د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۰

نړۍ

بیلاروس کې یوه مرستون ته کرونا ویروس رسېدلی

ارشیف
ارشیف

د یوه خیریه بنسټ ایرلنډی موسس اډی روچې چې په بیلاروس کې د یو مرستون ملاتړ کوي وايي کرونا ویروس دې مرکز ته هم سرایت کړی دی.

د بیلاروس د مرکزي ولسوالۍ هلوسک په ویسنووا نومي مرستون کې ۱۷۰ ماشومان او تنکي ځوانان چې جدي معلولیتونه او د وجود د مقاومتي سیسټم کمزورتیا لري ساتل کېږي.

چارواکو وړمه ورځ دې مرستون ته د کرونا ویروس خپرېدل تایید کړل مګر د اخته کسانو شمېر یې ونه ښود خو بي بي سي پرون راپور ورکړ چې د ۱۳ ماشومانو په ګډون ټول ۲۳ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روبیو: د مسکو په وړاندې د ولسمشر ټرمپ دریځ بدل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د روسیې له لورې د اوکراین د سولې د بهیر ځنډول د دې سبب شول چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مسکو په وړاندې خپل دریځ بدل کړي.

مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې ولسمشر ټرمپ د خبرو له لارې د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو لپاره صبر وکړ، خو دا جګړه د دې په ځای چې ودریږي، داسې ښکارې چې په زیاتیدو ده او اوس د روسیې د ګاونډیو هیوادو پر فضا ډرون او جنګي الوتکې ګرځي.

روبیو پر مسکو د احتمالي اقتصادي بندیزونو د لګیدو خبرداری ورکړ او ویې ویل چې واشنګتن کولی شي چې کیف ته نورې وسلې ورکړي.

د ښاغلي روبیو تر دې څرګندونو مخکې ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې د ناټو غړي هیوادونه باید هغه روسیي جنګي الوتکي وغورځوي چې د دوی پر فضا تیریږي او اوکراین د اروپایي متحدانو په مرسته کولی شي چې له روسیې څخه خپلې ټولې نیول شوې سیمې بیرته ونیسي.

د کرکټ په اسیایي جام کې نن د هند او بنګله دیش لوبه ده

په اسیایي جام کې د پاکستان او هند لوبه-ارشیف
په اسیایي جام کې د پاکستان او هند لوبه-ارشیف

د اسیا د کرکټ په اتلولۍ کې، چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي، ټاکل شوې ده چې نن د هند او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ شي.

پاکستان تیر ماښام په ابوظبي کې سریلانکا ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه او دا هیله یې بیا راژوندۍ شوه چې ممکن د اسیایي جام پایلوبې ته ورسیږي.

سبا د پاکستان لوبه له بنګله دیش سره ده، د جمعې په ورځ د هند او سریلانکا مسابقه ده چې د دغو لوبو له نتیجو به معلومه شي چې کومې دوې لوبډلې پایلوبې ته لاره کوي.

د اسیایي جام پایلوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ده.

پزشکیان له ټرمپ سره د احتمالي کتنې امکان ردکړ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د احتمالي لیدنې کتنې امکان رد کړی او ویلي یې دي چې له داسې چا سره خبرې نه شي کولی چې یوازې د زور په ژبه غږیږي.

پزشکیان دا څرګندونې نن د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تر تګ مخکې وکړې.

د ایرنا خبرې اژانس په وینا، امریکا د پزشکیان ماشومانو، د هغه زوم او د رسنیو اکثر غړیو ته ویزې نه دې ورکړي او یوازې یې د ایران ولسمشر او څو نورو کسانو ته اجازه ورکړې ده چې امریکا ته داخل شي.

سږکال د جون په میاشت کې د اسراییل او ایران د جګړې په ترڅ کې امریکایي الوتکو د ایران پر اټومي تاسیساتو بمباري وکړه چې له دې سره په وروستیو کلونو کې د تهران او واشنګتن کړکیچن اړیکي تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي.

د فوټبال د سروزو د توپ ګټونکي وټاکل شول

عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي
عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي

عثمان دیمبله او ایتانا بونمتي د بالون دور (Ballon d'Or) یا د سرو زرو د توپ جایزه وګټله او د فوټبال په نړۍ کې د غوره نارینه او ښځینه لوبغاړو په توګه وټاکل شول.

دمبله په تېر فصل کې د ۳۷ ګولونو او ۱۵ پاس ګولونو په ترسره کولو وکولای شول له پاریس ‌سن‌ژرمن سره وځلېږي او د فرانسې او اروپا اتلانو په لیګ کې اتلولي ترلاسه کړي.

دیمبله د دې جایزې په ترلاسه کولو سره وویل: «ریښتیا هم د بیان لپاره کلمې نه لرم. له پاری‌سن‌ژرمن سره یو نه هیریدونکی فصل و.» هغه زیاته کړه چې د خپلې لوبډلې سر رزونکی، لوییس انریکه « د ده لپاره د پلار په څېر» و.

ایتانا بونمتي، د اسپانیا او بارسلونا ۲۷ کلنه مدافع لوبغاړې په تاریخ کې لومړۍ ښځه شوه چې درې ځله پرلپسې په نړۍ کې د فوټبال دا تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کوي.

هغې وویل: «دا یو نه هیریدونکی احساس دی. هېڅکله یې فکر نه کاوه چې داسې مقام به ترلاسه کوي، ځکه چې په ماشومتوب کې یې فکر نه کاوه چې د ښځو فوټبال به وي.

نتنیاهو: راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي

د اسراییل صدر اعظم
د اسراییل صدر اعظم

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو د یهودانو د نوي کال یا ( روش هشانا) په درشل کې ویلي، "راتلونکی کال به د ایران د محور د له منځه وړلو لپاره د مبارزې کال وي."

نتنیاهو دا څرګندونې د دغه هېواد له لوی درستیز ایال زمیر، د دفاع له وزیر یسراییل کټز او یوشمېر نورو لوړپوړ پوځي چارواکو سره په غونډه کې وکړې.

هغه هیله څرګنده کړه چې د یهودانو نوی کال به د "امنیت، بریا او یووالي" کال وي.

د یهودانو نوی کال یا ( روش هشانا) ته بیلابیل تعریفونه ورکول کیږي او د قضاوت د ورځې یا د یاد ورځې په نوم هم لمانځل کیږي.
د یهودو د دود له مخې دا د ادم علیه السلام د پيدایښت یادونه کوي او په کې د هر ساکښ د بل کال تقدیر ټاکل کیږي.

د فرانسې ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطیني دولت په رسمیت پیژني

د فرانسې ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې
د فرانسې ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان وکړ چې هېواد یې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پیژني.

مکرون پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په پیل کې وویل " مونږ باید سولې ته لاره هواره کړو."

رویټرز اژانس لیکي، د نړۍ لسګونه مشران به په عمومي اسامبله کې د فلسطین د رسمیت پیژندنې هرکلی وکړي او په ټکو یې دا د غزې د جګړې له پيله را په دې خوا د پام وړ یو ډيپلوماتیک بدلون دی.

وړمه ورځ بریتانیا، استرالیا، پرتګال او کاناډا هم فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.

اسراییل بیا د لویدیځو هېوادونو له دغه اقدام سره موافق نه دی او حکومت یې ویلي، په داسې حال کې چې له فلسطیني وسله والو ډلو سره جګړې ته دوام ورکوي " هیڅ فلسطیني دولت به وجود ونه لري".

لویدیځ هېوادونه دغه کار د غزې په جګړه کې پر اسراییل د فشار په هدف ترسره کوي.
د راپورونو له مخې د غزې په جګړه کې چې نژدې دوه کاله یې کیږي، تراوسه شاوخوا ۶۵ زره کسان وژل شوي او غزه نژدې بشپړه ویجاړه شوې ده.

