د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

نړۍ

د سوریې په خاوره د اسراییلو برید کې ۱۴ ایراني او عراقي ملیشې وژل شوي

ارشیف
ارشیف

د سوریې پر خاوره د اسراییلو په تازه برید کې ۱۴ ایراني او عراقي ملیشې وژل شوي دي.

دا خبره د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان کړې ده.

دا کسان د دیرالزور په ختیځ کې وژل شوي دي.

د ایران او عراق ملېشې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم په ملاتړ جنګېږي.

د فرانسې خبري اژانس او اسوشیټيډ پرېس د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله ویلي چې یو شمېر نور کسان ټپیان هم دي او ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي.

اسراییل له کلونو راهیسې د سوریې د متحدو ایراني ملیشو پوځي اډې، د سوریې مرکزونه او د بشار اسد د رژیم متحدین په نښه کوي.

د سوریې رسنیو نن د ورځې په پیل کې تایید کړې وه چې اسراییلو یې په خاوره باندې بریدونه کړي دي.

د سوریې دولتي رسنیو ویلي اسراییلو د شپې ناوخته د حلب په ښار کې یو تحقیقي مرکز او یوه پوځي اډه په توغندیو ویشتلې ده.

دا په تېرو دوو اونیو کې د سوریې په خاوره د اسراییل پنځم برید دی.

د سوریې سانا خبري اژانس بیا دا هم ویلي چې د دوی دافع هوا د حلب په ختیځ کې د السفیره په پوځي اډې د راکټونو مخه نیولې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسي سرچینې: پوتین د امریکا هغه وړاندیز ته لیواله نه دی چې له مخې، له اوکرایین سره دیرش ورځینی اوربند کیږي

د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین او دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین او دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

روسي سرچینو ویلي، ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین په جګړه کې د دیرش ورځني اوربند په تړاو د امریکا د وړاندیز عملي کولو ته لیواله نه دی.

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د دغو سرچینو په حواله ویلي چې د اوربند په اړه هر ډول هوکړه کې باید په جګړه کې د روسیې پرمختګونه په پام کې ونیول شي او د مسکو اندیښنې لرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین د اوربند دغه وړاندیز ته چمتوالی ښودلی او له دې سره امریکا هم بیرته د پوځي مرستو او د استخباراتي معلوماتو د شریکو د بیا پيل ډاډ ورکړی دی.

رویټرز سره په خبرو کې روسي سرچینو ویلي، پوتین د اوکراین په جګړه کې بر لاس لري، ځکه د دغه هېواد یو پر پنځمه برخه خاوره یې په ولکه کې ده.

په اوکراین کې د امریکا له خوا د دیرش ورځني اوربند وړاندیز پرون د سعودي عربستان په کوربه توب خبرو کې وشو، خو د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، روسیې نن سهار د اوکراین په مرکزي برخو توغندیز بریدونه کړي چې مرګ ژوبله هم لري.

کاناډا د امریکا پر وارداتو د تعرفې د لوړولو پر وړاندې د ځوابي اقدام خبرداری ورکړی

د امریکا او کاناډا سرحد (آرشیف)
د امریکا او کاناډا سرحد (آرشیف)

کاناډا وايي د امریکا له لوري د دې هېواد پر وارداتو د تعرفې د لوړولو پر وړاندې به ځوابي اقدام وکړي.

د کاناډا د انرژۍ وزیر جاناتان ویلکینسن پرون له CNN ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، اوتاوا به د امریکا له لوري د تعرفو د لوړولو په ځواب کې سمدستي پر امریکايي وارداتو تعرفه لوړه کړي، خو هغه په عین حال کې زیاته کړه چې کاناډا نه غواړي له امریکا سوداګریزه جګړه پراخه شي.

سپينې ماڼۍ پرون وویل امریکا ته د کاناډا او نورو هېوادونو د فولادو او المونیمو پر وارداتو د ۲۵ سلنه تعرفې عملي کول به نن- چارشنبې پیل شي خو ولسمشر ډونالډټرمپ پرون ماسپښین ژمنه وکړه چې د کاناډا د فولادو او المونیم پر وارداتو تعرفه به ۵۰ سلنې ته لوړه کړي.

امریکا له کرد وسله والو سره د سوریې د نوي حکومت د جوړجاړي د موافقې هرکلی کړی دی

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

متحدوایالتونو په سوریه کې د حکومت او کرد جنګیالیو ترمنځ د هغې موافقې هرکلی کړی چې له مخې یې دا جنګیالي په ملي حکومت ورګډېږي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو پرون په یوه بیان کې وویل، متحدایالات د دمشق د موقتې ادارې او د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ترمنځ د موافقې چې په متحده سوریه کې د کرد وسله والو ګډون ته لاره اواروي، هرکلی کوي.

د موقت ولسمشر احمدالشرع په مشرۍ د سوریې نوې ادارې له وسله والو ډلو غوښټي دي چې خپلې وسلې کېږدي او داسې یو حکومت رامنځ ته کړي چې له ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې وروسته د دې هېواد ټول قلمرو اداره کړي.

د سوریې جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ له کرد ځواکونو د جوړې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو له مشر سره موافقه اعلان کړه. دې ځواکونو چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد د مبارزې په برخه کې یې امریکا ملاتړ کوي په تېره یوه لسیزه کې د سوریې د شمال ختیځ پراخې سیمې اداره کولې.

بلوڅ بیلتونپال د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ردوي چې وايي د ولجه شوي اورګاډي سپرلۍ یې ژغورلي

په بلوچستان کې د ولجه شوي اورګاډي د سپرلیو خپلوان (آرشیف)
په بلوچستان کې د ولجه شوي اورګاډي د سپرلیو خپلوان (آرشیف)

بلوڅ بیلتونپالو د پاکستان د پوځي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي ۱۵۵ کسان یې د دې ډلې له خوا له ولجه شوي اورګاډي څخه ژغورلي دي.

د بلوڅ د آزادي بښونکي پوځ په نوم ډلې چې د بلوچستان آزادي غواړي، پر دې اورګاډي د پروني برید پړه منلې ده. د پاکستان پوځ نن وویل چې د نورو سپرلیو د آزادولو لپاره پوځي عملیات روان دي او ادعا یې کړې چې ۱۶ بریدګر یې وژلي دي خو بلوڅ بیلتونپالو دا ادعا رد کړې او وايي تراوسه د دوی هېڅ جنګیالي نه دي وژل شوي.

بلوڅ بیلتونپال همداراز وايي، لسګونه سپرلۍ چې ښځې، ماشومان او سپین ږیرې پکې وو، پوځ نه دي ژغورلي بلکې دوی خوشې کړي دي.

بېلتونپالو خبرداری ورکړی چې که پاکستاني ځواکونه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي نو د اورګاډي د سپرلۍ چې د دې ډلې په وینا د پاکستان د پوځ، پولیسو، د تروریزم پرضد د مبارزې د ځواکونو او ISI افسران دي او رخصتیو ته روان وو، یو په یو وژنه به پیل کړي.

دفلیپین پخوانی ولسمشر د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم له مخې نیول شوی دی

د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې
د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې

د فلیپین پخوانی ولسمشر رودریګو دوترتې Rodrigo Duterte د جرمونو د نړیوالې محکمې د حکم په اساس ونیول شو.

دوترتې د مخدرو موادو پرضد د عملیاتو پرمهال چې د ده د واکمنۍ پرمهال پیل شول او په ترڅ کې یې زرګونه کسان مړه او ټپیان شول، نیول شوی دی. نوموړی د بشريت پرضد په جنایت تورن شوی دی.

دوترتې نن (د مارچ ۱۱مه) له هانګ کانګ څخه تر راستنېدو وروسته د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې ونیول شو.

دی له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې د فلیپین ولسمشر و.

د سوریه حکومت او کردانو یو مواقفه لاسلیک چې له مخې د سوریې ټولې سیمې د حکومت تر کنټرول لاندې راځي

د سوریې موقت حکومت د هغو سیمو له تشکیلاتو سره چې کردان یې اداره کوي، یوه موافقه لاسلیک کړې.

په دې موافقه کې اوربند او د سوریې په پوځ کې د دې ډلې- چې امریکا یې ملاتړ کوي، ګډون شامل دي.

د دې موافقې له مخې چې تطبیق به یې د روان میلادي کال په پای کې پیل شي له عراق او ترکیې سره د سوریې پر ټولو سرحدي لارو د حکومت ولکه ټینګېږي.

همداراز د دې هېواد زندانونه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نژدې ۹۰۰۰ مشکوک غړي پکې بندیان دي، د حکومت تر ادارې لاندې راځي.

د سوریې کردان به هم د دې موافقې له مخې په خپله ژبه د تعلیم په ګډون چې د اسد د واکمنۍ پرمهال ممنوع و، د اساسي قانون په اساس خپل تثبیت شوي حقونه ترلاسه کړي او سلګونه زره کردان به چې د څوارلس کلنې کورنۍ جګړې پرمهال له خپلو مېنو وتلي وو، خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا موافقه د سوریې لپاره یوه لویه بریا بلل کېږي او دې ته به امکان برابر کړي چې د سوریې ټول ځواکونه د هیات تحریر شام ډلې د مشر احمدشرع په مشرۍ د یو حکومت تر ادارې لاندې راولي.

د بشار الاسد په مشرۍ حکومت همدې ډلې په تېره ډسمبر میاشت کې نسکور کړ.

مارکو روبیو: د امریکا او اوکرایین ترمنځ د خبرو اترو پایلو ته هیله مند یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو وايي، د امریکا او اوکراین ترمنځ د خبرو نتایجو ته هیله من دی. د سعودي عربستان په کوربه توب دا خبرې نن په جده کې په پام کې دي.

روبیو پرون دوشنبې هغو خبریالانو ته چې د سعودي عربستان په سفر کې د ده ملګرتیا کوي وویل، که دا مذاکرات په سم ډول پرمخ ولاړ شي، اوکراین کولای شي بیاهم د امریکا پر نورو مرستو تکیه وکړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر سعودي عربستان ته له رسېدو وروسته د سعودي له ولیعهد محمدبن سلمان سره وکتل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هم سعودي عربستان ته رسېدلی او ده هم پرون له بن سلمان سره وکتل خو په نننیو خبرو کې به ګډون ونه کړي.

په اوکراینې پلاوي کې د ولسمشر زیلینسکي د دفتر رییس اندرې یرماک د بهرنیو چارو وزیر اندرې سیبیها او دفاع وزیر رستم عمروف شامل دي او په پام کې ده چې نن به له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

په دې خبرو کې به په اوکراین کې د اوربند او سولې د موافقې د څرنګوالي په اړه بحثونه وشي.

تازه څیړنه: په سلو کې ۱۷ سلنه د نړۍ ښارونه د هوا د ککړتیا د مخنیوي اړونده تګلارې په پام کې نیسي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

یو تازه راپور ښيي چې د نړۍ ډېری خلک ناولې هوا تنفس کوي او یوازې په سلو کې ۱۷ ښارونه د هوا د ککړتیا د مخنیوي اړوندې تګلارې په پام کې نیسي.

په سویس کې د دېره د هوا د کیفیت د څار نړیوال مرکز په یوه څېړنه کې چې نن (د مارچ ۱۱مه) خپره شوه د نړۍ په ۱۳۸ ښارونو کې د هوا د کیفیت د ارزونې له ۴۰ زره سټیشنونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ وايي د چاد، کانګو، بنګلدېش، پاکستان او هند هوا تر ټولو ډېره ناولې ده.

د راپور له مخې په هغو نهو ښارونو کې چې د هوا کیفیت یې تر ټولو خراب دی شپږ یې په هند کې دي او په سر کې یې شمال ختیځ بُرنیهات Byrnihat ښار دی.

څارونکي په دې باور دي چې د نړۍ د ښارونو د هوا د ککړتیا اصلي کچه ښايي تردې ډېره خرابه وي ځکه په ډېری ښارونو کې د هوا د کیفیت د معلومولو سټېشنونه نه شته.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر: د USAID درې اتیا سلنه پروګرامونه لغوه کوو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مارکو روبیو نن اعلان وکړ چې د امریکا حکومت له شپږو اونیو څېړنو وروسته د متحدوایالتونو د نړیوال پرمختګ د ادارې USAID ۸۳ سلنه پروګرامونه لغو کوي. ښاغلي روبیو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي هغه ۵۲۰۰ قراردادونه چې د لغو کېدو پرېکړه یې شوې، لسګونه میلیارد ډالر پر هغو چارو لګوي چې امریکا ته یې ګټه نه رسېږي او حتی په ځینو مواردو کې زیان وراړوي.

روبیو زیاتوي چې پاتې نور نژدې زر پروګرامونه به له کانګرس سره تر سلامشورو وروسته په اغېزمن ډول د بهرنیوچارو وزارت له خوا تطبیق شي.

ولسمشر ډونالډټرمپ د جنوري په شلمه د لوړې له مراسمو وروسته په یوه اجرايي فرمان کې د نوي ورځو لپاره د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډولې. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ایلان مسک په مشرۍ د حکومتولۍ د اغېزمنتوب له ادارې څخه مننه کړې ده. دې ادارې ته د دولتي لګښتونو د کمولو دنده ورسپارل شوې ده.

ایران: د خپل اټومي پروګرام په اړه به د واشنګټن تر فشار لاندې خبرې ونه کړو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

ایران وايي چې د خپل اټومي پروګرام د لانجې په اړه به د واشنګټن تر فشار او ګواښ لاندې خبرې ونه کړي. تهران دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د عراق له لوري له ایران څخه د بریښنا پر پېرلو د معافیت په لغو کولو سره پر تهران فشار زیات کړی دی.

د ایران د بهرنیوچارو وزیر عباس عراقچي نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، موږ تر فشار او ګواښ لاندې مذاکرات نه کوو.

له دې یوه ورځ مخکې په ملګروملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوه بیان کې پخلاینه ترې احساسېده، وویل، تهران د خپل اټومي پروګرام له پلوه د اندېښنو د لیرې کولو لپاره ښايي مذاکراتو ته مخه کړي. ولسمشر ټرمپ د کب یا حوت په ۱۶مه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل، له ایران سره د دې لپاره چې ایران اټومي وسله ترلاسه نه کړي دوه لارې شته یا توافق او یا پوځي لاره.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG