ټاکل شوې د تاجکستان د فوټبال لیګ داسې مهال پیل شي چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله ورزشي سیالۍ ځنډېدلي دي.
د مرکزي اسیا دغه هېواد نهه میلیونه وګړي لري، خو تر اوسهیې د کرونا د کومې مثبتې پېښې راپور نهدی ورکړی.
د تاجکستان د فوټبال لیګ کې ۱۰ لوبډلې لوبېږي او سبا یکشنبه د نندارچیانو له حضور پرته پيلېږي.
له دې وړاندې پر تاجکستان له دې کبله سختې نیوکې شوې وې چې د نوي کال د رارسېدو جشن په اړهیې کنسرتونه او ورزشي پروګرامونه ترسره کړل.
د تاجکستان د روغتیا وزارت تأیید کړې چې دغه هېواد کې تر اوسه د کرونا هېڅ پېښه نهده رامنځ ته شوې.
دغه هېواد کې ټول هغه کسان د دوو اوونیو لپاره قرنطین شوي وو چې تېره یوه میاشت کې له نورو هېوادونو تاجکستان ته ستانه شوي دي.