افغانستان
پکتیا کې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف نوي بندیزونه اعلان شوي
په پکتیا کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه ولګول شو.
د پکتیا د والي ویاند عبد الله حسرت په یوه ویډیويي پیغام کې چې نن د اپرېل په ۳مه، خپور شوی چې په ګردیز کې د کرونا ویروس د ۲ مثبتو پېښو تر ثبت وروسته پرېکړه وشوه چې د خلکو پر لویو غونډو، په جوماتونوکې په جمع د لمانځه، ودونو او خیراتونو لپاره د خلکو پر راغونډېدو بندیز ولګول شي.
حسرت ونه ویل چې دا بندیز به تر کومه دوام کوي.
بل پلو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مسولین وایي، چې د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه یې د تندر قول اردو قرارګاه او ګارنيزيون ټول جزوتامونه قرنطين کړل او قول اردو ته په ننوتو بشړپ بندیز ولګېد.
د دې مرکز د رسنیو د برخې مسول ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل، چې دغه ګام یې په دې ولایت کې د کرونا د دوو مثبتو پېښو له ثبت وروسته پورته کړی.
نوموړي د امنيتي ځواکونو له منسوبینو او د عامو خلکو څخه غوښتنه وکړه، چې له نن وروسته دې دغه مرکز ته له ورتګ ډډه وکړي خو په وینا یې د قول اردو روغتون ته ور وړونکي نظامي ټپیان له دې امر څخه مستثنا دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ترکیې دفاع وزارت: په سوریه کې د عملیاتو پر مهال د کردستان د کارګرانو ګوند ۳۲ غړي وژل شوي دي
د ترکیې دفاع وزارت وايي، چې د دغه هېواد وسلوالو ځواکونو د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو پر مهال د کردستان د کارګرانو ګوند یا (PKK) ۳۲ غړي وژلي دي.
دغه وزارت پرون یکشنبه ویلي، چې د عراق په شمال کې هم د ترکیې په پوځي عملیاتو کې د کردستان د کارګرانو ګوند ۴ غړي وژل شوي دي.
په ترکیه کې د PKK ګوند فعالیت منع شوی دی. بل لوري ته د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې د سوریې په شمال کې په تېرو دوو ورځو کې د کردانو په مشرۍ د ځواکونو او د ترکیې له ملاتړه د برخمنو لوریو ترمنځ د شخړو د زیاتېدو له کبله له خواوو لوریو څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
په بریتانیا کې دېره دغه بنسټ پرون یکشنبه ویلي، چې په وژل شویو کې د ترکیې د پلوي ډلو ۸۵ غړي شامل دي او ۱۶ نور کسان د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم د کردانو په مشرۍ د ملېشه وو غړي دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال ترکیې ته سفر کړی
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دوی یو هیئت ترکیې ته د رسمي سفر پر مهال د ترکیې له چارواکو او دیني عالمانو سره پر دیني، علمي مسایلو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور د یوه هیئت په مشرۍ پرون یکشنبه ترکیې ته لاړ.
دغه وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سفر د ترکیې د دیني چارو ادارې په بلنه شوی دی.
د ترکیې ځینو دیني عالمانو او چارواکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر تعلیم د طالبانو پر بندیز انتقاد کړی دی.
د ترکیې یوه پېژندل شوي دیني عالم محمد ګورمز دوه کاله مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نجونو د تحصیل منع کول د منلو وړ نه دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي وو، چې د طالبانو دغه اقدام نه انساني دی او نه اسلامي.
افغاني سره میاشت: ۱۸ په زړه سوري ماشومان مو د درملنې لپاره معرفي کړي دي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه په سوري اخته ۱۸ نور ماشومان یې د درملنې لپاره په کابل کې څلورو روغتونونو ته معرفي کړي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې دغې ادارې پرون یکشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د دغو ماشومانو د درملنې لګښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خوا ورکول کېږي.
دغې ټولنې مخکې هم د زړه په سوري ځینې اخته ماشومان د درملنې لپاره په کابل کې ځینو روغتونونو ته ورپېژندلي وو.
د زړه په سوري د اخته ماشومانو تر څنګ لسګونه نور ناروغ ماشومان هم هر کال جرمني ته لېږل کېږي، چې هلته یې «د سولې کلي» بنسټ درملنه کوي.
د خوست په یوه هوټل کې د یوې کورنۍ ۵ غړي ګاز نیولي او مړه شوي دي
د خوست په یوه هوټل کې تېره شپه د ګازونیولو له کبله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.
د خوست لپاره د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدطاهر احرار د ازادۍ رادیو مشال څانګې ته ویلي، دغه کسان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې د یوه ناروغ د درملنې لپاره خوست ته ورغلي وو.
لس ورځې مخکې بیا په خوست کې د ګازو ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي وو، چې درې تنه یې ماشومان وو.
د افغانستان او پاکستان په زیاتو برخو کې خلک د پخلي او په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره ګاز کاروي، چې ځینې وخت یې ډبې منفجر کېږي او یا هم د ګازونیولو په نتیجه کې خلک مړه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: پاکستاني پولیس دې له افغان خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي
«د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان» په پاکستان کې له دېره افغان کډوالو په ځانګړي ډول خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو پر ناوړه چلند اعتراض وکړ.
دغه سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي: «هغه افغان خبریالان چې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته پاکستان ته تللي، د بېلابېلو ناقانونه پلمو له مخې نیول کېږي، ځورول کېږي او ان د ویزې د نه لرلو په تور شړلو ته اړ کېږي.»
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان له پاکستان غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د حقونو او ازادیو ساتنه وکړي. پاکستان د دې موضوع په باب رسماً څه نه دي ویلي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپله اعلامیه کې له هغو ټولو سفارتونو چې د افغان خبریالانو د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو قضیې مخته بیايي، د ویزو د ورکړې بهیر د چټکتیا غوښتنه هم کړې ده.
په پاکستان کې دېره افغان کډوالو ویلي، چې له تېرې سې شنبې د پلازمېنې اسلام اباد له ځینو برخو د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو لړۍ روانه ده او راپورونه وايي ځینې افغان کډوال د اسنادو له لرلو سره- سره افغانستان ته اخراج شوي دي.
د ۲۰۲۴م کال په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي وو، چې د ۲۰۲۴م کال د ډسمبر له ۳۱ مې وروسته افغان وګړي، د پولیسو له اجازه لیک پرته په اسلام اباد کې نه شي اوسېدلای
د طالبانو ټولګټو وزارت: د سالنګونو لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې
د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د پاکولو چارې بشپړې شوې او نن سهار اووه بجې د هر ډول مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوه.
دغه لار د درنې واورې اورېدو او توفان له کبله تېره جمعه د هر ډول وسایطو پرمخ تړل شوې وه.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن دوشنبه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، دغه لاره سهار اووه بجې د لویو او کوچنیو مسافروړونکو موټرو پرمخ پرانیستل شوې ده.
هغه وړاندې ویلي، چې د دې لارې په بېلابېلو ساحو کې د شګو او مالګې د شیندلو چارې روانې دي.
محسن داوړ د افغان کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو سرغړونه وبلله
د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ رهبر او د پښتون ژغورنې له بنسټګرو مشرانو محسن داوړ د افغانانو په جبري ایستلو نیوکه کړې او هغه یې د بشري حقونو نقض بللی.
ښاغلي داوړ په خپله ایکس پاڼه باندې په یوه بیان کې له پاکستانه د افغان کډوالو په تېره بیا ښځو او ماشومانو جبري ایستل د اندېښنې وړ بللې او د افغانانو پر ضد یې دښمني یاده کړې.
هغه ویلي ان د قانوني اقامې او ویزو لرونکي افغانان هم ایستل کېږي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د کورونو تالاشي او نیولو وروسته له هغه زور واخیست د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر له ۳۱مې وروسته اسلام اباد کې بې اسناده افغان کډوال نیسي.
د چین سفیر راستنېدونکو افغان کډوالو ته په کابل کې د کورونو د جوړولو ژمنه وکړه
په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ ویلي هېواد یې چمتو دی چې د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره په کابل کې د هستوګنې کورونه جوړ کړي.
هغه دا خبره د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې ده.
د طالبانو د حکومت د بیان په اساس ښاغلي شینګ ویلي د هغو کډوالو لپاره کورونه جوړوي چې له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شوي.
هغه همدارنګه په ځینو ولایتونو کې د سړو خونو او د روغتیا او کانونو په برخو کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
د چین سفیر همداراز ویلي چې تېر یو کال یې افغانانو په تېره بیا سوداګرو ته تر ټولو ډېرې ویزې ورکړي او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا یوه بېلګه بللې ده.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې چین د افغانستان په بیلابیلو برخو له هغې ډلې کانونو کې پراخې پانګونې کړي دي.
ایران وايي، په روغتونونو کې یې ۷۰۰ افغان ډاکتران کار کوي
د ایران حکومت ویلي چې شاوخوا ۷۰۰ سوه افغان ډاکتران د ایران په روغتونو کې په کار بوخت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو کډوالو د ادارې رییس نادر یاراحمدي په یوه بیان کې ویلي چې دا افغان روغتیاپالان د ایران د هستوګنې قانوني اسناد لري او له خدمتونو برخمن دي.
هغه په عین حال کې ویلي چې په دغو قانوني او تحصیل کړیو افغانانو سربېره یوه لویه برخه افغانان په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د دغه مقام په خبره دوی په تېرو دریو کلونو کې شاوخوا دری میلیونه افغان کډوال له ایران ایستلي وو چې د ده په خبره په افغانستان کې د سختو شرایطو له کبله بېرته ایران ته ورغلي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې دا کډوال به بېرته باسي.
ماینونو تېر کال څه باندې ۵۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر ۵۰۰ ډېر ماشومان له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو په چاودنو کې وژل شوي یا هم ټپیان شوي دي.
نن (یکشنبه د مرغومې ۱۶مه) د افغانستان د یونیسف ادارې پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) کې دا خبر ورکړی دی ، خو دا یې څرګنده نه کړه چې په دغو ماشومانو کې څومره یې وژل شوي او څومره ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۳ میلیونه ماشومانو او د هغوی پالنه کوونکو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه ښوونه کړې، چې په کې د هغوی د پېژندلو، مخنیوي او راپور ورکولو څرنګوالی هم شامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ماین پاکۍ یو شمېر بنسټونه په دې برخه کې د بودیجې کمښت او په روان کال کې له جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو د چاودنو له امله د تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښمن وو.