د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۲۲

افغانستان

چارواکي: فاریاب کې د طالبانو پر ضد لاریونونه شوي

ارشیف
ارشیف

افغان چارواکي وايي چې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې خلکو د طالبانو پر ضد لاریونونه پیل کړي دي.

د شیرین تګاب ولسوال ذین الله ذکي آزادۍ راډیو ته وویل چې د کوه صیاد او اسلام کلا سیمو د اوسېدونکو لاریونونه نن غرمه مهال پیل شوي او اوس هم روان دي.

ښاغلي ذکي د طالبانو بې عدالتي او ظلم د دې لاریونونو علت وباله.

هغه زیاته کړه: "دوی خلکو ته ستونزې جوړولې، له زور څخه یې کار اخیست، له خلکو یې عشر او غیرقانوني پیسې اخیستې، خلک له دې وضعیت څخه پوزې ته راغلي وو."

طالبانو تراوسه د چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

شیرین تګاب د مزار- میمنې د لویې لارې په اوږدو کې پرته ولسوالي ده چې پر یو شمير سیمو یې طالبان ولکه لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا کې د یو شمېر افغان کډوالو د موقتي خوندیتوب د وضیعت پر لغوه کیدو د انتقادونو دوام

دوو امریکايي سناتورانو د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول "یو تاریخي خیانت" بللی دی.

جین شاهین او لیزا مورکاوسکي، چې د امریکا د سنا مجلس غړې دي، د دې هېواد د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په یو لیک کې لیکلي چې د افغانانو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کېدل، د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې د امریکا تر څنګ ولاړ وو.

د دغو سناتورانو په وینا، په افغانستان کې د وضعیت د خرابوالي په پام کې نیولو سره، د هغو افغانانو لپاره چې اوس په امریکا کې ژوند کوي، د موقتي خوندیتوب وضعیت لغوه کول هغوی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د حقیقي ګواښ، ځورونې، تاوتریخوالي او حتی مرګ له خطر سره مخامخ کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا د کورني امنیت وزارت شاوخوا درې اونۍ وړاندې اعلان وکړ چې د افغان کډوالو لپاره د موقتي خوندیتوب وضعیت (TPS) پروګرام به د مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.

د TPS یا موقتي خوندیتوب وضعیت پروګرام د هغو بهرنیو وګړو لپاره ده چې د جګړو، طبیعي پېښو یا نورو "غیرعادي" شرایطو له امله نشي کولای خپل هېواد ته ستانه شي.

د "افغان ایوک" په نوم د یوې امریکايي ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۱۱ زره افغانان په امریکا کې له دې موقتي خوندیتوب څخه برخمن دي.

افغانستان کې له هرو څلور لویانو یو یې تنباکو کاروي  

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هر څلورو لویانو یو تن تنباکو کاروي.

"له تنباکو پرته " نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ددې سازمان د څانګې مشر ډاکټر اډوین سنیزا سالواډور ویلي، افغانستان کې په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو ترمنځ د تنباکو کارول له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي چې نوموړې ترې د ځوانانو پر ساتنه ټینګار کړی دی.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په افغانستان کې د تولید ترڅنګ، تمباکو له یو شمېر نورو هېوادونو نه هم واردېږي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړي، خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل:

"تېر کال، له ایران، پاکستان او سعودي عربستان څخه شاوخوا یو نیم زره ټُنه د یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت تنباکو وارد شوي وو. په افغانستان کې د تنباکو مصرف کم دی، نو واردات هم کم دي، او سربېره پردې، دا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې هم تولیدېږي."

د روږدیتوب د برخې یو شمېر متخصص ډاکتران د تمباکو کارول روغتیا ته زیان‌رسونکي بولي او ټینګار کوي چې استعمال یې ان د مړینې لامل کېدای شي.

روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې تر یو میلیارد زیات کسان سګریټ څکوي او نږدې ۳۵۰ میلیونه نور له لوګی پرته تنباکو کاروي.

یاد سازمان دا ورځ په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د "د تنباکو پرته نړیوالې ورځې" په توګه ونوموله، چې موخه یې د تنباکو اعتیاد او د کارونې منفي اغیزو ته د خلکو پام اړول دي.

طالبانو په هرات کې د بادي برېښنا دوه پروژې پرانیستلې

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د شنبې په ورځ (د جوزا ۱۰مه) په هرات ولایت کې د بادي او لمریزې برېښنا دوې تولیدي پروژې پرانیستلې. دا خبره د ملا عبدالغني برادر دفتر په یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروژه به چې د خصوصي سکټور او افغانستان برېښنا شرکت له لوري پلي کېږي، څه باندې ۴۸ میګاواټه برېښنا تولیدوي، چې په کې څه باندې ۴۳ میګاواټه بادي او پنځه میګاواټه لمریزه انرژي شامله وي.

د طالبانو د حکومت په وینا، د دغو پروژو ارزښت نږدې ۶۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې له دې ډلې ۶۴ میلیونه ډالر د بادي او ۳.۵ میلیونه ډالر د لمریزې برېښنا لپاره ځانګړي شوي دي.

ملا عبدالغني برادر وویل چې دا پروژې به د افغانستان د انرژۍ سکتور د پراختیا ترڅنګ د وارداتي برېښنا پر ځای د کورني تولید پیاوړتیا، چاپېریال ساتنې، نوې ټکنالوژۍ ترویج او اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي.

افغانستان که څه هم یوه ډیره اندازه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي خو لا هم دا هېواد د بریښنا له سخت کمي سره مخ دی، په ګڼو کلیو او بانډو کې یې بریښنا هیڅ وجود نه لري او په ښارونو کې خلک د بریښنا له پرلپسې برچاویوو او لوړو لګښتونو شکایت کوي.


هند له افغانستان سره د ۱۱ زره ډوزه واکسین مرسته وکړه

د هند له لوري افغانستان ته په ورکړل شویو واکسینونو کې د انفلوینزا او مننجیت واکسینونه شامل دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون (جمعه) وویل چې د هند حکومت د افغانستان د روغتیايي سیستم د ملاتړ لپاره ۱۱ زره ډوزه واکسین مرسته کړې ده چې د ساري ناروغیو پر وړاندې به د هېواد هڅې پیاوړې کړي.

په دې مرسته کې ۵۵۰۰ ډوزه د انفلوینزا واکسین او ۵۵۰۰ ډوزه د مننجیت واکسین شامل دي.

دا واکسینونه د دې خطرناکو او ساري ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت له هند څخه د دې پر وخت مرستې په خاطر مننه او قدرونه کړې ده.

د چارواکو په وینا، دا واکسینونه به په ځانګړي توګه د ماشومانو او زړو خلکو په څېر د زرګونو زیانګالو افغانانو ژوند وژغوري.

هند تر دې وړاندې هم په ځلونو افغانستان ته د درملو او په ځانګړي ډول واکسینونو مرستې کړي دي.

یونسیف: تر ۲۲ میلیونه زیات افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

یونیسف وايي، په افغانستان کې د ۱۲ میلیونه ماشومانو په شمول، تر ۲۲ میلیونه زیات خلک، په بیړني ډول بشري مرستو او کومکي خدمتونو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) پرون (جمعه) په یوه راپور کې ویلي چې دا اندېښمنوونکي شمېرې د افغانستان روان بشري بحران په ډاګه کوي.

یونیسف وايي، په وروستیو کې یې تر ۸۲۹ زره په زیاتو ماشومانو کې شدیده خوارځواکي تشخیص کړه. په هغوی کې شاوخوا ۳۷ زره ماشومانو – چې ۵۹ سلنه یې نجونې وې – په ځانګړي ډول درملنه ترلاسه کړه.

یونیسف په افغانستان کې په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۴۰۶ ثابتو روغتیایي مرکزونو له لارې لومړني، ثانوي او تخصصي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

هند تایید کړه چې افغانانو ته یې د وېزو ورکړه بیا پیل کړې

د هند د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ تایید کړه چې دغه هیواد شاوخوا څلور کاله وروسته افغانانو ته د ویزو ورکړه بیا پیل کړې ده.

د هند د باندنیو چارو وزارت پرون (جمعه) وویل چې د نوي معرفي شوي سیستم له مخې به، په شپږو کټګوریو کې وېزې ورکړل شي.

د پخواني پروګرام ځای، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط وروسته معرفي شوی و، د وېزې یوه نوي ماډل نیولی دی.

په نوي ماډل کې طبي، تحصیلي، سوداګري، او دیپلوماتیکې ویزې شاملې دي.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو راپور ورکړی و چې هند د افغانانو لپاره د وېزو د ورکولو پروګرام بیا پیل کړی دی خو د هند د باندنیو چارو وزارت په دې اړه رسماً څه نه و ویلي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندھیر جایسوال، په یوه خبري غونډه کې وویل: «موږ اوس د افغان اتباعو لپاره د وېزو یو نوی ماډل لرو. تمه دا ده چې دا نوی چوکاټ به د دواړو هیوادونو ترمنځ د خلکو اړیکې لا پیاوړې کړي.»

طالبانو غزه کې وضیعت "نسل‌وژنه" بللې او له نړیوالو یې د ناورین د پای ته رسیدو لپاره اقدامات غوښتي

د طالبانو د حکومت ریس الوزار ملا محمد حسن اخوند
د طالبانو د حکومت ریس الوزار ملا محمد حسن اخوند

افغانستان کې د طالبانو حکومت  د اسراییلو له خوا پر غزه د بریدونو دوام «نسل‌وژنه او ستر بشري جنایت» بللي دي.

په هغه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت د ریس الوزا ملا محمد حسن اخند له خوا خپره شوې په غزه کې د اسرایلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د ولسي وګړو مرګژوبله غندل شوې او په کې د بشري مرستو د لارو د تړل کیدو او د ټپیانو او وژل شویو کسان په انتقال د خنډونو یادونه شوې او زیاتوي چې دغلته "هره ورځ خطرناکې او غیرمتوازنه وسلې کارول کېږي."

طالبانو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د غزې بشري ناورین د پای ته رسیدلو لپاره «مثبت او عاجل اقدامات» وکړي.

اعلامیه پر داسې مهال خپرېږي چې پر غزه د اسراییلو بریدونو دوام او دغلته د رامنځ ته شویو بشري ناورین په اړه د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالو بنسټونو هم اندیښنې ښودلې دي.

اسرایل پر غزه دا بریدونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه وروسته له هغه پیل کړل چې حماس پر اسراییل یو ناڅاپي برید وکړ، چې د اسرایل د چارواکو په وینا په ترڅ کې یې شاوخوا ۱٬۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د غزې چارواکي وایي، له هماغې نېټې تر دې دمه پر غزه د اسرایلو په بریدو کې تر ۵۴ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

اسراییل وایي، تر هغه به جګړه ونه دروي څو چې ټول یرغمل شوي کسان خوشې او حماس بې وسلې نه شي.

امریکا او اروپايي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.

کونړ کې دطبق ناروغۍ له امله زرګونه څاروي مړه شوي دي

په کونړ کې د طبق ناروغۍ له امله نژد څوارلس زره څاروي تلف شوې دي.

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې شاوخوا درې نیم لکه څاروي په دې ناروغۍ اخته شوې دي.

د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا مشر ډاکټر ګل الرحمن حنانزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولایت کې شاوخوا ۶۰ سلنه شخوند وهونکي څاروي لکه پسونه، وزې او غواګانې په دې ناروغۍ اخته شوي دي او تر اوسه پورې نږدې ۱۴۰۰۰ یې مړه شوي دي.

طبق داسې ناروغي ده که چیرته څاروي واکسین شي، د تلفاتو مخه یې نیول کیدای شي.

په دې وروستیو کې د دې ناروغۍ پېښې په ننګرهار، نیمروز او کندهار ولایتونو کې هم راپور شوې دي.

نن د مې یودېرشمه د پښتو نړیواله ورځ ده

دا ورځ په وروستیو کلونو کې په دې هدف نمانځل کېږي چې د پښتو ژبې پرمختګ ته پام واړول شي.

پښتو د افغانستان یوه له دوو ملي ژبو څخه ده او دا ژبه د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې هم د میلیونونو خلکو مورنۍ ژبه ده.

د پښتو نړیوالې ورځې په مناسبت ګڼو لیکوالو او ادیبانو په ټولنیزو شبکو کې لیکنې خپرې کړي او د دې ژبې د ودې او پرمختګ د لارو چارو لپاره یې وړاندیزونه کړي دي.

ایران تر ۴ میلیونو ډېرو افغانانو ته له خپلې خاورې د وتلو امر کړی

AFGHANISTAN-IRAN-REFUGEE
AFGHANISTAN-IRAN-REFUGEE

ایران څه باندې څلور میلیونو اسناد نه ‌لرونکو افغان کډوالو ته امر کړی چې د جولای تر ۶مې (چنګاښ ۱۵مه) پورې له دغه هېواده ووځي.

ایراني چارواکو اعلان کړی چې افغان مهاجرو ته د احصایې د ادارې له لوري ورکړل شوي اسناد نور اعتبار نه ‌لري، او اوس له اسناد نه ‌لرونکو مهاجرو غوښتنه شوې چې له ټاکل شوې نېټې مخکې له ایرانه ووځي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او بهرنیو اتباعو د چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي، ویلي چې د احصایې اسناد لرونکي کسان نور غیرقانوني مهاجر ګڼل کېږي. هغه ټینګار وکړ چې یوازې شپږ ځانګړي ډلې مهاجر، چې د لنډمهاله اقامت کارتونه ترلاسه کولی شي، اجازه لري په ایران کې پاتې شي.

د ایران د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه او سل زره افغان کډوال په ایران کې اوسي، چې له دې ډلې څلور میلیونه او سل زره یې قانوني اسناد نه ‌لري.

یاراحمدي همداراز خبرداری ورکړی چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به، هغه زده‌کوونکي چې سرپرستان یې یوازې د احصایې اسناد لري، په ښوونځیو کې د نوم‌لیکنې حق ونه‌ لري.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG