی اوبریتانیا ته راغلی، پناه ورکړل شوې او دوه کاله وروسته د دایمي پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې.

د ملګروملتونو د ښځو څانګه:د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو پریکیدو وښودله چې د افغان ښځو لپاره اړیکه څومره مهمه ده

د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، په وروستیو کې په افغانستان کې د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو پریکیدو وښودله چې د افغان ښځو لپاره اړیکه څومره مهمه ده ـ او کله چې دا اړیکه له لاسه ورکړل شي، نوهیله له منځه ځي او ځای یې انزوا نیسي.

د ملګروملتونو د ښځوڅانګې دغه څرګندونې پرون چهارشنبې پرخپله ایکسپاڼه د اکتوبر د ۲۹، د انټرنیټ نړیوالې ورځې ته په اشاره کړې دي. دې ادارې په یوه راپورکې چې د اوکتوبرپه ۱۶ یې په خپله ویبپاڼه کې خپورکړی ویلي: کله چې طالبانو انټرنیټ بندکړ، ښځو د خپل ژوند د بقا لپاره د زده کړې او له یوبل سره د مرستو فرصت له لاسه ورکړ. د راپورله مخې د انټرنیټ او ټیلفوني اړیکو له بندیدو سره په افغانستان کې په ملیونونو ښځې او نجونې غلې شوې. دغه راز ویل شوي چې د هغو کسانو لپاره چې انټرنیټ ته یې لاسرسی درلود، بندیدو یې له بهرنۍ نړۍ سره وروستۍ اړیکه پرې کړه - هغه نازکه اړیکه چې د دوی د زده کړې، کار او هیلې یې ژوندۍ ساتلې وې. د روانې میاشتې په پیل کې د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو په مخه د انټرنیټي او موبایل ټیلفوني خدماتو له بندیدو سره د نورو برخو ترڅنګ ښځو او نجونو هغه فرصت هم له لاسه ورکړچې انلاین یې زده کړې کولې.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG