نړۍ
د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان کې بند پاکستاني وګړي خپل هېواد ته ځي
د پاکستان دولتي راډیو وايي، هغه پاکستاني وګړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله په افغانستان کې پاتې و، له نن (جمعه د اپرېل ۱۷مه) خپل هېواد ته د ستنېدو اجازه لري.
د دې راډیو په حواله، هغوی د تورخم له لارې ستنېدلای شي.
دا پرېکړه په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو په غونډه کې شوې ده.
د پاکستان راډیو دا هم وویل، نن به ۲۰۰ پاکستاني اتباع او سبا به ۵۰۰ هغه پاکستاني وګړی چې په افغانستان کې پاتي شوي و، د تورخم له لارې پاکستان ته ستنېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په بلوچستان کې له وسله والو سره په جګړه کې ۱۷ سرحدي ملېشه وژل شوي دي
د بلوچستان ایالت په منګوچر سیمه کې د سرحدي پولیسو او وسله والو تر منځ په یوه نښته کې ۱۷ سرحدي پولیس وژل شوي او ۳ تنه نور زخمیان شوي دي
د سیمې د چارواکو په خبره په یاده پیښه کې ۲ وسله وال هم وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره دا پیښه پرون د (جنورۍ ۳۱) د بلوچستان ایالت د کوټی ښار په منګوچر سیمه کي هغه وخت رامنځ ته شوې ده کله چي د پنجګور څخه دکوټي په لور د سرحدي عسکرو راروان یو موټر د ناڅرګند وسله والو له لوري په نښه شو.
حماس نن دوه نور اسراییل یرغمل خوشې کړل
حماس د شنبې په ورځ له اسراییلو سره د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د غزې په سویل کې دوه یرغمل شوي بندیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې فلسطیني چارواکي وایي اسرایبلو موافقه کړې چې له حماس ډلې سره د اوربند د موافقې په ترڅ کې به لسګونه فلسطیني بندیان خوشې کړي.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
اوربند، چې د جنورۍ په ۱۹ پیل شو، موخه یې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې تر منځ تر ټولو خونړۍ او تر ټولو ویجاړونکې جګړه ختمول دي.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اوونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.
یو- ان- ایچ- سي آر وايي، د هغو کډوالو چې په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته رسېدلي دوهمه لویه ډله افغانان دي
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري UNHCR وايي په هغو غیرقانوني کډوالو کې چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې لویدیځې اروپا ته د رسېدلو په نیت یونان ته تللي دي، افغانان د سوریې له خلکو وروسته دوهمه لویه شمېره جوړوي.
UNHCR په یوه راپور کې چې پرون یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ ویلي چې تېرکال ټولټال ۵۴۴۱۷ کسان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي چې په دې ډله کې ۳۵ سلنه سوریایان، ۲۶ سلنه افغانان، ۱۲ سلنه مصریان او همداراز له فلسطین او ایرتیریا له هریوه څخه څلور سلنه کډوال شامل دي.
د UNHCR د راپور له مخې له دې ټولو کډوالو څخه ۱۶ سلنه ښځې، ۲۸ سلنه ماشومان او ۵۶ سلنه نارینه دي.
د راپور له مخې د دې کډوالو په شمېر کې په تېره ډسمبر میاشت کې یوڅه کموالی راغلی و، خو په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال پرتله په ۲۰۲۴ کال کې د کډوالو ټول شمېر ۲۷ سلنه زیات شوی دی.
د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېوزلو هېوادونو څخه ډېر خلک د ناوړه ټولنیزو او سیاسی شرایطو له کبله د یو ښه ژوند په نیت لویدیځو هېوادونو ته ځي خو په دوی کې د پام وړ کسان د لارو په اوږدو کې مري، ټپیانېږي یا تري تم کېږي.
د اوکراین پر اودیسې ښار د روسیې په حملو کې تاریخي ځایونه په نښه شوي دي
د اوکراین پر اودیسې ښار د روسیې د تیرې شپې راکټي بریدونو د دې ښارتاریخي ودانیو ته زیان رسولی او اوه تنه یې ټپیان کړي دي.
د ادیسه د سیمې والي اولېه کیپر ویلي چې د روسیې په بېګانیو بریدونو کې د اودیسې ښارپه مرکزي برخه کې هغه ودانۍ زیانمنې شوي چې د ملګروملتونو د یونسکو ادارې د نړیوالو میراثونو په فهرست کې دي.
هغه ویلي چې پرون ماښام یوپه بل پسې درې چاودنې وشوې چې هدف یې هغه هوټل و، چې ملکیان پکې اوسي. هغه په ټولنیزو شبکو کې ځینو تصویرونه خپاره کړي چې ښیي، ودانۍ ته له بهر او دننه زیانونه رسیدلی.
د اوکراین د لویې څارنوالۍ دفتر وویل چې د روسیې پوځ په دغه برید کې له بالستیک توغندیو کاراخیستی.
ټرمپ وايي چې له پوتین سره د اوکراین د جګړې په اړه د خبرو لپاره ډېر ژر کتلی شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې دی او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کولای شي ډیر ژر خبرې وکړي او په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولولپاره یو مهم څه اعلان کړي.
ټرمپ پرون د جنوري په ۳۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ به خبرې وکړو، او زه فکر کوم چې ښایي یو څه وکړو چې د پام وړ وي. موږ غواړو دا جګړه پای ته ورسوو."
هغه زیاته کړه چې د ده ادارې د دغې جګړې د پای ته رسولو د هڅو په ترڅ کې خورا جدي بحثونه کړي دي. هغه دا یوه بې معنی جګړه وبلله چې باید ودرول شي. ټرمپ ونه ویل چې د ده د ادارې له خوا څوک له روسیې سره په تماس کې وو، خو ټینګار یې وکړ چې دواړو خواوو خبرې کړې دي. ټرمپ په دې اړه چې ایا دې هم په دې خبرو کې ښکیل دی کنه، له څه ویلو ډډه وکړه.
ټرمپ تېره اونۍ څرګنده کړه چې غواړي پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل د پای ته رسولو لپاره ډیرژر له پوتین سره وویني. هغه وویل، د هغه څه پر بنسټ چې ده اوریدلي، پوتین هم غواړي له ده سره وویني.
اروپايي ټولنه له پاکستانه غواړي چې د بشري حقونو او بیان د آزادۍ په برخو کې اصلاحات راولي
اروپايي ټولنې پرون د سلواغې په ۱۲مه پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که غواړي دې ټولنې ته له محصول پرته د صادروونکي هیواد په توګه موقف یې دوام وکړي نو د مدني او د کارګري حقونو او د بیان د آزادۍ په اړه د اندیښنو د لیرې کولو په برخه کې باید پرمختګ وکړي.
دغه خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې د بشري حقونو لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اولوف سکوګ اسلام آباد ته د یوې اونۍ سفر پای ته ورساوه.
اروپايي ټولنې په یوه بیان کې وویل چې د دې سفر موخه "د بشري حقونو او د کارګرانو د حقونو په اړه له پاکستان سره د مهمو مسئلو په اړه خبرې او د GSP سوداګرۍ طرحې لاندې د روانې ارزونې په ګډون د دې مسئلو د حل لپاره د پاکستان د پلانونو په اړه بحث کول وو."
اروپا ته د پاکستان صادرات له ۲۰۱۴ کال راهیسې له کله چې دې هیواد ته د اروپايي ټولنې له خوا د پرمختیایی هیوادونو لپاره د هڅونو د پلان له مخې له محصول پرته د صادروونکي حیثیت ورکړل شوی، دوه چنده شوي دي.
خو د اروپايي ټولنې په بیان کې پاکستان ته خبرداری ورکړل شوی چې د سوداګرۍ د دې طرحې ګټې په دې پورې تړلي چې دا هیواد باید د بشري حقونو په ګډون په ډیرو مسلو کې پرمختګ وکړي او د پام وړ اصلاحات راولي.
د غزې او مصر ترمنځ د غزې د رفح پر پوله د اروپايي ټولنې د څارونکي ماموریت بیا پيل
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس د جمعې په ورځ وویل چې اروپايي ټولنې د غزې او مصر ترمنځ د غزې د رفح پر پوله خپل څارونکی ماموریت بیا پیل کړی دی. دغه پوله غزې ته د ننوتلو او وتلو یوه مهمه لاره ده.
د حماس تر کنټرول لاندې د غزې روغتیا وزارت وویل چې لومړني فلسطینیان – ملکي او وسله وال ټپیان به د شنبې په ورځ د رفح له لارې چې د تیرې می میاشتې راهیسې د خلکو د تګ راتګ پرمخ تړل شوې، مصر ته ننوځي.
چارواکو وویل چې د اوس لپاره به خلکو ته یوازې له یوه لوري، له غزې څخه مصر ته د سفر کولو اجازه ورکول کیږي.
میرمن کالاس نن په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د فلسطینیانو او اسراییل په غوښتنه په رفح کې د څارنې ملکي ماموریت پیلوي.
هغې زیاته کړې چې ماموریت به یې د فلسطینانو د سرحدي پرسونل ملاتړ کوي او هم به د هغو کسانو په ګډون چې درملنې ته اړتیا لري، پردې پولې د خلکو په لیږد کې مرسته کوي.
د مصر امنیتي سرچینو هم تایید کړه چې د اروپايي ټولنې د ماموریت غړي سیمې ته رسیدلي دي.
د لبنان په ختیځ کې د حزب الله پر تاسیساتو د اسراییلو بمباري
د اسراییل پوځ نن جمعه وویل چې هوایي ځواکونو یې د لبنان په ختیځ کې د حزب الله پرتاسیساتو بمباري کړې ده.
د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د اسراییل پوځ په یوه بیان کې وویل چې په البقاع سیمه کې یې د ترهګرو ځایونه په نښه کړي دي.
د پوځ په وینا په نښه شویو هدفونو کې د ترځمکې لاندې تاسیسات چې د ایران ملاتړې حزب الله ورڅخه د وسلو د تولید او پراختیا لپاره کاراخیست او هم د سوریې ـ لبنان د پولې په اوږدو کې نور تاسیسات چې دې ډلې ورڅخه د وسلو د قاچاق لپاره کاراخیست، شامل دي.
د اسراییل پوځ همدارنګه ویلي، په سیمه کې کاواکه اوربند ته ژمن دی خو د ترهګرو هیڅ ډول فعالیتونه نشي زغملی.
سپنې ماڼۍ د تیرې یکشنبې په ورځ وویل چې د اسراییل او حزب الله ترمنځ اوربند چې په نومبرمیاشت کې نافذشوی، د فبرورې میاشتې تراتلسمې پورې غځیدلی دی.
د بریکس له غړیو د امریکا د ولسمشر غوښتنه او د ۱۰۰٪ تعرفې د لوړولو خبرداری
د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پرون (پنجشنبې، د جنورۍ ۳۰مه) وویل چې امریکا له هغو هیوادونو چې د بریکس سازمان غړي دي، غواړي چې ژمنه وکړي چې نه به د بریکس نوې اسعار جوړوي او نه به د امریکايي ډالر د بدیل په توګه د نورو اسعارو ملاتړ کوي، که نه نو د ۱۰۰ سلنه تعرفو (مالیاتو) له ګواښ سره به مخامخ شي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، ټرمپ مخکې له دې، د بریکس سازمان غړو هېوادونو، برازیل، روسیې، هند، چین، او جنوبي افریقا ته د امریکايي ډالر د بدیل په اړه خبرداری ورکړی و.
د بریکس د غړیو هیوادونو په وروستۍ غونډه کې، چې د لړمږ عقرب په میاشت کې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه، روسیې په یوه اعلامیه کې د بریکس د داخلي بانکي شبکو د پیاوړتیا ملاتړ اعلان کړ، خو د غونډې په پای کې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، خبریالانو ته وویل چې د سوېفټ د بدیل مالي سیستم په جوړولو کې کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.
حماس ۸ برمته سره صلیب ته وسپارل
د حماس افراطي ډلې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۱مه) اته تنه برمته شوي کسان، چې درې یې اسراییلیان او پنځه تایلندیان وو، سره صلیب ته وسپارل.
په مقابل کې، ټاکل شوې وه چې ۱۱۰ فلسطینیان هم د اسراییل له زندانونو خوشې شي، خو د اسراییل د صدراعظم دفتر اعلان وکړ چې دا اقدام تر هغه وخته ځنډول شوی، چې د برمته شویو کسانو "خوندي" خوشې کېدل تضمین شي او هغوی سره صلیب ته د غزې په تړانګه کې وسپارل شي.
دغه دفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا پرېکړه د بنیامین نتانیاهو او د اسرائیل د دفاع وزیر له خوا شوې ده.
د حماس برمته شوي کسان له اسرائیل سره د اوربند د هوکړې پر اساس خوشې شول. ځینې له هغو فلسطیني بندیانو، چې ټاکل شوې ازاد شي، په عمر قید یا اوږد بند محکوم شوي وو.
په همدې حال کې، اسراییلي ورځپاڼې جروسلم پوسټ د یوې ډیپلوماتیکې سرچینې له قوله ویلي، امریکا هڅه کوي چې ژر تر ژره ډېر اسرائیلي برمته خوشې شي.