د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۹

د جلغوزیو لومړنۍ محموله نن د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادرېږي

ارشیف، په کابل کې د جلغوزیو فابریکه
ارشیف، په کابل کې د جلغوزیو فابریکه

د افغانستان سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، د کرونا ویروس له راپیدا کېدو وروسته ټاکل شوې چې نن د جلغوزیو لومړنۍ محموله د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادر شي.

د دغه وزارت د عامه اړیکو مسؤلې سعدیه سیرت نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه محموله ١١٠ ټنه وزن لري چې له تېر کال څخه پاتې وه.

مېرمن سیرت وایي، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هوایی دهلېزونو له لارې د طبي بوټو صادرات هم پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته له دغه هېواد سره افغان سوداګرو سوداګریزه راکړه ورکړه درولې وه.

د تېر لمریز کال په قوس میاشت کې د چین او افغانستان ترمنځ د جلغوزیو د صادراتو تړون لاسلیک شو.

د دغه تفاهم په اساس په پنځو کلو کې به د افغانستان د ٢.٢ ملیارده ډالرو په ظرفیت ٦٢ زره ټنه جلغوزې چین ته واستول شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG