د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د پيسو نړیوال صندوق افغانستان ته ۲۲۰ میلیونه ډالر مرسته تأیید کړه


د پيسو نړیوال صندق
د پيسو نړیوال صندق

د پيسو نړیوال صندوق 'ای.اېم.اېف' افغانستان ته د ۲۲۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرسته تأیید کړه.

د دغې مرستې هدف د کرونا له امله د رامنځته شوي اقتصادي زیان جبران دی.

د فرانسې خبري اژانس د پیسو نړیوال صندوق د چاروکو په حواله لیکلي، د کرونا له کبله رامنځته شوي بېړني حالت د افغانانو اقتصاد ته زیان اړولی.

'ای.اېم.اېف' ویلي، د دوی بېړنۍ مرستې به افغانستان کې په روغتیايي خدمتونو ولګول شي او هغه کورنۍ به هم ترې برخه‌منې شي چې اوسني حالت‌یې ژوند له اقتصادي پلوه تریخ کړی دی.

د دغه صندوق مشرې کریستینا جورجیا ویلي، د نړۍ څه باندې ۱۰۰ هېوادونو له دوی بېړنۍ مرسته غوښتې.

نوموړې وایي، د دې لپاره چې ټولو دې هېوادونو کې له کرونا ویروس سره مبارزه وشي او له دې امله اقتصادي ستونزې جبران شي، شااوخوا دوه نیم تریلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG