ډاکتر فرید احمد سُهیل وايي، کرونا ویروس نړۍ له ستر چلنج سره مخامخ کړې، خو په افغانستان کې اوس په هغه پړاو کې ده چې که خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې ومني د دې ناروغۍ د زیاتې خپرېدا مخه نیول کېدای شي.
ډاکتر فرید احمد سُهیل د استرالیا له نیوساوت ویلز پوهنتون څخه د عامې روغتیا او روغتیايي ادارې په څانګو کې دوه ماسترۍ اخیستي او اوس د قطر هېواد د دولتي روغتونونو د ناروغانو د خوندیتوب رئیس دی.
ډاکتر سُهیل له عصمت څاروان سره د مرکې په پیل کې د کرونا ویروس د عامو نښو په اړه تبصره کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: