د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د دفتر یو کارکوونکی په کرونا ویروس اخته شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سپينې ماڼۍ کارکوونکي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف ماسکونه اغوندي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ د مې په اتمه تأیيد کړه چې د پنس د ټيم یو غړی په دې ویروس اخته شوی دی، خو په دې اړهیې نور جزئیات ورنهکړل.
یوه ورځ مخکې د ډونالد ټرمپ د یوه کارکوونکي د کرونا ویروس د معایناتو نتيجه مثبته راپور شوه چې له دې سره د دغه هېواد د مشرانو د روغتیا په اړه اندېښنې راپورته شوې.
د امریکا حکومت په دې هېواد کې د یو میلیون او درې لکه امریکایانو په دې ناروغۍ د اخته کېدو راپور ورکړی. دا په ټوله نړۍ کې د خلکو تر ټولو لوی شمېر دی چې په کرونا ویروس اخته دي.
د امریکايي چارواکو په وینا، تر ۷۶،۰۰۰ زیات په دې ناروغۍ اخته کسان مړه شوي دي.