د کریکټ اسیا جام کې نن د پاکستان او سریلانکا لوبډلې لوبه کوي

د پاکستان او سریلانکا لوبغاړي
د پاکستان او سریلانکا لوبغاړي

د کریکټ په اسیایي جام کې نن سه شنبه ( د تلې لومړۍ نیټه) د پاکستان او سریلانکا لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

لوبه د کابل په وخت ماښام ۷ بجې د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې پیلیږي.

د دغه جام په څلورو غوره لوبډلو کې د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګله دیش ټیمونه پاته دي.

د افغانستان، عمان، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ټیمونه د لوبو له بایللو وروسته له تورنمنته ووتل.

سبا سه شنبه د هند او بنګله دیش لوبډلې سره مخامخ کیږي.

د جام پایلوبه د سپټمبر په ۲۸مې ته پلان شوې، خو معلومه نه ده چې کومې لوبډلې به فاینل ته وځي.

د تیرا د پولیسو یوې سرچینې هلته هوایي برید کې د ۲۳ ملکیانو وژنه تایید کړه

ارشیف
ارشیف

د خیبرپښتونخوا په تیرا کې د پولیسو یې سرچینې تایید کړې چې د جیټ الوتکو په برید کې ۲۳ ملکیان وژل شوي دي.

فرانس پریس د دغې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، وژل شویو کې ۷ میرمنې او ۴ ماشومان شامل دي.

د سرچینې په ټکو، برید کې څلور کورونه په نښه شوي چې بشپړ ویجاړ شوي دي.

تر دې وړاندې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته تایید کړې وه چې د تیرې شپې بریدونو کې ۲۳ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون وکیلانو تور پورې کړی چې پوځ دغه برید کړی دی، خو نه پوځ او نه هم کوم بل امنیتي ارګان په دې اړه رسمي څه ویلي دي.

په اریزونا کې د چارلي کرک د ویر لوی مراسم، لوړپوړو چارواکو او لسګونه زره خلکو ګډون په کړی وو

د چارلي کرک د ویر مراسم
د چارلي کرک د ویر مراسم

د امریکا په اریزونا ایالت کې لسګونه زره کسانو او لوړپوړو دولتي چارواکو پرون یکشنبه د چارلي کرک د ویر په مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغو مراسمو ته وینا کې کرک د ( خپل نسل یو لوی شخصیت) یاد کړ.

د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د دفاع وزیر پېټ هګست هم د مراسمو ویناوال وو.

د چاري کرک میرمنې ایریکا کرک د خپل خاوند ۲۲ کلن قاتل ټېلر رابینسن چې په اعدام محکوم دی وباښه.

د ډونالډ ټرمپ سیاسي ملاتړی او فعال چارلي کرک د سپټمبر په لسمه په اوتا پوهنتون کې د وینا پر مهال پر غاړه په ګولۍ ولګېد او سا یې ورکړه.

قاتل یې د پولیسو تر څو ورځنیو پلټنو وروسته ونیول شو.

د فلسطیني دولت د رسمیت پيژندې لړۍ، جرمني دغه اقدام مشروط کړی، خو فرانسه یې ښایي اعلان کړي

د فلسطین بې ځایه شوي کسان، ارشیف
د فلسطین بې ځایه شوي کسان، ارشیف

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادېفول وایي، تر هغو چې اسراییلیان او فلسطینیان د دو دولتونو د رامنځته کولو پر سر خبرې ونه کړي، دوی فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت نه پیژني.

ښاغلي وادیفول نن دوشنبه ویلي، د دوه دولتونو حل لاره اسراییلیانو او فلسطینیانو ته د سوله ییز، خوندي او باعزته ژوند زمینه برابروي.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، فرانسه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې له پيل سره همهاله فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.
پرون بریتانیا، کاناډا، استرالیا او پرتګال فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.

له دې سره د هغو هېوادونو شمیر له ۱۵۰ واوښت چې فلسطیني دولت یې په رسمیت پيژندلی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG