د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۴ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۴

بلاروس ولسمشریزې ټاکنې اګسټ میاشت کې ترسره کوي

بیرغ بلاروس
بیرغ بلاروس

د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره بلاروس وایي، د راتلونکې اګسټ میاشت په نهمه نېټه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي.

د دغو ټاکنو نېټه نن جمعه د بلاروس د پارلمان له‌خوا تأیید شوه.

له ۱۹۹۴ کال راهیسې الکساندر لوکاشینکا د بلاروس ولسمشر دی، هغه ویلي د شپږم ځل لپاره هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماندوي.

بلاروس په ۲۰۰۴ کال کې د یوې ټول‌پوښتنې له لارې د ولسمشرۍ دورې محدودیت لغوه کړ.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې کوم کسان به سږنیو ټاکنو کې د لوکاشینکا سیالي وکړي.

د دغه هېواد د اپوزېسیون مشر یوری ګبارویچ پر خپله فېس‌بوک پاڼه د راتلونکو ټاکنو په ترسره کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ټاکنیزو منډو ترړو کې د کرونا ویروس د خپرېدو ګواښ ممکن زیات شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG