د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۰

جرمني او فرانسې د اروپايي ټولنې لپاره د مزستندوی صندوق غوښتنه وکړه

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

جرمني او فرانسې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د اقتصادي ژغورنې لپاره د ۵۰۰ میلیونه یورو په ارزښت د یوه مرستندوی صندوق د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون دوشنبه وویل چې اروپايي کمېسیون ته به اجازه ورکړل شي چې د اروپايي ټولنې په نوم اقتصادي بازارونو ته پور واخلي.

بل‌خوا د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل هم پرون وویل چې د اروپا د نجات له صندوق څخه اخیستل شوې پیسې دې په اوږد مهال کې بېرته ورکړل شي.

د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته په اکثرو اروپايي هېوادونو کې کار و بار له ستونزو سره مخامخ دی او په ځینو هېوادونو کې د اقتصادي رکود د احتمال خبره هم مطرح شوې ده.

ځینو هېوادونو په تېرو دوو اوونیو کې محدودیتونه یو څه راکم کړي، خو لا هم د مارکېټونو وضعیت نه‌دی عادي شوی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG